د ماشوم لومړنۍ خبرې/ ژباړه: ايمل مړوند

ضرور نه ده چې کله ماشوم ته کومه ستونزه پیدا شي او هغه دې وژاړي، ځكه چې كوچنى د خپلو اولو یوې او دوو مياشتو پورې پرته له ژړلو بل هيڅ ډول اواز نه شي ويستلى او د خپل هر ضرورت اظهار يوازې د ژړا له لارې كولی شي .

كله چې يو ماشوم د لومړي ځل لپاره دنيا ته راځي ، نو د مور او پلار لومړنۍ هيله يې دا وي چې کوچنی يې ژر تر ژره په خبرو كولوپیل وكړي اوخبرې وكړي ، خو مګرپه زړه پورې خبره يې داده چې په هره ټولنه كې د ماشوم له خولې لومړني بامانا لفظونه او كليمې مور، پلار او دادا وي .

د دې الفاظو په اوريدو په رښتيا سره مور او پلار ډېر خوشاليږي ځكه چې د دنيا په اكثره ژبو كې د مور او پلار استعمالونكې الفاظ سره په خپلو کې ورتوالی لري.

روعنيا پالان په دې نظر دي چې د دې خبرې لامل دا نه دى چې ګوندې د نويو ماشومانو ډېرى وخت د مور او پلار سره تېريږي، نو ځكه دوى ته د مور او پلار الفاظ زده وي بلكې د مور او پلار څخه د لرې پالل شويو ماشومانو هم لومړني ويل شوي الفاظ همدا وي .

د دوى په باور دا هغه ساده او روان الفاظ دي كوم چې د ماشوم د دماغو هغه حسه چې د ژبې له يادولو سره اړيكه لري په اسانۍ سره مني او قبلوي .

ماشومان د خپل عمر په لومړينو شپو ورځو كې چې خبرې هم نه شي كولى د خپل ځان په طرف د نورو د پام راړولو سلاحت له هماغې ورځې لري، كه پام مو كړى د نوورو د پام راړولو لپاره ډېرى وخت ماشومان د ژړا څخه كار اخلي، ضروري نه ده چې ماشوم دې يوازې د كوم تكليف له پيدا كيدو ورسته وژاړي، ماشوم د خپلو يو شمېر اړتياو په خاطر هم ژاړي لكه مخكې مو چې وويل ماشوم د خپلو دوو لومړنيو مياشتو په اوږدو كې پرته له ژړا بل هيڅ ډول اواز نه شي كولى او خپل هر اظهار يوازې او ويوازې د ژړا له لارې كولى شي .

کله چې ماشوم پوره د درېو مياشتو شي نو په دې وخت كې كوچنى يوازې د( مو، دا، غا،او با ) دا ډول حرفونه په خپله ماته ژبه ويلى شي ، مګر له دې سره د ماشومانو كوم مقصد نه وي یوازې د دې لامل دادی چې دا د ماشومانو د د ماغو له هغې حسې د فعاليدلو اشاره كوي له كومو اړيكه چې د ژبې د يادولو سره ده .

روغتیا پالان وايي کله چې ماشوم اوو میاشتو ته رسیږي ، نو دوی په دې وخت کې په غوږونو کې د لګیدلو اوازونو او لفظونو د یادولو او په هغې د ځان پوهولو کوښښ شروغ کوي . او له دې ورسته په خپلو خركاتو باندې فکرکوي .

او که چېرې کوم ماشوم داسې ونه کړي نو د دې امکان شته چې ماشوم د ا وریدلو ناروغي ولري يانې په خپلو غوږونو څه وانه وري په دې وخت کې باید ماشوم ډاکټر ته یوړول شي .

کارپوهان وايي د اوو مایشتو په عمر كې ماشوم ځینې الفظ یادولى شي، مګر د یوکلنې ځخه مخکې ماشوم هیڅ کوم بامناالفاظ نه شی ویلی.

دا چې د ماشوم له خولې څخه راوتلي لومړنۍ کلمې مو، بابا، دادا وي د لاښه روښانه كولو لپاره دکولمبیا د بریټیش پوهنتون د يو استاد د ډاکتر جوزف تر چتر لاندې په تازه پیداشویو ۲۲ ماشومانو په دماغو باندې يوه څېړنه ترسره شوه . دغه ماشومان ټول د دوو او دریو ورځو په عمر لرونكي وه . د دغو ماشومانو د دمغزو د سكين يا تصويراخيستونكې برخې ته ځينې الفاظ واورول شول.

کارپوهانو ته ښكاره شوله چې ما، با، نا او دا غوندې کلیمو به اورولو سره د ماشومانو د دماغو د هغې حیسې چې د ژبې له یادولو سره اړیکه لري یو ډول حرکت پیدا كيدولو، مګر له نورو کلیمو په اورولو باندې قوم بدلون نه ليدل كيدو .

روغتيا پلان په دې باور دي چې له دې تجربې څخه دا څرګنديږي چې یادې کلیمې د ماشومانو په دماغو کې په طبعي ډول ځاى پيدا كيږي .

او د ماشوم له پیدا کیدولو څو ساته ورسته ماشوم د دې الفاظو په اوریدلو سره خپل حرکات څرګندوي .

نو همدا لامل دی چې کله ماشوم د ویلو عمر ته رسیږي نو لومړني ویلي لفظونه يې همدا وي .ضرور نه ده چې مور او پلار يې د كوم ځاى وي او يا په كومه ژبه خبرې كوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *