ملغلرې/ ژباړه : عبدالفتاح فاتح

۱یوه مور شاید تعلیم ولري یا نه ،خو هغه تر ټولو غوره لارښوونکې ده ،مور ستا وروستۍ هیله ده کله چی ته په خپل ژوند
کې نا امیده شې
۲که پلانونو دې کار ور نه کړ ، پلان دی بدل کړه خو کله هم هدف مه بدلوه
۳ د خوشحالي یو ستر راز دادی چې د تل لپاره هغه څوک هیر کړې کوم چې تا نه یادوي
۴ لمونځ د یو مات زړه ، د یو پریشانه ذهن او د یو ستومان روح لپاره تر ټولو غوره درمل دی .
۵ وړو شیانو ته په ارزښت قایل شه !یوه مسکا کولای شي یوه ملګرتیا پیل کړی ، یو تورۍ کولاي شي جګړه ختمه کړی ،یو نظر کولای شی ملګرتیا وساتي او بالاخره یو شخص کولای شی ستا ژوند بدل کړي
۶ پاک زړي خلک ناپوه نه دی دوي پوهیږی چې نور خلک څه ورسره کوی خو دوی په بیا،بیا تیروتنې بخښی او په دې توګه دا ثابتوي چې  دوی د ښکلو زړونو خاوندان دی 
۷ که خلک کینه درسره کوي ته خوښ اوسه ځکه ددوي کینه دا ښیی چی ته داسې څه لرې چی دوی ورته رسیدای نه شی
۸ځیني خلک غواړی ښکلی مشهور او شتمن واوسی لیکن زه ، زه یوازی غواړم خوښ اوسم باک نه لري چې په څه ډول حالت کې
۹ هغه ملګري چی ستا د اوښکو په قدر پوهیږی له زرګونو هغو ملګرو نه غوره دی ځوک چی یوازی ستا مسکا پیژني .
۱۰کاش دښمنان می اوږ عمر ولري څو زما ټولې بریاوي په خپلو سترګو وویني .
۱۱که چا درسره په کوم کار کې مرسته ونه کړه ،مه ناهیلۍ کیږه ډیري وخت خلک له دی کبله ستا سره مرسته کوی چې ستا په اهلیت باور نه لري  دوی فکر کوی ته په یوازې ډول ددې کار د سرته رسولو وړتیا نه لری.
۱۲سختې لارې ډیر وخت ښکلو محلونو ته تللې وي .
۱۳کله چې دعا کوې شیان بدلیږي ، دروازي خلاصیږي او امکانات په حقایقو اوړی
۱۴ د زړه په غوښتنو پسې دی ولاړ شه خو ، زړورتیا درسره کړه .
۱۵:وستایه هغه ډوډی چې ستا مور یې ستا لپاره تیاروي ځکه ډیر خلک میندې او ډیر خلک ډوډی نه لری
۱۶که له خپلې میرمنې د ملایکې هیله لرې نو لومړی باید د ملایکې لپاره جنت جوړ کړی
۱۷کله چې د یوازیتوب احساس کوې سترګې پټې کړه ، له ځانه سره ووایه خدای ! زما سره دي.
۱۸ په یوازیوالی دې مه خفه کیږه ، لمر په کایناتو کې ملګری نه لری خو بیا هم تر ټولو کایناتو ډیر ځلیدونکي دي .
۱۹ ځینی وختونه چوپتیا غوره وی ځکه داسې توری نه موندل کیږی چی  وښایی ستا سره څه روان دی ؟
۲۰ – د بریاوو د کیسو په لوستلو یوازې یو پیغام ترلاسه کولي شې خو د ناکامیو د کیسو لوستل ډیرې داسې نظریې له ځان سره لري چې تر کامیابي پورې رسیدلې وي
۱۹ -کله هم د چا هیلو ته په سپکه مه ګوره ، ډير خلک په خپل ژوند کې له هیلو پرته بل څه نه لری .
۲۰– یوازې او یوازې هغه وخت خبرې وکړي کله چې پوه شي خبرې مو تر چوپتیا ډير ارزښت لری.
۲۱– عزت یوازې د هغه چا لپاره دي چې مستحق یې وی نه د هغو لپاره چې عزت ته اړتیا ولری .
۲۲ -دوه شخصیتونه کله هم د هیرولو نه دي (هغه څوک چې هر څه ستا لپاره بایللای شی یعني ستا پلار )
دوهم هغه چې ستا سره په هر ډول دردونو کې ملګرې وه (ستا مور)
۲۳– هوښیار هغه څوک دي چی تیروتنې بخښی او بې عقل هغه چې د خلګو پر تیروتنو سربیره بیا هم پر هغوي باور لري.
۲۴– تر بریا وروسته کله هم دمه مه کوه ځکه ، که ته په دوهمه دوره کې ناکام شې ډير خلګ به ووایي لومړنۍ بریا یې یوازې او یوازې یو بخت وو
۲۵ -که ستړۍ شوې مه خفه کیږه لمر چې څومره ځلیږي هغومره سوځیږي هم .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...