پردی چاپیریال اوله کوچنیانو سره د چلند مسآله

 پوهندوی بهاند –

زموږټولنه، زموږخلک، زموږکورنۍ اوپه ځانګړي ډول زموږماشومان، میندې اوپلرونه په هیواد کې دننه اوپه ځانګړې توګه له هیواد نه بهرد مهاجرت چاپیریال کې، په خپلمنځي اړیکوکې سختې ستونزې لري.

 د یوه کارد سرته رسولوله پاره، د یوې هیلې د پوره کیدو له پاره میندې او پلرونه ډیر ځلې غواړي کوچنیان ترفشارلاندې ونیسي، انتقاد پرې وکړي اوخپل پروګرام پرې عملي کړي.هلته په افغانستان کې بیا خبره د انتقاد له برید نه هم اوښتې، ترښکنځلو،او وهلوټکو لوپورې رسیدلې ده؛ آن تردې چې ما په خپله داسې ماشومان لیدلي چې د دغووهلوټکولوپه پایله کې معیوب شوي هم دي.دا ټیپ میندې او پلرونه فکرکوي چې دا ډول چلند د ماشوم د اصلاح له پاره ښه لاره ده خوپه دې سوچ نه کوي چې د « …ډب نه وي،ادب نه وي…» زمانه اوس پای ته رسیدلې ده او …

که مشران د وهلوټکولو، ښکنځلواو تند انتقاد پرځای د ښه چلند اونرم برخورد لاره غوره کړي، ښه به وي.مثلآ: د امر پرځای هیله وکړي.لکه:موږ باید ماشوم ته ونه وایو چې((دا کار باید دغسې وکړې.)) که د دې پرځای په نرمه ژبه ورته وویل شي : بچیه! که دا کار داسې نه، دغسې وشي ښه به وي.

 توهین،ښکنځل، تند انتقاد اوډیرفشارد ماشوم روح او شخصیت په بله بیایي.توهین اوتند انتقاد چې سره یوځای شي، د هرچا، په تیره د ماشوم شخصیت وژني، داسې یې ځای پرځای دروي چې بیایي وړاندې تګ یا ستونزمن وي او یا ناشونی.کوچنیان باید د لویانوله عینکو ونه لیدل شي، لویان باید ماشومان په خپله تله کې ونه تلي،هغوی خپل همځولي ونه ګڼي او لوړې هیلې ورنه ونه لري؛ ځکه هغوی خپله وړه دنیاګۍ لري.د لویانو دنده دا ده چې ماشومانوته په ډیره مهربانۍ او مینه لارښوونه وکړي اودهغوی اعتماد اوپاملرنه ځان ته واړوي، نه دا چې دهغوی بې اعتمادي اوکرکه راوپاروي.میندې اوپلرونه باید په ډیرهنرمندانه ډول له خپلواولادونو سره اړیکې ټینګې کړي اولارښوونه یې وکړي.انتقاد، وهل، توهین، ګیله اوزشت برخورد،اصلاپایله نه لري. ددغوستونزو د حل له پاره د نورولاروترڅنګ د حل یوه لاره اوښه تجربه د نامتو امریکایي لیکوال ډبلیولیوینګستون لارند دیومشهورلیک بیا بیا لوستل دي.د دې لیک نوم دی ((پلار یې هیروي)). دا لیک د نړۍ په اکثرو ژبو ژباړل شوی دی.زه دا لیک د نامتو لیکوال دیل کارنګي له((آئین دوست یابي))نومي کتاب څخه راژباړم.

 د ډیرومیندواوپلرونوتجربوښوولې ده چې ددې لیک له لوستلونه وروسته، له ماشوم سره د دوی په چلند کي جوت توپیرراغلی دی.انسان کولای شي دتهدید له لارې ماشوم یوکارته اړباسي،خوداکارناوړې پایلي لري.په لیک کې پلارله ماشوم سره غږیږي ، دا سې لکه چارلي چاپلین،چې دلندن له کوڅوڅخه خپلې لورژرالدینې ته یولیک لیکلی و.په لیک کې چاپلین داسې انساني عواطف په نښه کړي وو، چې بیا د نړۍ دټولو پیغلوله پاره سرمشق شواو دنړۍ په اکثروژبووژباړل شو؛خوپه دې لیک((پلار یې هیروي))کې به وګورئ چې پلار څنګه له ماشوم سره چلند کوي،چې باید ویې نه کړي او له کوم چلند نه باید کار واخلي .زموږهنرپه دې کې دی چې دنیک برخورد او صمیمیت له لارې کوچني ته سمه لارښوونه وکړو.دلته به دیوه پلارمنفي چلند او پښیماني وګورو.هیله ده چې موږهم((یو څه را ښه شو))،دنوي عصرنویوغوښتنوته غاړه کیږدواو په خپل چلند کې جوت توپیرراولو.داهم لیک:

 زویکه غوږ کیږده: دا ټول هغه وخت درته وایم چې ته ویده یې.څیره دې ګونځې غوندې ښکاري او پرخولې شوي تندي باندې دې دزرینو ویښتانویوه کړۍ نښتې ده.په غلا دې دخوب کوټې ته راغلی یم .

 همدا څوشیبې مخکې مې چې په کتابتون کې ورځپاڼه لوستله،دپښیمانۍ یوغریوپسې واخیستم او دخپلوګناهونوله پوهیدوسره سم دې دکټ څنګ ته راغلم .

 زویکیه! شته دي داسې شیان چې دهغو په باب ما فکر کړی دی .ما له تاسره بد چلند کړی دی. ښونځي ته دتګ له پاره دې چې کالي اغوستل،درباندې په قهرشوم،هغه هم ددې له پاره چې مخ دې د مینځلو پرځای،په لمده ټوټه پاک کړ.بیا مې وښکنځلې،په دې خاطرچې بوټان دې نه وو پاک کړي.کله چې دې خپل شیان پرغولي وغورځول، په قهرمې دربانې چغې کړې.

 د سبا ناري پرمها ل مې هم ستا دکارونو نیمګړتیاوې پیدا کړې.تا هرڅه تویول،خوله دې له ډوډۍ ډکه کړې وه،دواړه څنګلې دې په میزلګولې وې،پرخپلې ډوډۍ باندې دې ډیرکوچ وسولول،اوکله چې ته د خپلولوبوپرلوري تللې، زه روان وم چې ریل ګاډي ته ورسیږم،تا راته لاس وښوراوه او په لوړآوازدې وویل:

 پلاره خدای په امان.ما دې په تریوتندي په ځواب کې وویل:ځان مه غونجوه .

 بیا دا پیښې ترلمر پریواته رونې وې.کله چې دواټ بل پلوکې وم،څارنه مې دې وکړه چې په ګونډوشوی وې او مرمري تیږوسره دې لوبې کولې،جورابې دې سورۍ شوې وې،دهمځولو انډیوالانومخ کې مې سپک کړې،زه روان شوم اوته مې اړیستلې چې کورته راپسې راشې. جورابې دې قیمتي وې اوکه خپله دې له بازا نه اخیستلای،نوحتمأ به دې دهغوښه ساتنه کړې وای.ته خپله فکروکړه زویه،چې سړی پلاروي اودا ډول فکرونه وردوڅارشي.

 په یاد دې دي چې لږوروسته بیا کتابتون کې دورځپاڼې په لوستلو بوخت وم،چې ته زړه نا زړه او لږخوابدی راغلې؟کله مې چې لږورځپاڼه ټیټه کړه اودورځپاڼې له کنډونه مې ولیدې،نو ښکاره وه چې زما دحوصلې جام ستا دبې وخته راتګ په خاطرډک شوی و.ستا په زړه کې څه تیرشوول اود وره په خوله کې دې پښه ونیوله،زه وډونګیدم:

 «دشپې په دې وخت کې څه غواړې ؟»

 تا هیڅ ونه ویل،خودیوتوپاني یرغل په څیردې رامنډې کړې،لاسونه دې زما دغاړې امیل کړل، ښکل دې کړم.زه دې په خپلوښکلولاسونوپه مینې اوعاطفې سره ټینګ په غیږکې ونیولم.دا عاطفه خدای ستا په زړه کې داسې غوړولې وه؛چې غفلت اونا پوهي یې هم نه شي هیرولای.که کتل مې بیا تللی وې او دپښوڅپهاری دې دزینوله خوا اوریدل کیده.

 ښه زویکه! لږځنډ نه و وتلی چې ورځپاڼه مې له لاسه وښویده اویوزورونکی ډار رادوڅاراوراباندې حاکم شو.زما عادتونو له ما سره څه وکړل؟

 په وړو وړو څیزونودانتقاد عادت،

 دسر زنش او ښکنځلو عادت،

تاته دا زما ډالۍ وه چې ماشوم وې.دا کارونه ددې له پاره نه ووچې ته راته ګران نه وې؛ دا ددې په خاطرووچې ما له یوماشوم نه له حد نه زیات څه غوښتل.زه لګیا وم ته مې دخپل منګ(سن) په متر اندازه کولې.

 ستا په شخصیت کې ښه،نازنین،ښکلي اوحقیقي شیان زښته ډیر وو.ستا وړوکی زړه لکه ښکلي سهارغوندې و،چې د لوړوغروله پاسه سرراجګوي،او دادې په خپل ذاتي حرکت سره وښودل. تا نن شپه دمخه ښې له پاره رامنډې کړې او ښکل دې کړم.زویکه نن شپه نور هیڅ ارزښت نه لري،زه په تیاره کې ستا کوټې ته راغلی یم او په زوړند سردې دکټ په څنګ کې په ګونډو شوی یم،دا یوه عاجزانه تلافي ده.پوهیږم که دا ټول مې په ویښتیا کې درته ویلی وای، پام دې نه ورته کیده؛خوسرله سبانه به زه یو ریښتینی پلار اوسم،تاسره به صمیمی اوسم.کله چې زوریدې، زوریږم به،کله چې خاندې،خاندم به. کله چې وغواړم د بې حوصله ګۍ په خاطرڅه ووایم،ژبه به مې په غاښ کړم اولکه یو دیني عبادت به هرکله له ځان سره دا بیا بیا ووایم:((هغه یوازې یو ماشوم دی،یوښکلی ماشوم.))

 خواشینی یم چې ته مې یونارینه انګیرلی وې.اوس دې ګورم چې ستړی ستومانه په کټ کې ویده یې،پوهیږم چې تر اوسه پورې هغه نوي زیږیدلي ماشوم ته پاتې کیږې،چې پرون یې دمور په غیږکې سردهغې پراوږوایښی و.پوهیږم چې ډیرمې غوښتل ډیر زیات.

 د نړۍ په هرګوټ کې د خورو ورو افغانانود کورنیوپه منځ کې دوه ډوله ستونزې سرراپورته کوي:

 ۱ـ هغه ستونزې چې د مهاجرت په چاپیریال کې غوښتې اوناغوښتې سړی ورسره مخامخ کیږي.

 ۲ـ هغه ستونزې چې په ځانګړي ډول یې کورنۍ اوپه عام ډول یې مهاجرین په خپلومنځوکې سره رامنځ ته کوي.

 هغه ستونزې چې مهاجرپه نوي چاپیریال کې په ناڅاپي ډول ورسره مخامخ کیږي، کیدای شي د نوې ټولنې اونوي چاپیریال د نویوقوانینوپه زده کولوسره یوڅه له مخې لرې شي؛خوهغه ستونزې چې مهاجرین یې په عام ډول په خپلمنځي اړیکوکې خپله سره رامنځ ته کوي؛دهغو حلول اوله مخې لرې کول یوڅه ستونزمن ښکاري.هوښیاراوبادرایته خلک کولای شي چې دزړواونوو مثبتوتجاربوپه کارولوسره په ډیره هوښیارتیا ددغوستونزوپه لرې کولو کې بریالي شي.ددغو ستونزو ترټولوستره اوبلاډوله ستونزه په کورنیوکې دمیندوـ پلرونواوماشومانوځپلمنځي اړیکوورانیدل دي.

 افغانان خوپه لومړي ګام کې هلته په وطن کې اودلته په اروپايي هیوادونوکې د دیموکراسۍ له لاسه کړم کړم دي.زما داخبره دې لوستونکي داسې نه تعبیروي چې ګنې زه ددیموکراسۍ پلوی نه یم،نه زه ددیموکراسۍ پلوی څه،چې ورباندې مین هم یم؛خونه پرهغې دیموکراسۍ باندې چې بوش جان؟ اواروپایانویې لس کاله مخکې نسخه جګړه ځپلو،مریضو،خوارواوبینوا افغانانوته په لاس ورکړه،چې اوس دهغې صادرې شوې دیموکراسۍ مخه دوی په خپله هم نه شي نیولای اوپه بلا یې افغانان څه چې ټوله دنیا سرورنه ټکوي.

پرته له کوم شک نه،دیموکراسي ښه شی ده،خوکله چې موږدیموکراسي وایو،ورسره باید په جدي ډول دا پوښتنې رامنځ ته شي چې:

 دیموکراسي چیرې او دچا له پاره؟

هغوافغانانوچې خپله ټولنه اوخلک یې ښه پیژندل،دنوې صادرې شوې دیموکراسۍ پرضد یې ډیرې نارې سورې اوچتې کړې،خوچابه اوریدلې وای؛هغه وچې وروسته له نه(۹) کلونونه دجرمني دوخت ددفاع وزیرکارل ګوتنبرګ د۲۰۰۹کال ددسمبرپه دویمه نیمايي کې افغانستان ته دیوبیړني سفرله پای ته رسیدو وروسته وویل:

 «موږ(غربیان) تیروتلي یوچې په افغانستان کې دغربي ټیپ دیموکراسۍ له پاره خپل وخت اوپیسې مصرفوو…»

 دیموکراسي ژورې اولرغونې ریښې لري.دبشریت په تاریخ کې ددیموکراسۍ په لټه پسې مجبوریوچې یونان ته سرورښکاره کړو.په یونان کې ددیموکراسۍ په اړوند اوه(۷) پیړۍ مخکې له میلاد نه دستراونه هیریدونکي دراکون(Drakon) نوم یادولای شو،چې دلومړي ځل له پاره یې دخپل هیواد اساسي قانون تدوین کړ.وروسته له دراکون څخه،ددووتنو نومونه له دیموکراسۍ سره تړاو لري،چې یویې سیاست پوه اوقانون جوړونکی سولون(solon) و اوبل یې دموکرات مشرکلیستن(cleistheines) و،چې دآتن اساسي قانون یې اصلاح کړ.له دوی نه وروسته تامس جفرسون(Tomas Jefferson) یادولای شو،چې دامریکا ددیموکراسۍ پلار،داستقلال داعلامیې مولف اودبشردحقوقومنادي و.

 که ددیموکراسۍ دغه بنسټ ایښودونکي اوپلرونه ژوندي وای،اوافغانستان ته دامریکا یانواواروپایانودصادرې شوې دیموکراسۍ حالت اوپایلې یې لیدلې وای،نوځای پرځای به یې زړونه دریدلي وای.

 په افغانستان کې دبوش ډوله دیموکراسۍ په رڼا کې،زموږد رموساتونکو له لیوانوسره آشنايي پیل کړې ده،اوهره ورځ دتندیووریووله غوښونه غوړې میلمستیاوې ورته جوړوي،اوزموږمحکوم خلک یې یوازې ننداره کوي.

چا سره چې پرله پسې ناکردې اونادودې وشي نو وايي:«زموږلاس تورسپي څټلی» دلته اروپا کې هم افغانان په کرارنه دي،اورمیږونوته یې ددیموکراسۍ دمنفي اړخونوچړې وربرابرې شوي دي.اوداروپایي ددیموکراسۍ منفي اړخونو،په لس ګونې اوسل ګونې کورنۍ دتباهۍ کندې ته ورغورځولې دي.

 اوښ نه یې پوښتنه وکړه:

 کوتل ښه دی که مخ په ځوړه؟

 اوښ په ځواب کې وویل:

درې واړه دې ورک شي.

بیایې وپوښته:

 دریم یې لا څه شی دی؟

اوښ ویل:

 خټې.

اوس موږنه هم اوښ جوړدی،کاږه واږه اوله عیبونوډک یو،داروپايي ژوند لوړاوځوړراته ګران شوی اوپه خټوکې نښتي یو.

 دلته داروپايي مهاجرت په چاپیریال کې ډیری میندې اوپلرونه له خپلولوڼواوزامنوشکایت لري چې نا فرماني کوي.ځینې میندې اوپلرونه دافغانستان دچاپیریال په څیر،له خپلوماشومانونه په ټوله مانا تابعیت غواړي اوهرڅه چې دوی غواړي،ماشومان باید هماغسې وکړي.

 ددغوستونزوپه لړکې کله شکوه اوشکایت،کله دخولې عداوت اوکله بیا خبره وهلوټکولوته رسیږي،چې پایله یې له میندواوپلرونوڅخه دماشومانولرې کیدل،تښتیدل اوبل ځای دژوند غوره کول دي اویا هم دپولیسوپه مداخلې سره تردې هم نورومرداریوته پښه ورغځوي.

 ډیری کورنۍ داسې انګیري چې کوچنیان اونوي ځوانان ملامت دي.دا به ومنوچې اروپايي دیموکراسي دډیروښواړخونوترڅنګ،منفي اړخونه هم لري،اوله همدې منفي اړخونونه په استفادې سره ځینې پیغلوټې اوتنکي ځوانان،خپلوکورنیو،مشرانواوراتلونکي ژوند ته ستونزې زیږوي.

پرکوچنیانوباندې څه دمیندواوپلرونوپه ځای اوبې ځایه فشارونه،څه داروپايې دیوکراسۍ پراخه دایره اوپه څنګ کې یې دځینومیندواوپلرونونه پاملرنه؛نوي ځوانان داسې ډنډ ته ورپورې وهي چې بیايې له هغه ډنډ څخه راوتل ګران اویا هم نا شوني وي.

 ځوځینې کسان بیا داسې انګیري چې ټول ځوانان به داسې نه وي.شته دي داسې ځوانان چې مشرانوته یوڅه ورکوي، لاس نیوی یې کوي اولارښوونه ورته کوي.دلته به زه دیوافغان ځوان دزړه خبرې دیولیک په ډول تاسودرنولوستونکوته وړاندې کړم،تاسوبه په دې لیک کې ولولئ چې دا ځوان له خپلو میندوپلرونواومشرانونه څه غواړي اوڅه هیله ورنه لري:

 پلاره!

تا هم لکه دهرمهاجرپه څیردیوې لږې لاس ته راوړنې په بدل کې،هلته په وطن کې اودلته دمهاجرت په نوي چاپیریال کې ډیرڅه له لاسه ورکړل.تا څومره ستونزې وګاللې اوزه دې وینم چې اوس یې هم ګالې.

 داستونزې،داغمونه،تا په خپلوغوښو،وینواوټول روح اوروان احساس کړي اواحساسوې یې،

 اوس دې هم وینم چې په وطن کې دناخوالواودلته ستا له ژوند اوزده کړو سره نابرابر قوانین تا زوروي اوکړوي،ته لکه غر،ورته ولاړيې،

 دخپلوزده کړواوتجاربو جنازې ته لکه یتیم په پټه خوله اوښکې تویوې،

 لکه دیوال چې ښوره خوري داغمونه اوستونزې هم ستا روح اوروان په پټه سره خوري اوله منځه یې وړي.

هم دې شرقي کلتور اوپوهه زوروي اوهم دغربي کلتوراوتمدن داورپه دایره کې راګیریې،

 تا اوتا ته ورته ستاځینونوروهمځولووطنوالوپه خپل وطن کې تر وسه اودامکاناتوتربرید پورې لوړې زده کړې کړي دي اودکارپه ترڅ کې موتجارب ترلاسه کړي دي.تاسو،ستاسواوستاسودهمځولوزده کړې اوتجربې زموږدخلکواووطن له پاره لویه شتمني ده؛اوزه یې وینم چې دلته په پردي وطن کې دمهاجرت اوغربت په دې چاپیریال کې تا خپله دا شتمني له لاسه ورکړې ده.ستا زدکړې اوستا تجربې په دې ټولنه کې دپانګې او کارخاوندانوته څه په لاس نه ورکوي،ځکه په کم ارزۍ ورته ګوري؛اوزه پوهیږم چې دا حالت تا اوستا همځولي مشران زوروي.

 پلاره!

ما به وبښې چې زه زغردې خبرې درته کوم.زه نه غواړم چې دهغودردونو،رنځونواوغمونوبارپرخپلو اوږویوسم،چې ته په کې راګیریې.ته باید دیوه پلار په توګه دخپلوزده کړواوتجربوپه رڼا کې ماته له دغودردونو،کړاوونو،غمونواوتیاروڅخه دوتلولاروښیې.

زه دې درد وینم اواحساسوم یې،زما په رګونوکې ستا وینه جاري ده،زه هم تا غوندې په یوه دردمنه ټولنه اوروڼ اندې با درکه کورنۍ کې پیدا شوی یم،

 زه لاوړوکی وم چې ستا په مټ په افغانستان کې دبل کړای شوي اور له دایرې څخه راوایستل شوم.ما لادوطن دښیګڼواوبد ګڼومزه دومره نه وه څکلې،له وطن نه مې څه په یاد نه دي،یوازې مې دذهن په دهلیزکې دړندوراکټونواومرمیودغږونوآزانګې کته پورته کیږي،خوستا اوځینونورومشرانوله خولې مې اوریدلي دي چې په افغانستان کې له روان سیستم اوله حاکموخلکواونظریاتوسره جوړیدل اوروانیدل ګران کاردی؛اودلته هم حالت داسې دی چې موږټول یې وینواوپرې پوهیږو.ټولودردونواوغمونوکې چې تا ته هلته اودلته درپه برخه شوي دي زه پرې پوهیږم اوځان په ټولوکې درسره شریک ګڼم.

پلاره!

زه پوهیږم چې ته ډیرځلې دښکلولوپرځای چیچل شوی یې،خوڅه وکړم،زماژبه هم لکه دسمندرڅپې دزرګونوهیلواوخبرودویلوهڅه کوي.زه غواړم ستا دستونزوپه باب وغږیږم.

زه پوهیږم چې ته دهیلوداوسپنیزدیوال ترشا ولاړيې،څه نه شې کولای اودسویوهیلوایرې دې دنامرادې زمانې بادونه هرې خواته بادوي اوته یوازې دخپلوسوځیدلوهیلودایروپه بوړبښکیوکې راګیریې.

 انسان ته نه ښايې چې ستونزوته ځان وسپاري،له ښوهیلوسره ژوندکول اوپه هغوپسې هڅه کول،انسان ته دپرمختګ اوښه ژوند لاره سموي،

 اوزه دې وینم چې ستا ددردونوله تیارې ځالې څخه نوې هیلې سراوچتوي.نوردې دچوپتیا کونګ(جغد) دخپل ذهن له کنډوالې څخه وشړه.دناامیدۍ کونګ دخپلونووهیلوپه رڼواوتیروغشو ووله.زه پوهیږم چې دخلکودپرله پسې ناکامیوپه کنډواله کې ترخه بوټي راشنه شوي دي اوددوی په کروندوباندې دمهربانه نرم پسرلني باران پرځای،ددښمنیودزهروبارانونه وریدلي دي،اودا دزهروبارانونه افغانانوپه کلونو،کلونود ښه کیدوپه هیله وزغمل.زه پوهیږم چې دوی ته نوره ژړا هم نه ده ورپاتې،دوی نورنه شي ژړلای،ددوی پرځای تیږي په ورټ،ورټ ژاړي.

 پلاره!

 ماته مورټولې هغه کیسې ټکي په ټکي کړي دي چې تا جګړې په سره اورکې له موږسره څه کړي دي اوزموږپه خاطردې دټوپکیانوڅومره نادودې لیدلي اوزغملې دي.

 تا دګولیوپه باران کې موږترزخمي وزرولاندې پټ کړي وو،

 تا دنامردې زمانې دنامرادو ګردونوپه بوړبوښکیوکې موږساتلي یو، تا دراکټونوپه اخترکې دژړا اوډارپرځای موږته ډاډ اوخندا راښودلې ده،

 تا دخپلوکلیوالودوجود غوښې چې دمسلمان ډوله نا مسلمانوپه راکټونوڅیرې شوې وې،راټولې کړي اوهدیرې ته دې رسولي دي،

 تا دخپل سر په بیه موږخویندې ـ ورونه لکه دپيشکې بچي په څوځالوګرځولي یو،

 تا خپل تیرتاریخ اواوسني برخلیک ته ژړلي دي،

 اوتا…

 پلاره!

زه پوهیږم چې ستا په ګوګل کې خلکواووطن ته هیلې اوانګازې خپرې وې اوتا خپل هرڅه په دې لاره کې وآزمیل،خوپه مقابل کې ته وچیچل شوې؛

 خوته اوس دتیروناکردو،نادودواوناکامیوپه دایره کې ځان مه کیباسه،ځان داندیښنوپه خوسا ډنډ کې مه ډوبوه او… مه کوه،ځکه چې زه ستا ژوند غواړم،موږتا غواړو،زه تا غواړم،ته مې پلاریې اوزه تا ته اړتیا لرم.

ډیرکسان دي چې اوس تا له لاسه ورکړي دي اودهغونشتوالی تازوروي،زه نه غواړم چې بې وخته تا له لاسه ورکړم اوستا دنشتوالي دروند باردژوند ترپایه زما پراوږوباروي.

 پلاره!

زه ستا په پرتله ډیربې تجربي یم،ما به وبښې چې دخپلې بې تجربې نړۍ نه په تا غږکوم اودلږوتجربوله عینکونه تاته ګورم اودا کرښې درته لیکم.

 زه نه غواړم چې داروپايي کلتوردمنفي اړخونویولاروی واوسم،خودایوښکاره حقیقت دی چې داروپايي کلتورپه جال کې راګیریم،له هرې خوا ډول ډول یرغلونه راباندې کیږي،اودادی ددغویرغلونوپه پایله کې زه دخپل پلرني وطن ډیرڅه له لاسه ورکوم.خپله ژبه،خپل کلتوراو…په پای کې هرڅه.زه توپان پسې اخیستی یم،دا توپان دنوح له توپان څخه هم خطرناکه دی،اوزه مهاجرافغان ماشوم لکه ماته بیړۍداوبوپرسرروان یم،اوهره شیبه ډوبیدوته لارڅارمه،اودا ته یې چې زما لاس نیوی کولای شې.

 پلاره!

دا ته یې چې په دې توپاني حالت کې له ما سره مرسته کولای شې.ته که دخپلوستونزوله جال نه ځان را ونه باسې اوپه دې کړکیچن حالت کې زما لاس نیوی ونه کړې اولارراونه ښيې،یقینآ زه دتباهۍ کندې ته لویږم؛نوهیله کوم چې ته نوربې مورده سوچ کول اوپه لوی لاس بلې دنیا تلل پریږدې.زه ستا لارښوونواوتجربوته اړتیا لرم،هیله کوم زما لاس نیوی وکړه!

 ډیری مشران(میندې ـ پلرونه) په خپلوناسموسیاسي تضادونوښه پوهیږي،اوپه دې ښه خبر دي هغه سیاسي پالیسي یا سیاسي لارې چې دوی پرې روان وواوروان دي،غلطې دي اوناسمې ثابتې شوې دي،خوبیا هم ټینګارپرې کوي؛په دې ښه پوهیږي،هغه سیاسي مشران چې ددوی له نظره دتایید وړ وو،هغوی په نا سمه لار روان وو،خوبیا یې هم تاییدوي،په ښویې یادوي،دفاع ورنه کوي اولاره یې تعقیبوي.دهمغوسیاسي لیډرانودتیروتنوپه وجه اوسنۍ ستونزې په هیواد کې ددننه او له هیواد څخه دباندې دافغانانودپرمختګ په لاره کې لکه غرداسې پرتې دي.دهمدغومشرانو(میندې ـ پلرونه) نا سموسیاسي تضادونودادی نویونسلونه ته هم لکه دسرطان نا روغي لاس ورغځولی دی.ډیرې کورنۍ دپخوانیوسیاسي اوملي تضادونوله مخې دخپلولوڼواوزامنودراتلونکي ژوند دبنسټ ډبره ږدي اوپه دې ډول نوی نسل هم دخپلوناسموسیاسي تضادونوپه زهرولړي اودخپلوعقدواوګناهونودرند پیټی دهغوی پراوږوباروي.نوی نسل به ترڅواوترکومه ځایه دتیرونسلونودګناهونواوتیروتنوپیټی پرشا چلوي.

 پلاره!

 ته که دهیوادنیواونړیوالوسیاسیونودتیروتنوښکارشوی یې،اوته که په خپل هیواد کې دخپلسروایله جاري تش په نامه مسلمانانودافراطیت په وجه،دخپلې ځالې پریښودلوته اړایستل شوی يې اوهرڅه دې له لاسه ورکړي دي؛زه دا دی په اروپا کې له ورته ستونزوسره مخامخ یم،خوپه لږتوپیرسره.چې نورهیڅ نه وي ډیری اروپایان چې دافغان اوافغانستان کلمې اوري،دجګړې،تروریزم اومخدراتو تورمفاهیم یې په ذهنونوکې تداعي کیږي،اوله بده مرغه چې دغه تورداغونه د افغانانوپه لمن باندې ډیرښه وهل کیدای شي.

 پلاره!

 زه په دې ښه پوهیږم هره ورځ دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دمنفي بشریت ضد کړنوداخبارونوپه اوریدوسره، پرتا باندې نورهم فشارزیاتیږي اوتا زوروي،خوستا اولادونه اوټول کشران پرتا حق لري چې له تا نه یوڅه لارښوونکې خبرې واوري،تا روغ وویني اوستا په خوله کې خندا وویني.

 دیویشتمې پیړۍ دتمدن دډیوې ترڅنګ تیاره ګوټونه هم شته،اوداوسني وخت په دې حساسوشرایطوکې که څوک په نا پوهۍ سره یوګام ددې زمانې دتیروتنوپه کوڅه کې اوچت کړي،بیا یې راګرځیدنه ګرانه نه،بلکې نا شونې ده؛ځکه چې دیویشتمې پیړۍ دتیروتنولاریوطرفه ده،اوپه یوطرفه لارکې بیرته راګرځیدل،انسان د مرګ کندې ته رسوي.

 نوی نسل که د یویشتمې پیړۍ دپوهې اوتکنالوژۍ ډیوه په لاس کې لري،د خپلومشرانولارښوونوته هم اړتیا لري.هیڅ څوک نه غواړي چې خپل پلار له لاسه ورکړي.خدا مه کړه که زه تا له لاسه ورکړم،یوخوا به مې دیتیم په نامه دپردي وطن په سوځنده بیدیا کې دپلار سیوری له سره ایسته شوی وي،اوبل پلوکه ستا اونورو زړه سواندومشرانولارښوونې نه وي،نوخا مخا به ددیموکراسۍ اوتمدن په نامه ددیموکراسۍ دمنفي اړخونوپه پیروۍ سره،دیوویشتمې پیړۍ دوحشت په تیاره دایره کې راګیرکیږم چې پای یې مخ په ښکته تلل دي.

نوهیله کوم،زما له زړه اوذهن څخه دا راپورته شوې خبرې دزړه په غوږو واورې،زما دماشومتوب معصومیت سترګوته ودروه،له ځان سره پام وکړه اوزما خندا اوخوشالي په ژړا اوویرمه بدلوه!

      ستا زوی …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...