د نن ماشومڅنګه وروزو؟/ محمد یعقوب واحدي

 په ټوله نړی کې د ماشوم حقوق معلوم دي، پالنه، روزنه، خدمت، تعلیم او د اړتیاوو پوره کول هغه حقونه دي چې ماشوم یې په خپل پلار اومور باندي لري، چې باید  ورته رسیدګې وکړي، خو بدبختانه زموږ په افغانې ټولنه کې اوس هم زیاتره ماشومان د خپلو حقونو محروم دي.

 په ماشومتوب کې د هغه سمه پالنه او روزنه  نه کیږي ، د دې ترڅنګ اکثر ماشومان دخپل پلار یامور لخوا په ماشومتوب کې سخت د تهدید لاندي وي ، دومره تر تهدید لاندي چې دخپلې کورنی سره نور کډ ژوند کول نه غواړي، دتعلیم دحق څخه محروم وي، حتی په هغوی باندي سخت او درانه کارونه کوي.

2زموږ په ټولنه کې یوه  اصلي ستونزه کمزوری اقتصاد دی، چې ځینې کورنی په دې نه توانیږي چې په خپلو ماشومانو حقونه پوره کړي یا هم دهغه سمه پالنه اوروزنه وکړي،بل خوا ډیر پلرونه دکور داړتیاوو دپوره کولو لپاره زیاتره وخت په کور کې نه وي تر څو خپلو ماشومانو حقوق ته پام وساتي، ددې تر څنګ اکثره میندو دسواد کچه ټیټه ده په دې  نه پوهیږي چې څنګه خپلماشوم سم وروزيتر څو په راتلونکې کې یو ښه شخصیت دهغه څخه جوړ شي .

تاسو به یې ویني زموږ په افغاني ټولنه کې زیاره ماشومان په څه وضیعت کې کرار لري. خپلو حقونو او اړتیاوو ته لاسرسی نه لري ، داسې ډیر بې سرپرسته ماشومان ما لیدلي، چې خپلو کورنیو اړتیاوو دې ته مجبورکړي، چې دخلکو بوټونه رنګ کړي ، په موټرو کې دسورلۍ لپاره ناري ووهي ، سخت او درانه کارونه تر سره کړي، تر څو کورنی ته یې یو څو پیسې یوسې، چې دکورنې ستونزي تر یو ې اندازي پري حل کړي .

زموږ په ټولنه کې ډیری میندي او پلارونه دډیرو ماشومانو غوښته لري تل په دې هڅه کې وي چې ډیر اولانه باید ولرم خو داپه نظر کې نه نیسې چې اولاد هم پالنه غواړي، څنکه باید دهغه روزنه وکړم؟ باید داسې یو ماشوم ټولني ته وړاندي کړم تر څو ټولنه پري جوړه شي نه داسې چې دټولنې دخرابیدو لامل شي .

که بیا ورته ووایې چې دومره ډیر ماشومان بیا پالنه غواړي، آیا ته په دې توانیږي چې هغه په سمه توګه وروزي، شاید ځواب به یې داوي چې خدای یې ساتي بیشکه چې خدای یې ساتي اما ته یې ورته یوه وسیله ګرځولي یې،  چې هغوی باید وساتي، پالنه یې وکړي،تعلیم پري وکړي، تر څو په راتلونکي کې یو روښانه ژوند ولري ، نه چې دتا اقتصادي وضعیت دومره په خراب حالت کې وي چې هغه ته دیو جوړ جامو داخیستلو توان نلري، نو بیا به دډیرو ماشومانو پالنه اوروزنه څنګه وکړي ؟ باید ټولې کورنۍ دې ټکې ته پام وکړي، چې څو ماشومان باید ولرم ؟ څنګه یې پالنه وکړم ؟ تر څو په راتلونکې کې دسالم فکر خاوندان  ټولني ته وړاندي کړم.

دماشوم پالنه ، روزنه او ښوونه څنګه باید وشي؟

روزنه : دانسانې استعدادونو بیلا بیلا قواو تقویې او پاللو ته وایې . يا په بل عبارت روزنه هغه عمل دي چې دانسان جسمانې ، رواني او عقلي ځواک ته په مثبت لوري تغیر ورکوي.

چې لاندي  برخې لري

بدني پالنه :مور او پلار په دې مکلف دي چې دماشوم روغتیا ، خوراک ، پوشاک او نورو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي تر څو ماشوم په درست ډول له دې اړخه وروزل شي.

دتخیل پالنه : ماشوم په دوه کلنی او دری کلنی کې دشیانو یا هر هغه څه چې ګوري او ویني دهغه په باره کې تخیل او فکر کوي، له نیږدي یې مشاهده کوي، نو مور او پلار یا دماشوم بل کوم نیږدي سرپرست چې روزنه یې په غاړه لري، دوی ته په کار ده هغه شیان چې ماشوم غواړي ورسره تماس ولري ، له نیږدي یې وګوري دجوړښت په اړه یې فکر وکړي په حقیقت کې یې په خپل اند معلوم کړي نو دشونتیا په صورت کې چې صحت او روان ته یې زیان ونه رسیږي ور ته برابر او په واک کې ورکړي ماشوم غواړي چې نړی وپیژني دتخیل په سم ډول روزلو کې ورسره باید لازمه مرسته وشي.

عقلي پالنه : پدې برخه کې دمور او پلار تر څنګ نور پالونکې لکه ښونکی هم ونډه لري،  چې دماشوم دامورو ، کارونو ، شیانو ، ښه او بد ، کټه او تاوان په پیژندلو سره په درست ډول امور او کړنې سرته رسوي.

اخلاقې پالنه : ددې برخې مکلفیت هم دپلار او مور ، ښوونکې په غاړه دی نو په همدې اساس دماشو م اخلاقې پالنه دیوي ټولنې نیکمرغي ده معلومه خبره ده که یو ماشوم په اخلاقې لحاظ ښه وروزل شي دټولنې لپاره یو ښه شخصیت جوړیږي چې دښو اشخاصو په په لرلو ټولنه نیکمرغه او متمدنه کیږي.

ښوونه : زدکړه ورکونه ،ورزده کونه ، تدریس کونه په ټولنیزه توګه معلوماتو او او خبراوي ته وایې  په دې برخه کې ښوونکې دمور او پلار ترڅنګ مکلف دې چې دماشومانو ذهن ته په درست ډول معلومات انتقال کړي، نو ښوونکېدنده  داده چېپوهه ،مالومات پیداکولپه حقایق او پر مفاهیمو پوهیدل ماشوم ته ور زده کړي ،خو زموږ په ټولنه کې داسې ښوونکې  شته چې ماشومان دزدکړي په لومړیو مرحلو کې وهي يا یې تهدید وي ماشوم دهمغه  وخت کې دذزده کړو څخه زړه تور شي .

په دې برخه باید ښوونکې دې ته  جدېپام وکړي چې ماشوم دزده کړي په وخت کې ونه وهي دداسي یو میتود څخه کار واخلي چې هغه ښوونه چې دی یې ماشوم ته ورکوي دهغه ذهن ته ورسوي.

په ټولنیز ډول ښونه او روزنه دانسانې بشري پټو استعدادونو او وړتیاړوو غوړیدو او ښکاره کیدو ته وایې چې وروسته دماشوم په راتلونکې ژوند ښه اغیره لري.

په دهیله چې په راتلونکې کې داسي ماشومان وروزو چې دټولني دنیکمرغی سبب وګرځي نور ددغه ناخوالو څخه زموږ ټولنه راووځي او په راتلونکې کې یوه پرمختللي ټولنه او دخوشیو ډک ژوند ولرو.

پای

۸/۵/۱۳۹۵

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...