كاليزه / ډاکـــــــــتر محب زغم

نن سبا په ښارونو كې ځينې خلك د خپلو ماشومانو كاليزې لمانځي. په كومه ورځ چې يې اولاد زېږېدلى وي، په هماغه ورځ سره مېله كوي. د كاليزې مخصوص كيك اخلي، د ماشوم د عمر د كلونو په تعداد شمعې بلوي، ماشوم بيا شمعې پو كوي او مړې كوي يې مانا دا چې ده د خپل عمر ه مدومره كلونه تېر كړي دي. بيا چاړه راخلي، كيك غوڅوي. دې سره ټوله كورنۍ چكچكې كوي او مباركي ورته وايي. په غربي ملكونو كې خو دې ورځې ته مخصوصه سندره هم شته، چې ارام موزيك ورسره غږول كېږي او په محفل كې حاضر خلك هم له سندرغاړي سره يو ځاى بولي: ((مبارك دې كاليزه، مبارك دې كاليزه))

دغه رواج پخوا په موږ كې نه و، د ماشومانو د كاليزې لمانځنه مو اوس له بهرنيانو زده كړې. پخوا په موږ كې باسواده كسان لږ و، نو د خپلو اولادونو د زېږېدو نېټه اكثرو خلكو ته نه وه معلومه. البته خارجيان د لويانو كاليزې هم لمانځي، دوى ان د ژوند تر وروستي كاله پورې هم په خپله كاليزه كې مېلمستيا جوړوي او خپل نژدې دوستان رابولي. هلته څو پورې چې سړى ماشوم يا زلمى وي؛ نو مور و پلار يې ورته كاليزې لمانځي، بيا چې پخپله لوى او د كار و بار څښتن شو، پخپله يې لمانځي، چې بوډا شي بيا يې اولادونه ورته محفل جوړوي او كاليزې يې لمانځي.

خارجيان پوهېږي، چې په دې دنيا كې يوازې يو وار ژوند كوو؛ نو بايد خوند ورنه واخلو. ارواپوهان وايي، خوشالي او خندا زموږ پر روغتيا ښه اثر لري، څوك چې خوشاله ژوند لري تر غمجنو كسانو د زړه او فشار په ناروغيو لږ اخته كېږي، د خوشالو كسانو اعصاب هم ښه كار كوي او رنګ يې تل غوړېدلى وي؛ نو د نورو ملكونو خلك ځان ته داسې رواجونه او دودونه جوړوي، چې خندا او خوشالۍ ورسره ملګرې وي.

ځينې خلك وايي، چې د كاليزو لمانځل د نورو رواج دى، موږ به يې ولې خپلوو؟ خبره دا ده، چې هر ښه شى، ښه وي كه نورو جوړ كړى وي، كه موږ پخپله. الوتكه هم غربيانو جوړه كړې؛ خو نن زموږ حاجيان هم په كې سپرېږي او مكې معظمې ته ځي. كاغذ هم غربيانو جوړ كړى او مطبعه هم هغوى سازه كړې ده؛ خو نن موږ هم په مطبعو كې په كاغذ باندې قران چاپوو. كه يو رواج ښه او ګټور وي، كه د هر چا وي، بايد خپل يې كړو او كه په خپلو رواجونو كې مو يو غلط او مضر رواج هم وي، بايد چې پرې يې ږدو. موږ هسې هم په ژوند كې د خندا او خوشاليو شيبې كمې او د غم او خپګان ډېرې لرو؛ نو بايد د خپل صحت لپاره، داسې رواجونه زيات كړو، چې خندا ورپورې تړلې وي. ځكه چې صحت يو نعمت دى او د نعمت ساتنه فرض.

كه د خپل ماشوم كاليزه ولمانځو، نو هغه پوهېږي، چې پر موږ باندې ګران دى، هغه پوهېږي چې موږ يې قدر كوو. ماشوم ته دغه احساس پيدا كېږي، چې ((زما وجود د مور و پلار لپاره مهم دى)) موږ چې په دې رنګ له ماشوم سره مينه وكړو، هغه هم دا زده كوي، چې له نورو سره مينه وكړي. كله چې وګړي له يو بل سره مينه وكړي؛ نو ټولنه به نېكمرغه شي، تاوتريخوالى او جنګ جګړې به كمې شي. ماشومان ځان تر لويانو كمزوري او حقير ګڼي. دوى ويني چې هم په بدني او هم په ذهني لحاظ تر لويانو كمزوري دي؛ نو د حقارت احساس كوي. د حقارت دغه احساس يوازې په مينه له منځه ځي. كله چې له ماشوم سره مينه كوو، نور نو كشر او مشر په منځ كې نه وي، د مينې دواړو خواو ته برابر كسان وي. د ماشوم د كاليزې لمانځل راته داسې موقع په لاس راكوي، چې هغه ته خپله مينه وښييو.

موږ كولى شو د خپلو اولادونو كاليزه په خپله طريقه ولمانځو. كه كيك نه شو اخيستلى، كه مېلمانه نه شو رابللي؛ نو د خپلې كورنۍ په منځ كې خو كوچنۍ مېله جوړولاى شو. مهمه دا ده، چې د خپل هر اولاد د زېږېدو نېټه په كتابچه كې وليكو، هر كال په هماغه ورځ كورنۍ مېله جوړه كړو او هغه ته د كاليزې مباركي ووايو. په نورو ملكونو كې كورنۍ او ملګري سړي ته د كاليزې په ورځ سوغات وركوي. موږ كه بې وزلي هم يو بيا هم كولاى شو ماشوم ته مو يو كوچنى سوغات واخلو. كالي خو هسې هم په كال كې يو وار دوه وارې ورته جوړوو؛ نو بهتره به دا وي چې همدغه نوې جامې ورته د كاليزې په ورځ جوړې كړو. كه دا نه شو كولاى؛ نو د لوبو يو سامان، يو كتاب يا كتابچه خو ورته اخيستلى شو. كه بيخي سوغات نه شو اخيستلى؛ نو يوازې د كاليزې د ورځې يادونه هم كافي ده، چې ((زويه يا لورې! ته پينځه كاله يا شپږ كاله مخكې په همدې ورځ پيدا شوى وې، نن دې پينځم يا شپږم كال پوره شو. مبارك دې وي، خداى دې د سلو كالو كړې.))

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...