د ماشوم پر روحیې د تاوتریخجنو کمپیوټري لوبو اغېز

تاند- د امریکا په سیاټل کې د ماشومانو څېړنیز انستیتیوت په یوه څېړنه کې ویلي چې د ماشومانو د تشدد لوبې یا ګېمونه د دې سبب کېږي چې په ماشومانو کې تاوتریخوالی یا تاوتریخوالې ته لېوالتیا زیاته شي.

د میډیکل ساینس مجلې د راپور له مخې د خشن او تاوتریخجنو لوبو اغېز د ماشومانو پر روحیاتو دومره دی چې د دوی په حقیقي او عملي ژوند له ورایه ښکاري.

څو کاله وړاندې ماشومانو ته کمپیوټري لوبې او انترنیټ تر اوس لږ په لاس ورته خو د ځیرک یا سمارت ټېلفونونو له دود کېدو سره اوس دا ډول لوبې اکثره ماشومان کتلی او کولی شي او له بلې خوا اوس تر هغه وخته چې ماشومانو به دا ډول لوبې په کمپیوټر کې کتلې، مور و پلار خپل ماشومان لږ کنټرولولی شي.

د سیاټل د ماشومانو د تحقیقاتي انستیتیوت څېړنې ښيي چې د تاوتریخحنو کمپیوټري لوبو او د ماشومانو د توند او احساساتي چلند ترمنځ ارتباط شته.

د دغه انستیتیوت متخصصانو میندو او پلرونو ته سپارښتنه کړې چې د خوراکي رژیم په شان د ماشومانو کمپیوټري لوبو ته هم ځیر واوسي، ډېر وخت یې ګېمونو ته پرېنږدي او دې ته یې پام وي چې څه ډول لوبې ګوري.

څېړنه وايي، تر شپږو کلونو کشر ماشومان په دې برخه کې لا ډېرې څارنې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د دغه عمر کوچنی د حقیقي او مجازي دنیا ترمنځ توپیر سم نه شي کولی.

د دوی په وینا په ګېمونو یا کمپیوټري لوبو کې ګټورې هم شته چې د ماشوم له ذهني ودې او زکاوت سره مرسته کولی شي نو ښه دا ده چې مور و پلار خپل ماشومان دا ډول لوبو یا ګېمونو ته وهڅوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...