کو کو کو، وق وق وق / لیکوال: محمد اسمعیل څپه

چرګوړی د ونې سيوري ته پټ ناست و، ډېر وېرېده، چې باز یې ونه خوري. په فکرونو کې ډوب و، چې د هیلۍ بچی یې مخې ته ودرېده . چرګوړی یې سخت وډار کړ. چرګوړی د هېلۍ بچي ته په غوسه شو او ورته وې ویل: څه بلا یې؟  ودې ډار کړم .

 د هیلۍ د بچي سترګې له اوښکو ډکې شوې او وې ویل: له ما نه مې مور ورکه  ده تا زما مور ونه لیده ؟ چرګوري چې د هیلۍ د بچي په سترګو کې اوښکې ولیدې ، نو زړه یې ډېر بد شو ورغی او د هیلۍ بچی یې په غېږ کې ونیو او بیا یې د ونې سیوري ته له خپل ځان سر بوته او ورته وې ویل: ته مه خپه کېږه زه هم مور نه لرم  . دواړه به په ګډه ستا مور ولټوو او پیدا به یې کړو. دا زما کور دی . تر څو چې دې مور نه وي پیدا شوې، ته دلته له ما سره اوسېږه .

 چرګوړي د هیلۍ بچي ته د انګک بنګک کیسه کول شروع کړ د هیلۍ بچی ډېر ستړی شوي و چرګوړي سترګې یې سره ورغلې او ویده شو چرګوړی چې وکلته چې د هیلۍ بچي ویده شوه نو دی هم ویده شو، چې سهار له خوبه ویښ شول، نو دواړه د باغ په لور روان شول، چې د هیلۍ د بچي مور پیدا کړي.

 په باغ کې یوې سویه ګازره خوړه  له سویې څخه یې پوښتنه وکړه . سویې ورته وویل: هیلۍ ابۍ  خو په ډنډونو کې اوسېږي  او ډنډونه ډېر لرې دي . چرګوړي ورته وویل: څومره به لرې وي ؟ سوۍ وویل : ډېر لرې دي تاسو نه شئ ورتلی ، ځکه چې ډنډونه تر هغه لوی غره ها خوا ته دي . چرګوړی او د هیلۍ بچی  بېرته خپل کور ته لاړل . دهېلۍ بچی ډېر خپه شو. یو څو ورځې تېرې شوې یوه ورځ د هېلۍ بچی له خوبه پورته شو، ګوري، چې د چرګوړي په سر باندې یو سور شی را پیدا شوی دی. د هیلۍ بچي په خوشالۍ باندې چړګوړی له خوبه ویښ که او ورته وې ویل : د تا په سر باندې تک سور شی پیدا شوی دی . ته دې خپل لاس په سر تېر که . چرګوړي چې خپل لاس په سر باندې تېر کړ، نو د ګوتو لاندې یې یو څه شی ورغی . دواړو منډه کړه چینې ته لاړل او د چینې په اوبو کې ،چې  چرګوړي خپل ځان ولید، نو ډېر خوشاله شو . په سر یې تاج شین شوی و .

بل سهار د هیلۍ بچی له خوبه پورته شو چرګوړي ته یې پټ وروکتل ویې لیده چې چرګوړی ویده دی؛ نو په کراره کراره باندې د چینې په لور روان شو په منډه چین ې ته ورغی او په چینه کې یې خپل ځان وکوت او خپل لاس یې په سر باندې تېر که ، خو په سره باندې یې تاج نه و. ډېر خپه بېرته د خپل کور په لور روان شو.  یو څو ورځې نورې هم تېرې شوې  یو سهار چرګوړی له خوبه را پورته شو خپل وزرونه یې وټپول او په اول وار یې اذان وکه . (( کوکوکــــووو)) د هېلۍ بچي چې په خوب کې اذان واورېده ډېر خوند یې ورکه او له خوبه پورته شو. چرګوړي  ته یې وویل : ډېره ښه بدله (سندره) دې وویله  . چرګوړی خوشحاله شو او د هېلۍ بچي ته یې وویل: دا بدله نه وه . اذان مې وکه .

 یو ورځ په  کور کې د خوراک څه نه وو. دواړه روان شول او د جوارو پټي ته ولاړل، تر څو جوار رامات کړي او نینې یې کړي هغوی چې پټي ته ورسیدل ، په پټی کې یو غټ سپی پروت و  او په دوی پسې یې رامنډه کړه چرګوړی وتښتېده او د هېلۍ بچي منډې نه شوې وهلی. سپی ورته را نږدې شو. نږدې و چې سپی د هېلۍ بچی ونیسي . چورګوړي چې ولید چې سپی د هیلۍ بچي ته نږدې دی، نو چرګوړي بېرته ورمنډه کړه. د سپي په لکۍ یې باندې خوله ولګوله سپي د هېلۍ بچی پرېښود او په چرګوړي پسې راتاو شو.

چرګوړي بیا تېزه منډه واخیستله  او له سپي نه لرې وتښتېده. سپي چې ولیده چې چرګوړی نه شي نیولی، نو بېرته د هیلۍ په بچي پسې ور تاو شو، خو د هیلۍ بچی لرې تښتېدلی و. سپی مجبوره شو، بیرته د پټي په لور روان شو  او دواړه کور ته ورسېدل.  په سهار وختي چرګوړی پورته شو، خپل وزرونه یې وټپول او اذان یې وکه ((کو کو کوو .)) او بیا یې د هیلۍ بچي ته وویل : پورته شه منډه وهل زده کړه .

 دواړه میدان ته راووتل  چرګوړی ورته ودرېد او د هېلۍ بچي منډه واخیستله، خو چرګوړي ته د هېلۍ د بچي منډې خوند ورنه کړ.  چرګوړي ورته وویل ، چې د هېلۍ ابۍ زویه ! د منډې  په وخت کې خپل وزرونه مه خلاصوه  او ګامونه تېز تېز اخله ، خو د هېلۍ بچي به چې منډه  کړه، نو بیا به خپل وزرونه ترې خلاص شول .چرګوړي د هیلۍ بچي ته وویل : ته ما ته وګوره چې زه څنګه منډه اخلم .

چرګوړي منډه واخیستله د هېلۍ بچي ورته کتل. د هېلۍ بچی بیا شواړ شواړ شو او منډه یې واخیستله، خو چرګوړي ته  منډې خوند ورنه کړ. چرګوړي ډیر کوشش وکړ، چې د هیلۍ بچي ته تېزې منډې ور زده کړي ، خو د هېلۍ بچي منډې نه شوې وهلی چرګوړي ورته وویل : اذان کول زده کړه . چرګوړی ودرېده او خپل وزرونه یې وټپول او خوله یې پورته کړه اذان یې وکړ .((کو کو کو .)) د هیلۍ بچی ودرېده وزرونه یې وښورول، خو ټپ ټپ یې ونه کړ خوله یې پورته کړه(( وق وق وق)) یې وکړ.

چرګوړي ورته وویل: ((وق وق )) مه کو. (( کوکو کو))  ووایه. د هېلۍ بچي به بیا خوله خلاصه کړه .نو (( وق وق )) به یې له خولې ووتل . چرګوړي ته قهر ورغی او ورته یې وویل: ته د یو کار هم نه یې ، نه منډې وهلی شي نه اذان کولی شې او نه په سر تاج لرې زما او ستا ملګرتیا نه کېږی . تر څو چې دې منډې وهل او اذان کول نه وي زده کړي ، زما کور ته رانه شې .

د هېلۍ بچی ډېر خپه شو او له کور څخه  ووت. د هېلۍ بچي ته ، ته سوی  په مخه ورغله سوی ورته وویلې: ولې خپه یې؟ د هېلۍ بچي ورته کیسه وکړه. سوی د هېلۍ بچي ته وویل چې له ما سره لاړشه، خو د هېلۍ بچي ورسره ونه منله او ورته یې وویل چې زه ځان ته کور جوړ وم. د هېلۍ بچی په ځای پسې ګرځېده چې ځان ته ګور جوړ کړي. ډېرې ورځې تېرې شوې  باد شو، باران شو او سیلاب راغی. سوی په منډه د  هېلۍ بچي ته ځان ورساوه  او ورته ویې ویل : د چرګوړي کور سیلاب یووړ او چرګوړی هم په کې و. د هېلۍ بچی وار خطا شو یوې خوا بلې یې خوا منډې کړې له سوۍ نه یې پوښتنه وکړه څنګه به یې له اوبو نه راباسو؟

 سوی ورته وویل: والوزه او په اوبو باندې کښته ځه ، چې چرګوړی دې پیدا کړ، په اوبو کې کینه او لامبو ووهه او را وې باسه . د هېلۍ بچی چې اوس غټ شوی و، خپل وزرونه خپاره کړل منډه یې کړه  او والوت. ډېر خوشاله شو. د سیلاب له پاسه په هوا کې روان شو  ته ، ته  او په یو ځای کې یې  چرګوړی ولید، چې په اوبو کې وزرونه وهي او له اوبو څخه نه شی وتلی اوبو به ډوب کړ او په خوله کې به یې اوبو لاړې. چې د اوبو سر ته به شو، نو چیغه به یې وکړه .  د هېلۍ بچی ورغی او د چورګوړي مخې ته په اوبو کې کېناست او لامبو یې شروع کړه او چرګوړي ته یې وویل: ما ته را په شا  شه چرګوړی ور په شا شو اوله اوبو څخه یې راویست. چرګوړي د هېلۍ بچي ته حیران حیران کتل او پوښتنه یې ترې وکړه ، ته الوتلی شې .

د هېلۍ بچی والوت او په اوبو کې کیناست او لامبو یې وهله. چرګوړي ته یې وویل : دا ده لامبو هم وهلی شم په دې وخت کې له هوا نه یو باز ډېر تېز راغی چرګوړي د ونې بیخ ته منډه کړه او د هېلۍ بچي ته یې غږ کړ چې منډه واخله باز د اوبو په سر باندې په هغه ځای کې خپلې پنجې خښې کړې چیرته، چې د هیلۍ بچی و او پورته شو چرګوړی د ونې له بېخه راووت د هیلۍ بچی نه و. چرګوړي کښته منډه واخیسته . پورته یې منډه واخیسته ، خو د هېلۍ بچی ورک شو. چرګوړي په باز پسې کتل چې کومې خوا ته لاړ، تر څو د هېلۍ بچی له باز څخه راخلاص کړي . په دې وخت کې د هېلۍ بچی له اوبو نه راووت .

چرګوړی ډېر خوشحاله شو د هېلۍ بچی بیا په اوبو کې غوټه شو او د اوبو بل سر کې راووت . له هغه ځای نه راوالوت او د چرګوړي څنګ ته  کناست . دواړه په خوشحالۍ سره روان شول . لږ مزل یې چې وکه، نو چرګوړي د هیلۍ بچي ته وویل : ته خو الوتی شې ، لامبو هم وهلی شي، لاړ شه، مور دې ولټوه او پیدا یې کړه .

 د هېلی بچي ورته وویل: سبا وختي به والوزم او خپله مور به ولټوم . چرګوړي ورته ویل:  د نن کار سبا ته مه پرېږده . د هېلۍ بچی والوت او له هوا نه یې چرګوړي ته غږ کړ. د خدای په امان .

د هېلۍ بچی چې پناه شو، نو چرګوړي خپل وزرونه خپاره کړل او د الوتلو کوښښ یې وکړ خو نه شو الوتلی . ډېر خپه شو ، چې دی ولې نه شي الوتلی . بیا لاړ چینې ته په اوبو کې ښکته شو، غوښتل یې چې لامبو ووهي ، خو لامبو یې هم نه شوه وهلی . دوه درې ورځې وروسته د هېلۍ بچی  سره له  خپلې مور د چرګوړي کره راغلل.

دوی دواړه ډیر کلونه یو ځای سره تیر کړل؛ خو د هیلۍ بچي هېڅ وخت چرګوړی دې ته مجبور نه که، چې والوزي او یا لامبو زده کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...