ماشومان ولې په دروغو اخته کېږي؟

ژباړه: نصیر احمد نظري –

ځینې کوچنیان د دروغ ویلو په عادت روږدي کیږي؛ نو مهمه ده، چې د دوی والدین په دې پوه شي، چې ولي د دوی بچیان دروغ وایي.

 دوی معمولاً له څلور کلنۍ یا پنځه کلنۍ څخه په دروغ ویلو باندې پیل کوي.

دوی د بېلا بېلو دلایلو له وجې دروغ ویلو ته مخه کوي، چې په دغه مقاله کې ځینو هغو دلایلو او داسې لارو چارو ته اشاره کيږي، چې په کوچنیانو کې له دروغ ویلو څخه مخنیوي کوي.

ځان ته پام را اوړل

ځینې وخت ماشوم داسې فکر کوي، چې مور او پلار یې له هغه سره مینه نلري؛ په دې ډول هغه دروغ ویلو ته مخه کوي، ترڅو د مور او پلار پام ځان ته را واړوي.

د خبرې کولو اړتیا

کله کله ماشوم یوې موضوع ته دومره اوږدوالی او تفصیل ورکوي، چې مور او پلار یې دا درک کوي، چې دروغو ته یې شروع کړې. په داسې مواردو کې له ماشوم سره باید د ده د ذهني تخیلونو په باب خبرې وشي او له هغه څخه وغوښتل شي، چې خپل خیالونه نقاشي یا رسم کړي.

اړینه ده، چې ماشوم باید د واقعیت، تظاهر او خیالاتو ترمنځ پوله وپیژني.

له لوبو څخه مرسته اخیستل

د لوبو له لارو کولی شو کوچنیان د رښتیا او دروغو په اهمیت باندې پوه کړو او د دروغو ناوړه پایلې دوی ته ثابته کړو.

د لوبو پر مهال کوچنیانو ته وښيئ، چې دروغ ویل څنګه نږدې او دوستانه اړیکې له منځه وړي او ددې لامل کیږي، چې درواغجن سړی دې خلکو بد وایشي.

د لوبو او نمایش په چوکاټ کې، هلکان ډېر ښه د رښتیا ویلو په ارزښت پوهیږي.

د خوندیتوب او آرامۍ احساس

کوچنیان باید د خوندیتابه او آرامۍ احساس ولري.

معمولاً کوچنیان د ویرې او رټلو له وجې دروغ ویلو ته مخه کوي. د کوچنیانو تېروتنې په ډېره مهربانۍ سره وبښئ.

که ماشوم په کور کې د راحتۍ احساس ولري او په دې پوه شي، چې د کورنۍ یوه برخه دي او د تېروتنو سره سره، د کورنۍ غړي له هغه سره مینه لري، هېڅکله دروغ نه وایي.

منطقي توقعات

ډېری وخت کوچنیانو د والدینو د زیاتو فشارونو او بې ځایه توقعاتو له امله  دروغ ویلو ته مخه کوي.

له یوه څلور کلن یا پنځه کلن ماشوم څخه د یوه دوه لس کلن زلمکي په شان هیله مه لرئ.

هغه تر اوسه په ډېرو شیانو باندې نه پوهیږي او ددې په څنګ کې ډېر کنجکاو او پوښتنه کوونکی دی؛ له شک پرته د مور او پلار سخت ګیرانه توقعات ماشومان دروغ ویلو ته اړ کوي.

له رواني روغتیا څخه ډاډ

 که په خپل ماشوم کې د اوتییزیم ناروغۍ نښې نښانې وینئ، هرو مرو یې ډاکتر ته بوزئ.

همدارنګه په یاد ولرئ، چې په اوتییزیم اخته ماشومان ډېری وخت احمقانه دروغ وایي؛ هڅه وکړئ له هغوی سره طبیعي رفتار وکړئ ځکه هغوی په دې نه پوهیږي، چې ولې دروغ وایي.

که مو کوچنیان ستونزه نلري او تاسو نشی کولی د هغوی دروغ وزغمئ، حتماً د ماشومانو له یوه سلاکار (مشاور) څخه مرسته وغواړئ.

په خبرو کولو کې دقت

تاسو د مور او پلار په توګه خپلو ماشومانو ته د رښتیا ویلو نمونه (الګو) و اوسئ.

ترڅو چې امکان لري، د خپلو کوچنیانو په مخ کې یو حرف دروغ هم مه وایئ.

له ماشوم سره چې د کوم څه په اړه ژمنه کوئ، خپله ژمنه هرو مرو ترسره کړئ.

ماشومان ښه او ناوړه صفات لومړی له خپل مور او پلار څخه زده کوي.

سپارښتنې:

  • هغه شیان، چې په ماشومانو کې د دروغ ویلو لامل کیږي، درک او له منځه یوسئ؛
  • هېڅکله ماشوم ته دروغجن مه وایئ؛
  • د ماشومانو په مخ کې تل حقیقت او رښتیا ویل وستایئ؛
  • ماشومانو ته څرګنده کړئ، چې د دروغو له اورېدلو څخه څومره ناراحته کیږئ؛
  • له ماشومانو څخه ډېرې بې ځایه پوښتنې ګروېږنې مه کوئ، ځکه چې د دروغ ویلو سبب کیږي؛
  • هېڅکله ماشوم ته د دروغ ویلو له امله سزا مه ورکوئ

1 comment

  1. محمد شعيب Reply

    د تاند له روانى معلوماتو مننه

Leave a Reply to محمد شعيب Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...