دوه ملګري / ژباړه: ســلیم ســلیمان

يو وخت كوتره او ګونځې، ګونځې كوچينى ښاپېرك په ګډه په سفر ووتل. د لمر له پرېوتو او د تيارو له راتلو سره سم، تېز باد راوالوت، توفان شو او دوى دواړه ملګري د پناځاى په لټه كې شول. خو مارغان په خپلو ځالو كې په درانۀ خوب ويدۀ وو او ځناور د باد او باران له لاسه د خپلو سمڅو او غارونو تل ته ننوتي وو.

هيڅوك نه پوهېدل چې په دغه توفاني شپه كې دوه مسافر د شپې تېرولو په ځاى پسې ګرځي.

كوتره او ښاپېرك وروسته له ډېر لټونه يوې زړې ونې ته ورسېدل چې منځ يې ګوګ وو او يو كونګ پكې ويښ ناست وو، ګردۍ سترګې يې ځلېدلې.

ښاپېرك ورته وويل: مونږ مسافر يوو، د شپې ځاى نه لرو، د باندې توفان دى، اجازه راكوې چې شپه له تا سره تېره كړو؟)

كونګ په نه زړۀ د ورتلو اجازه وركړه او په تريو تندي يې د ډوډۍ ست ورته وكاوۀ. كوتره خواركۍ چې ډېره ستومانه وه، ډوډۍ ته يې زړۀ نه كېدۀ، خو اروا وږي او وږ سترګي ښاپېرك چې څنګه په ډوډۍ سترګې ولګېدې اشتها يې يو په لس شوه. دى ډېر چلباز وو. سمدستي يې كوربه ته غوړه مالي او چاپلوسي شروع كړه، ورته ويې ويل، كونګ لالا ته ډېر هوښيار يې، په زړۀ ورتيا كې دې بېخي جوړه نشته او په سخاوت كې خو سخي ارسلاخان يې!

كونګ به هوښيار وي يا نه، خو دا ټولو ته معلومه ده چې كونګ نه وړۀ ور دى ، نه باادبه.
او ددۀ د شومتيا او كنجوسۍ هغه كيسه خو كوترې او ښاپېرك دواړو ته معلومه وه چې يو وخت د مرغانو اور پكار وو. چتكى تيار شو چې اور راوړي، ټولو مرغانو يوه يوه بڼكه وركړه چې چتكى اور پكې ونيسي خو كونګ وويل چې كه چتكى وهم سوځي زه بڼكه نه وركوم.

د ښاپېرك غوړه ماليو كونګ وپړساوۀ. هغه ته ډېر خيال ورغى. ښاپېرك ته يې وويل چې زۀ خو چې هر شى ولرم له نورو يې قربانوم. زه خو چې زر كسه مېلمانه هم راشي چورت مې نه دى خراب.

كونګ لاپې وهلې او ښاپېرك په زړۀ كې پسې خندل خو په ظاهره يې داسې ښودله چې ډېرې مهمې خبرې اوري.

كوتره چې د خپل ملګري ټګۍ او چلبازۍ ته په چورت كې تللې وه، غلې ناسته وه. كونګ ورته وويل : ته ولې داسې غلې يې!

ښاپېرك هم په لوړ اواز وويل: رښتيا ولې داسې غلې يې؟ د دا دومرې ښې خوندورې ډوډۍ او د كونګ لالا د دا دومره پيرزو او اخلاص په باره كې ولې پټه خولۀ يې؟ داسې خو څوك نه كوي!
كوترې كونګ ته وويل: زۀ خو د ښاپېرك غوندې په چاپلوسۍ او چل ول نه پوهېږم . زه به بس درمره ووايم چې كور دې ودان چې د طوفان په شپه كې دې پناه راكړه، ځاى دې راكړ، مېلمستيا دې راكړه، خير يوسې، مننه.
ښاپېرك ورته وويل: د كونګ لالا دومره ښه مېلمستيا، دومره ډېره مهرباني او دومره ډېر سخاوت او ستا بس دا وړه مننه! زه خو در ته حيران يم. ايا تركونګ لالا زړۀ ور ، تر كونګ لالا سخي، تر كونګ لالا هوښيار په دا ټوله دنيا كې شته؟ ولې حقيقت نه وايې؟ ولې غلې يې؟ ته د دې خوندورې ډوډۍ او د لالا د بې حده نېكۍ لايقه نه يې. زه خو ستا په ملګرتيا شرمېږم.

كوترې چې دروغ او چاپلوسي نه وو زده، پټه خوله پاتې شوه، كوز يې وكتل.

دغه وخت د كونګ زيړې ګردۍ سترګې له قهره وځلېدلې، كوترې ته يې وويل: ته ډېره بده يې، ډېره ناشكره يې، ښاپېرك حقيقت وايي. ته زما د دا دومره مهربانۍ، د دا دومره خدمت، د دا دومره ښې ډوډۍ لايقه نه وې. وځه، زما له كوره وځه، باد او باران ته ورشه، همداسې غلې اوسه، زه وګورم چې دوى درسره څه كوي!

او ښاپېرك خپل چرمي وزر ورپول، ويې ويل: رښتيا وايي، وځه!

ښاپېرك او كونګ دواړو كوچينۍ كوتره لاندې خطا كړه.

خواركۍ كوتره كرۍ شپه په باد او باران كې سرګردانه وه. تېز باد به كله يوې خوا ته ورغړوله كله بلې خوا ته. تېز باران لنده خيشته او چټله پټله كړه.
چې شپه تېره شوه او سهار شو، كوچينۍ كوتره د مارغانو پاچا عقاب ته ورغله او هغه ته يې ټول حال ووايۀ.

عقاب، ښاپېرك ته د هغه د چاپلوسۍ او بې رحمۍ په وجه دا سزا وركړه چې نور به هيڅكله په رڼا كې نه الوځي او كونګ خو له چتكي سره د بد وضعيت په وجه پخوا لاپاچا منع كړى وو چې په رڼا كې به نه ګرځي.د مرغانو پاچا دوى ته له كوترې سره د بد چلند په وجه دا سزا هم وركړه چې نور مارغان به ور سره تګ راتګ او راشه درشه نه كوي.

چل، چاپلوسي، له مېلمه يا ملګري سره بده رويه او بې رحمي د دې سبب شول چې ښاپېرك او كونګ له هغې ورځې راهسې بيا تر ننه پورې له نورو الوتونكو جدا واوسي. نور مارغان د ورځې ګرځي او د شپې څملي خو دغه دوه د ورځې چېرته پټ ويدۀ وي د شپې راوځي.

په هغه ورځ د مرغانو پاچا كوترې ته وويل: ته بايد له دې پېښې دا سبق واخلې چې له چلبازو او چاپلوسو سره په ملګرتيا كې ګټه نشته. ته چې چلبازه نه يې او دروغ نه وايې نو په هر چا به ګرانه يې او شاعران به دې په شعرونو كې تعريف كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...