ماشوم مه پرېږدئ چې عقده پیدا کړي/ نذیر احمد نذیر

له ټولګيواله ډار

په څلورم ټولګي کې دوهم نمره وم، خو له بده مرغه چې ښوونځی مو تر څلورمه و، ورسته له هغه مې پنځم او شپږم څو کلیه وړاندې په یوه بل کلي کې پیل کړل، له لومړۍ ورځې د یوه ټولګیوال راسره ورانه شوه، نپوهېږم ولې، خو لکه زما وهلو او ځورولو چې خوند ورکاوه، هره ورځ به یې وهلم ، کلی یې په لار کې پروت و، او یوازینۍ لاره وه چې باید زه پرې را تیر شوی وای. د درس له پیل تر پایه به مې په دې فکر کاوه چې نن به له لارې څنګه تیریږم. خو هیڅکله مې له چاسره خپله دا ستونزه شریکه نه کړه او نه هم چا رانه وپوښتل چې ستونزه لرم او کنه، له ازموینو وروسته له شلمې نمرې هم ولویدم.

ماشوم ډېر حساس وي

د ډیرو یتمیانو غوندې د ماما کور کې اوسیدو، ماما مې یو موټرسایکل درلود چې دوکان، میلمستیا او نورو کارونو ته به پرې تلو، خو هر وخت به مې یې مشر ورور ورسره بیولو، داسې وخت هم راغی چې کله به مو ټرسایکل چالان شو، نو ما به دواړه غوږونه پټ ونیول او سترګې به مې پټې کړې چې اوس به مې مشر ورور ته غږ کوي چې څه شوې راځه. ما ما مې راته ډیر ګران و، مخا مخ مې ورته څه نه ویل خو د زړه له درده مې بس یو خدای خبر و ، یوه ورځ یې راته وویل چې پلانی کار وکړه، ما ویل زه یې نه کوم، په حیرانۍ یې وویل ولې؟ ما ویل شوتلو پنډو ته دې زه نیولی یم او چکرونه بشیر وهي … له هغه وخت کلونه تیر دي، خو اوس هم چې له چا سره کوم ماشوم ووینم، نو فکر کوم چې د دې ماشوم په راتگ به یو بل ماشوم څومره ځوریدلی وي.

د ماشوم په ماته مه خوشالېږئ

مشرانو به ډیری وخت دوه ماشومان یو بل ته په غیږ وروستل، زه هم یو له هغو نه وم چې باید له خپل یو همزولي سره مې غیږ نیولې وای،یوه ورځ یو هلک چې عنایت نومیده خو مشهور په ( نوقلا) و، په غیږو يې وروستلم، را چپه یې کړم ، او بیا زه خړې سترګې پاڅیدم کالي مې وڅنډل ، ښه مې په زړه دي د شپې تر ناوخته پورې لټ په لټ اوښتم او له خپګانه خوب نه راتلو ، د ماشومتوب په ټوله دوره کې به مې ډير نور همځولي را څملولي وي، خو هغه درد مې کم نشوای کړای، هغه عقده مې ختمه نشوای کړای او بلاخره هغه د خجالت احساس مې ورک نشوای کړای کوم چې یو ځل چا څملولي وم، نه پوهیږم چې مشرانو ته د یوه زور کیدل او د بل چپه کیدلو ولې خوند ورکاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...