سلواغه (حكايت) ژباړن : جاويد اوربل

د هند افسانوي كيسو څخه يوه دا هم ده چې وايي ، يوه سړي ، دوې سلواغې درلودې ، ده به دا سلواغې هره ورځ له اوبو ډكولې ، د يوه لرګې په دواړو سرو پسې به يې تړلې او بيا به يې لرګى پر اوږه كړ او كورته به  روان شو .

يوې سلواغې واړه واړه درځونه يا  سوري لرل ، هر ځل به چې سړي كورته اوبه رسولې نو دا يوه به يې نيمه شوې وه .

دا كار پوره دوه كاله روان و ، جوړه سلواغه مغروره وه چې خپله وظيفه په ښه ډول سرته رسوي ، هغه وظيفه چې دا ورته جوړه شوې وه خو

زړه سلواغه سره له دې چې پوهيده ، واړه واړه درځونه او سوري په كې  د كلونو كلونو كار پايله ده خو بيا هم شرم دې ته اړ ايسته چې يوه ورځ ، هغه مهال  چې سړي له څاه څخه اوبه را ايستې ، خبرې ور سره وكړې .

– زه ډيره بخښنه غواړم چې په ټول عمر كې دې زما نه استفاده كړې نو نيمه دې وړې يم او د كورنۍ د نيمايي كسانو تنده دې را باندې اوبه كړې ده .  سړي وخندل ، ويې ويل : كله چې تلو نو په دقت سره شاوخوا وګوره .

سلواغې همداسې وكړل ، ويې ليدل چې د سړك يوې خواته چې د دې خوا وه ګلونه او نورې سبزۍ را شنې شوې وې . سړي وويل : وينې چې ستا خواته طبيعت څومره ښكلى دى ؟ زه هميشه پوهيدم چې په تا كې درځونه جوړ شوي دي او له سوريو دې اوبه څاڅي خو ما له همدې استفاده كوله . د سړك دې غاړې ته مې ګلونه وكرل او تا هميشه ورته اوبه ور كولې . كور ته مې ګلونه وړل او زامنو ته مې كرم او كاهو وړي دي . كه چيرې تا درځونه نه درلودل او اوبه نه درنه څڅيدې نو دا كار دې څنګه كولى شو ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...