يووالی ليکوال: نصير احمد احمدي

(د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره)

په پخوا وختونو کې يويتيم هلک و، دی نور نوميده، نور پردۍ دهقاني کوله، د خلکو ځمکې به يې کرلې، دی له خپلې مور سره په يوه زاړه کور کې اوسېده.

د دوبي يو سهار و. کله چې نور له خوبه راپورته شو، مختلف اوازونه يې واورېدل، د باندې ووت، خوله يې وازه پاتې شوه، شنې کروندې سپينو واورو لاندې کړې وې.

نور غوږ ونيو، اوازونه د کلي د مينځ له ميداني څخه راتلل. ده هم منډه کړه، په يوه ساه يې ځان د کلي ميداني ته ورساوه. کليوال راټول ول. توبې يې ايستلې، دوی په سره اوړي او توده هوا کې د واورې اورېدو ته حيران ول.

نور په منډه بيرته کورته راغی، په بيړه يې وويل:

_ادې! واوره دې ولېده!

مور يې تړل شوې بستره کونج ته کيښوده، په خفګان يې وويل:

_هر څه واورو لاندې کړل، څه به خورو؟

نور خواشينی يوې خواته کېناست. شيبه وروسته يې له کړکۍ څخه د باندې وکتل، واوره په شدت اورېدله…

ورځ تيره شوه، خو واوره ونه درېده. ماښام ته يو ګز واوره پرته وه.

نور او مور يې د شپې تر ناوخته ويښ ول، يوه ته هم خوب نه ورته، شنه غنم واورو لاندي کړې وو، دوی نه پوهېدل چې په راتلونکې کې به څه خوري او د کور لګښت به څنګه کيږي.

نور سهار وختي د مور په په وارخطا غږ له خوبه راپورته شو:

_نوره زويه! دروازه نه خلاصيږي.

نور په بيړه ولاړ شو. دروازه يې پورې وهله، نه خلاصيده.

نور کړکۍ ته ورغی، د کړکۍ پله يې خلاصه کړه،يو دم يې چيغه کړه!

_ادې !

مور يې په بيړه ورغله. کړکۍ ته يې وکتل، په کړکۍ پورې نښتې واوره د ديوال غوندې ولاړه وه.

مور يې په وارخطايي وويل:

_واوره تر بامه لوړه شويده، ويريږم چې کوټه ړنګه نه شي.

نور وويل:

_زه به بامونه پاک کړم.

مور يې وويل:

_د باندې به څنګه ځې! د کوټې دروازه د واورې له لاسه نه خلاصيږي.

نور يوه شيبه فکر وکړ، بيا يې وويل.

_بله چاره نشته، مجبوره يم چې د هغې بلې کوټې بام سوری کړم.

مور يې ورسره ومنله.

نور د تناره سيخ ور واخيست، چت ته يې ونيو، شيبه وروسته وړې لوټې راولوېدې، وخت ووت. بام سوری شو.

نور بام ته وخوت. مور يې ور غږ کړ:

_څه وينې؟

نور وويل:

_ټول کلی واورو نيولی، له خړو بامونو پرته نور هيڅ هم نه ښکاري. شاوخوا غرونه تک سپين دي.

نور يوه شيبه د بام پر سر ودرېد، له واورو د مڼو د ونو پاسنۍ څانګې راوتلې وې، اسمان هم وريځ و.

نور بيرته کوټې ته ور کښته شو. مور ته يې وويل:

_ادې! د څو ورځو خواړه لرو؟

مور يې د کوټې په کونج کې د کندو ور پرانيست، په کندو کې يو_ يو نيم من سپيره وړه ښکارېدل.

مور يې وويل.

_نور څه نشته، يواځې درې شواروزه وچه ډوډۍ را رسيږي.

نور چرتي شو. ويي ويل:

_واوره ډيره ده، شايد نوره هم ووريږي. زه بايد د خوړو له پاره څه پيدا کړم.

مور يې وويل:

_په دې واوره کې به چيرته ځې؟

_ نه پوهيږم. خو دلته هم نه شم پاتې کيدی، له لوږې به مړه شو.

نور بام ته وخوت. شاوخوا يې وکتل، کليوال په خپلو کورونو کې ول.

نور د بام پر ژۍ ودرېد، پر واوره يې پل کېښود، واوره کلکه وه. ورغی، د خپل ګاونډی بام يې ودرباوه، يوه شيبه ودرېد، کوم ځواب يې وانه ورېد.

دا وخت يې د يوه کارغه غږ واورېد. ( کاغ، کاغ ، کاغ…) نور پورته وکتل، کارغه د غره خواته روان و.

نور حرکت وکړ، په ټيټې غونډۍ وخوت، د مخامخ هسک غره لمنې ته ورسېد. ټول غر تک سپين او هوار ښکاريده، واوره دومره ډيره وه چې لويي تيږې هم پکې پټې وې. د نور ژامې د يخنۍ له لاسه لړزېدلې…

واوره بيا شروع شوه، دا ځل ډيره تيزه اورېدله، هره دانه يې د يو موټ پختې په اندازه وه.

نور ښه شېبه مزل وکړ، د غره نيمايي ته لا نه و رسيدلی چې يو کارغه يې وليد، کارغه يوه غار ته ننوت.

نور هم په کارغه پسې لاړ. هلته د تونل غوندې لوی غار و، نور په ولاړو پکې تلای شوای.

نور په غار کې ښه شيبه مزل وکړ، بيا يې يوه رڼا وليده، ګامونه يې تيز کړل. د غره بلې خواته ووت. هلته هم واوره وه. ډيره واوره، دومره ډيره چې د نور په فکر کې هم نه راګرځېده.

نور يوه شيبه ودرېد. بيا يې وړو وړو کورونو ته پام شو، کورونه له واورو جوړ ول. دی ورمخته شو، حيرانې يې ډيره شوه، له واورو جوړې شوې ونې يې ولېدی، لږ ليرې د يوې سپينې غونډۍ پر سر له واورو جوړه دنګه ماڼۍ ولاړه وه.

نور د ماڼۍ خواته ورغی. هسکه ماڼۍ وه. ديوالونه يې له پنډ کنګل څخه جوړ ول، دروازه يې نه ښکارېده.

نور تر ماڼۍ راوګرځېد. دی حيران و چې دا ماڼۍ چا جوړه کړې وه او دروازه يې چيرته ده.

نور يو ځا ی ودرېد، ناڅاپه يې يو غږ واورېد. کنګل بيل شو، دروازه ښکاره شوه.

نور ماڼۍ ته ور ننوت. لوی سالون و. له کنګل څخه جوړې شوې هسکي ورسۍ يې درلودې، پردې هم له کنګل څخه جوړې وې، په مينځ کې يې له کنګل څخه جوړ اوږد ميز او ورسره څو څوکۍ ښکارېدلې.

نور پر يوه څوکۍ کېناست، ناڅاپه د ميز پر سر ډول ډول خواړه پيدا شول، توده ډوډۍ، وريجې، سره کړې چرګان او څو ډوله تازه ميوې.

نور وږی و. ډوډۍ يې په مړه ګيډه وخوړه. له خوراکه وروسته ټول خواړه په خپله ورک شول. د هلک سترګې له خوبه درنې شوې.

يو پوست غږ يې واورېد:

_د خوب له پاره د څنګ کوټه شته.

نور ولاړ شو، له کنګل څخه جوړه کوچينی دروازه يې خلاصه کړه، وړه کوټه وه، کونج ته يو کټ ښکارېده. کټ، توشکه، بړستن او بالښت، ټول له کنګل څخه جوړ شوې و.

نور پر کټ اوږد وغزېد، توشکه په خپله پرې هواره شوه.

نور ته خوب ورغی، ساعت لا نه و وتلی چې په يوه غږ راويښ شو.

نور شاوخوا وکتل، د خوب په کوټه کې هيڅوک نه و. دی سالون ته ورغی، سترګې يې له ويرې رډې راوختې.

له واورو څخه پر يوه جوړه شوې څوکۍ يوه زړه ښځه ناسته وه، ښځه تکه سپينه ښکارېدله، دا له واورې جوړه وه، د ويښتو پر ځای يې په ککرۍ پورې د کنګل اوږدې تېرې ټوټې سريښ وې. پر اوږه يې تک تور کارغه ناست و. په لاس کې يې پياله نيولې وه. پياله له واورې جوړه وه، خو تاوونه ترې پورته کېدل، له تاوده چايه ډکه وه.

ښځې په ويرونکي غږ وويل:

_ زما پاچاهي ته ښه راغلې.

نور په حيرانی ورته کتل:

ښځې يودم وخندل، له واورو جوړ سپين غاښونه يې ښکاره شول. چيغه يې کړه!

غواړم چې خپله پاچاهي پسې وغزوم. ستاسو کلی لاندې کړم،  شاوخوا سيمې تر خپل واک لاندې راولم. نور به هيڅکله لمر راونه خيژي، هر ځای به واوره اورې، هر ځای.

نور ويرېدلی ولاړ و. بيا يې يو دم منډه کړه، بوډۍ د ماڼۍ دروازې ته امر وکړ چې پورې شي، خو تر څو چې د دروازې دواړه پلې سره ورتلې، نور له ماڼۍ وتلی و.

نور په غره کې د پرې شوې غار خواته منډې وهلې، يو دم يې د پښې په ورانه کې سوځونکی درد احساس کړ، ورانه ته يې وکتل، له کنګل څخه جوړ نری غشی يې په ورانه کې بند و. بيا يې ويرونکې اوازونه واورېدل. شاته يې وکتل، له کنګل څخه جوړو وړو موجوداتو منډې پسې وهلې، د ټولو په لاسونو کې غشې او ليندی ښکاريدلې، غشې او ليندۍ له کنګل څخه جوړې وې.

نور په بيړه ځان په غره کې پرې شوي غار ته ورساوه، د غوږ تر څنګ يې څو غشي تير شول، په غار کې په تيږو ولګېدل، مات لاندې راولوېدل.

نور څو ګامه واخيستل، غږونه ورک شول، شا ته يې وکتل، واړه موجودات د غار په خوله کې ولاړ ول، له کنګل څخه جوړې سترګې يې د مردکيو غوندې ځليدلې.

يو ووړ موجود رامخته شو، کله چې يې پښه په غار کې په لوڅه ځمکه ولګېده، نا څاپه يې چيغه کړه، د هغه پښه له خاورو سره د تماس له امله ويلي شوې وه. دوی مخکې نه شوای راتلای..

نور يوه شېبه ودرېد، بيا يې حرکت وکړ او د غار بلې خواته ووت. نور له غره څخه د خپل کلي خوا ته وکتل، واوره په شدت سره اورېدله. کلی نه ښکارېده.

نور نه پوهېده چې څه وکړي، دی خواشينی و. يو ناڅاپه يې يو باز وليد چې تر يوه کمره پټ شو. نور هماغه خواته لاړ، هلته يو لوی کمر و، لاندينۍ برخه يې توره وه، واوره نه شوای ور رسيدی، د غره ټولو حيواناتو همدې ځای ته پناه ور وړې وه. نور هم ورغی. ګيدړې، بيزوګان، هوسۍ او مختلف الوتونکي په يوه ځای کې سره راټول ول. ټول خواشيني ښکارېدل، دوی د يخنۍ له لاسه لړزېدل.

نور هم په يوه هواره تيږه کېناست. يوی هوسۍ په ژړغوني غږ وويل:

_بچيان مې وږې دي، د غره شنه بوټي ټول واورو لاندې کړې.

نور ټول حيوانات د جادوګرې بوډۍ له مقصد څخه خبر کړل او دوی ته يې وويل چې د خپلې سيمې د ژغورلو له پاره فکر وکړي.

کونګ وويل:

ما جادوګره بوډۍ ليدلې ده. موږ له هغې سره زور نه شو وهلی، ټول به په کنګل بدل کړي.

بيزو په خبره کې ور ولوېده:

زه ستا خبره نه منم، هسې هم له لوږې مرو، بايد يوه لاره پيدا کړو.

د بيزو دا خبره د ډيرو حيواناتو خوښه شوه.

ګيدړې وويل:

اول بايد په دې وپوهيږو چې جادوګرې ، لمر چيرته پټ کړی دی.

کوترې خپل وزرونه وټکول او ويې ويل:

زه به يې حال راوړم.

نور وويل:

لومړی بايد مشوره وکړو.

حيواناتو د هو په نښه سرونه وځوځول.

باز رامخته شو.ويې ويل:

زما وزر قوي دي، هسک او د ډير وخت له پاره الوتی شم. واوره هم تاثير نه شي راباندې کولای. که مو خوښه وي ، د لمر درک به زه مالوم کړم.

دا خبره د حيواناتو خوښه شوه، باز والوت او نيم ساعت وروسته بيرته راغی، ويې ويل چې لمر په يوه لوی غار کې په ځنځيرونو تړل شوی او يو لوی ديو هم پيره پرې کوي.

حيواناتو په يوه خوله وويل چې د ديو زور څوک نه لري، خو نور ډاډ ورکړ چې په يوالي او اتفاق کولای شي چې ديو ته ماتې ورکړې او لمر ازاد کړي.

له نيم ساعت مشورې وروسته ټول په يوه اتفاق د لمر په ازادولو پسې ووتل.

دوی ته سخت مزل په مخکې پروت و. يو ځای د بيزو پزه په واوره کې بنده شوه، نورو مرسته ورسره وکړه، بيا د ګيدړې زوی له يوه کمره څخه ورغړېده، خو واوره پسته وه، باز والوت او د ګيدډې زوی يې روغ رمټ ، بيرته د کمره سر ته راوخيژاوه. دوی دوه ساعته سخت مزل وکړ او پا پای کې د غار خولې ته ورسيدل.

په غار کې تيزه رڼا وه، د لمر وړانګې په ديوالونو لګېدلې، تر لمر کلک اوسپنيز ځنځرونه تاو شوي و.

ديو يوې خواته ناست و او سندرې يې ويلې.

نور او حيوانات ورو ورمخته شول، دا وخت د بيزو پښه وښويده، له يوې تيږې سره ولګېده، تيږه ورغړېده او غږ يې د ديو سندره ودروله.

ديو په غوسه وويل:

_څوک ياست؟

د ديو په ډډ او ويرونکې غږ بيزو د تيښتې له پاره منډه واخيسته، خو نور تر لکۍ ونيو له او ورته يې وويل چې که وويريږي نو ديو زړور کيږي او دوی د لمر د ازادی له پاره څه نه شي کولای.

ديو وويل:

_دلته څه کوی؟

ټولو په يوه خوله ور ياده کړه چې غواړي لمر ازاد کړې.

ديو وخندل، هوسۍ منډه پرې ور واخيسته، خو ديو سوک ورکړ، هوسۍ له يوې تيږې سره ولګېده او بيسده پرېوته.

نور چيغه کړه:

_ځان ځاني ښه نه ده، موږ بايد ټول په يوه اتفاق په ديو حمله وکړ.

ټول ور مخته شول، ګېدړې د ديو په پښه خوله ور ولګوله، نور تر ستونې ونيو، بيزوګان د ديو پر اوږو سپاره شول، باز هم په خپلو تيرو منګولو د ديو د سر ويښتان وشکول.

ديو هيڅ هم نه شو کولای، له درده يې چيغې وهلي، شيبه وروسته يوې خواته ړنګ شو.

نور په بيړه د ديو په غاړه پورې تړلې کيلي ور واخيسته، ځنځيرونو ته ور لوېدلی غټ کولپ يې خلاص کړ، د لمر له ازادی سره ديو په تور لوګي بدل شو.

لمر له غاره راووت او د پوقاڼې غوندې اسمان ته پورته شو.

نور، حيوانات او مرغان هم د باندې راووتل. لمر ځلا کوله، تودې وړانګې يې ښې لګېدې، وريځې په منډه وې.

ناڅاپه ويرونکې چيغې واورېدل شوې، له واورو جوړې بوډۍ او نورو وړو موجوداتو د دوی په خوا منډې ور وهلې، خو د غره نيمايي ته لا نه و را رسيدلې چې ټول د لمر تيزو وړانګو ويلي کړل. .

شيبه وروسته د واورو ځای شنو وښو ونيو، د هوسۍ بچيان په شنه چمن کې څريدل.

نور له پورته خپل کلي ته وکتل، شنې ونې او شنه فصلونه يې تر سترګو شول.

نور او ټول حيوانات خوشاله وو، دوی د خپلې کاميابی راز په يوالي او مشوره کې ليد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...