عـلم/ ژباړن: اسدالله غضنفر

 كله چې به لوى مرشد او مريدانو په صومعه كې ماخوستن مهال مراقبه كوله، پيشو به كوز پاس ګرځېده، ميو،ميو به يې كول، د دوی د ذهن تمركز يې ګډوډاوه. نو لوى مرشد امر وكړ چې د ماخوستن د مراقبې په وخت دې پيشو چېرته لرې تړلې وي.

 تر دې وروسته به د ماخوستن د مراقبې پر مهال د صومعې پيشو تړل كېدله.

 د لوى مرشد له وفاته وروسته هم د پيشو تړلو ادامه ومونده او چې څو كاله پس پيشو مړه شوه او صومعې بله پيشو و مونده، د ماخوستن د مراقبې په مهال د پيشو د تړلو دود په ځاى پاتې شو.

 كلونه واوښتل، زمانې تېرې شوې. د لوى مرشد له مړينې څو پېړۍ وروسته د هغه فاضلو اخلافو د ماخوستن د مراقبې په وخت د پيشو د تړلو د حكمت او اهميت په باره كې علمي رسايل وليكل او مهم كتابونه تاليف كړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...