شوخ هلک/ اسدالله بلهار جلالزی

ټکنده غرمه وه هلک شاوخواته وکتل څوک يي ونه لیدل .خپل توود څټ يي وګراوه دچوترې پرژۍ یی دتناره د ډوډۍ یوې ټوټې ته چې لمر وچه کړي وه. په خوله کې لاړې ډیري شوي.ورو ورټیټ شو.راپورته يي کړه.په دواړو سترګو يي ښکل کړه. مخکې له دې چې په خوړو يي پیل وکړي. دوه ځلې يي ور پوو کړل.بیرته دشا خواته را وګرځیده ،کرار کرار یی ګامونه اخیستل. او له دروازې ووت.خو له دروازې څخه دوتو په وخت کې دکاله دمیرمنې سترګې پرې ولګیدې. اوپسي نارې يي کړي . ای شري ! بیا دڅه شر جوړاوه.

هلک منډه کړه.همدا چې د دیواله له کونجه را تاویده ناڅاپه له هغه لوري له را روانې خړې سپۍ سره ټکر شو.له ډاره يي چیغه کړه اودسپۍ کوړنج شو. خو ده بیرته خپلې منډې ته دوام ورکړ.په پوټیو کې ګړندې ګامونه اخیستل ښۍ پښه يي په پایڅه کې بنده شوه.پرمخي ولویده.خوږ نه شو.خولاس اومخ یی ښه سپیره شول.

په بیړه له خپله ځایه راپورته شو.شا ته يي وکتل څوک يي ونه لیدل.خو لا یی هم ویره نه وه کمه شوي.شا شا ته یی کتل او په مخ روان و. پښه یی په یوه پاسته او تاوده شي ولګیده.کښته یی ور وکتل.دغوايي په سوټه ختلی و.کرکه یی وشوه. ددیوال خواته و دریده.پښه يي په دیوال وموښله.پښه يي سمه پاکه نه شوه.بیا يي په ځمکه وموښله. بیا هم ښه پاکه نه شوه. هالته یې یو خرڅوړی وموند .کلک کلک یی پرې تیر کړ. دوروستي ځل له پاره يي بیا په ځمکه وموښله ،دپښې په تلی کې یې درد احساس کړ.

په کیڼ لاس يي پښه پورته ونیوه.وینې ترې راووتي. سونګی سونګی دکلي په منځ کې دنلکۍ خواته روان شو.د نلکۍ په شاوخوا ناستو نجونواوپیغلو ورته بګاو بګاو وکتل:یوې پرې غږ سدو رینه ولی دومره شوخ يي؟پښه دې په څه کړي؟

ـرینه به دې ابا وي.دتايي څه! نجونوپه زوره وخندل اوژر غلي شوي.
یوې بلې په ټیټ غږ ورته وویل:بختوره څنګه ښه سپیره يي.!مور دې درجار سی.
ـ ولی ته نه راجاریږي!
نجونو بیا په کړس کړس وخندل.خوژر غلي شوي.
یوې پیغلې په ټوکه ورته وویل: سدو له ماسره واده کوي؟
ـ ته یو وار دا نلکۍ ووهه سې پښه مې پاکه سی.بیا به ګورو.دپیغلوخندا بیا په زوره شوه.ده شیبه وروسته پښه په یوه خیرنه ریتاړه وتړله . یوې نجلۍ دشا له خوا اوبه ور وشیندلي.هلک ټوپ کړ او ورسره ستوخه خبره له خولې راووته،خوځړیدلی څټ دلویي کلا دشمالی لوري دیواله خواته روان شو.ددیواله سیوری ته دناستو هلکانو خواته ورغی. مخامخ ورته ودریده پاس يي وکتل د دیوال په چاک کې یې دغومبسو په ځاله سترګي ولګیدې.لوټي ته یی لاس کړ.اومخامخ يي پرې وار وکړ.بیایی سرکنده منډه کړه. دواړه لاسونه يي تاوول خو ژر يي د وۍ وۍ چیغې پورته شوي.شیبه پس يي دواړه سترګي پړسیدلي وي.هالته وړاندې تر ونې لاندې ناست سړي ورو له ځانه سره وویل: که پلرونه اومیندي د اولادونو چارې اوکارونه ترڅار لاندې و نه نیسي نو دا ویره شته چې دنن ماشومان به مو سبا هم بی پروا وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...