د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت/ پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور«

   ۸

دري دیرشمه برخه

«د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې د هغو قلموالو د لیکنو او شعرونو تر څنګه چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څه لیکياو خپروي یې، په خپله د کوچنیانو لیکنې او شعرونه یې هم خپاره کړي دي. یوه ښه بیلګه یې د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۲۴ مه د لس کلنې تلوسې آشنا لیکنه ده چې په انګریزي یې لیکلې ده او مور یې پښتو ته اړولې ده.

«د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې یې د خبر او مطلب بشپړ راپور داسې راغلی دی:

«دا د لس کلنې تلوسې آشنا ليکنه ده چې مور جانې يې نوشابې آشنا له انګريزي ژبې نه پښتو ته اړولې ده:

افغانستان، زمونږ د ټولې کورنۍ کور
مونږ ټول پکې یو وخت راټول وو
د نوي کال په ورځ آرامه او خوشحاله وو
او د ورځې چې تری وتلي یوو،
ډیره موده کیږي سره یو ځاې شوي نه يو
هغه ښایسته خاوره اود ونو غوړې پاڼې
آه، زما په یاد دي هغه ښکلي یادونه…
د نارنج ونې او د انګورو تاکونه…
تودې ډوډۍ
لطفآ؛

کولې شم یوځل بیا خپل کورته لاړه شم؟
زه ترې ډيره لرې بل ملک ته راغلې یم
آه، چې څومره مې خپله خاوره یادیږي
نه پوهیږم دلته پاتې شم، که بیرته لاړه شم؟!
هیڅ نه پوهیږم، کاشکې لږ پوهیدلې؟
لطفآ،
کولې شم بیرته خپل کلي ته لاړه شم؟
زه د افغانستان د ونو پسې ډیره خپه یم…
زه په یوه نوې دنُيا کې یم چې داهرڅه رانه ډیر لري دي …
خو…هیله او دُوعا کوم چې نور جګړې ونه شي…
زه داسی یو لمر ته ولاړه یم چې په ویلې کیدو دی…
له ياده نه شم ايستلې چې
د افغانستان په زړه به همدا اوس څه تیريږی او څه به احساسوي؟!

تلوسه اشنا»

په دا تیر یوه کال زماني واټن کې داسې هم شوي دي چې «دماشوم د ادبیاتو کور» په خپله فیسبوک پاڼه کې په ورین تندي د نورو هغو فرهنګیانو او قلموالو خبرې اعلامیې او خبرتیاوې هم خپرې کړې دي چې د کوچنیانو او ماشومانو له پاره یې کار کړی او همدا اوس خپرونې لري.

ښه بیلګه یې د ښاغلي احمد ولي اڅکزي هغه لیک یا خبرتیا ده چې د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره یې خپل فعالیتونه او د هغوی د خپریدو پته او څرنګوالی په کې ښودلی دی.

دا د احمد ولياڅکزي د لیک یوه برخه ده چې د ۲۰۱۶ کال د می په پنځمه نیټه «د ماشومد ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې خپور شوی دی:

«قدرمنو اغلو او ښاغلو!

سلام عليکم،

هيله ده چې جوړ او روغ به ياست.
په لومړي سر کې ستاسو له خدمتونو او هڅو څخه يوه نړۍ مننه کوم چي تاسو د ماشومانو له پاره پېل کړي دي.
ما د کوچني ټکی کام www.kochnai.com په نوم يوه انټرنټ پاڼه جوړه کړې ده چي پکښي د ماشومانو له پاره مواد خپروم. که تاسو په خپله تذکره کې د دغېپاڼېیادونه وکړئ، نو ښايي لا زیات کسان پې خبر شي او ورڅخه ګټه واخلي…»

«د ماشوم د ادبیاتو کور» د خپلو نورو فعالیتونو په لړ کې د کوچنیانو د ادبیاتو د هر اړخیزې څیړنې له پاره ، د نظر له خاوندانو سره د کوچنیانو د روان د پیژندنې په نظر کې نیولو سره له ځینو ښاغلو سره د پوښتنو او ځوابونو په بڼه مسایل مطرح کړي دي چې زه دا کار ډیر اغیزناک ګڼم، خو له بده مرغه چې دا پروسه یا پڅه شوې، یا دریدلې او یا به زه ورباندې خبر نه یم.

«د ماشوم د ادبیاتو کور»د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په اوه ویشتمه(۲۷) نیټه دپوښتنوځوابونو هغه متن خپور کړ چې له استاد شرف الدین سره یې د ماشومانو له پاره د کیسو ا و کیسو په ځانګړنو تر سره کړې وې. د هغو پوښتنو ځوابونو یوه برخه دا ده:

«د ماشوم د ادبیاتو کور له استاد شرف الدین عظیمی سره د ماشوم ادبیاتواغېزه د ماشوم په روان باندې لړۍهم پیل کړه. د دې لړۍ لومړی موضوع موکیسه وټاکله. هغه څه چې ورو، ورو یې دود په ختمېدو دی، خو اروايي ګټې یې خورا ډېرېدي. دا چې کیسه د ماشوم په وده څه اغېزلري.

کور: استاد کیسه څه ده؟

استادعظیمی: د کېسۍ په اړه کیدای شي د ادبیاتو د برخې کارپوهان او د فرهنګي چارو مینه وال بېلابېل نظرونه او تعریفونه ولري، خو د هغو یادول به د دې مقالې له حوصلې بهر وي.

کیسه په پښتو ژبه کې له لغوي اړخه قصه، نکل، مواسه، ناول او داستان مانا کیږي، په دري ژبه کې سرګذشت، حکایت او له تېرڅخه یو ذهني انځور اخیستلو ته وايي. ارواپوهان، ټولنپوهان، او د ښوونې او روزنې د برخې کارپوهان وايي: “کیسه د ماشوم د ښوونې اوروزنې لپاره یوه تر ټولو جالبه او ښه وسیله ده، کیسه یوه تېره شوې تجربه اوپېښه ده چې ماشوم یې اورېدلوته ډېره لیوالتیا لري، کیسه هغه نامستقیمه ښوونه ده چې ماشوم نوښت، تخیل او فکرکولوته اړباسي”.

همداراز کارپوهان وايي چې د نامستقیمې ښوونې اغېزه نظرمستقیمې ښوونې ته ډېره اوتلپاتې وي.»

زما ټینګار هم همدا دی چې که د ماشوم د ادبیاتو کور داسې پروګرامونه پراخ کړي، ډیره به ښه وي. دا به د ماشومانو د کورنیو له پاره او هم د هغو قلموالو له پاره ډیر په زړه پورې لارښود وي چې د کوچنیانو او ماشومانو متخصصین او کارپوهان د کوچنیانو پر روان او د هغوی د ادبیاتو په روان خبرې وکړي او د کوچني او د هغوی د ادبیاتو ارزښت نور هم روښانه کړای شي.

زما په نظر که د کوچنیانو له پاره د کار په برخه کې ټول فعال قلموال سره یوه خوله شي او خپلو هڅو ته هم آهنګي ورکړي او څومره چې کولای شي یو بل ته د مرستې لاس سره ورکړي، په دې برخه کې به د کارونو اغیز لا زیات وي.

د دري دیرشمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...