ښکلی طبيعت/ ژباړن: اسدالله غضنفر

 د ذن په يوۀ لوى معبد كې د يوۀ تارك دنيا عابد كار دا و چې د معبد ونې، بوټي وپالي. دۀ له ونو، بوټو، وښو او ګلونو سره ډېره مينه لرله. همدا وجه وه چې د لوى معبد د باغوانۍ كار دۀ ته سپارل شوى و. د لوى معبد څنګ ته يو وړوكى معبد و چې په هغه كې د ذن طريقې يوۀ ډېر بوډا مرشد ژوند کاوه.

 يوه  ورځ چې لوى معبد ته خاص مېلمانه راروان وو، باغوان د هغوى د راتګ په خاطر تر نورو ورځو د ونو، بوټو په خدمت كې ډېر غرق و. باغوان للون وکاوه، په ګلبوټو يې لاس وواهه، د بخملي وښو سرونه يې بياتي كړل چې منظم شي، تويې شوې وچې پاڼې يې جارو كړې، ټوله باغچه يې په خورا دقت او كړاو مرتبه او منظمه كړه.

 كله چې باغوان د باغچې په سمبالولو لګيا و، د هغه واړۀ معبد هغه بوډا مرشد د دواړو معبدونو تر منځ ديوال باندې ناست و، د دۀ ننداره يې كوله. باغوان چې خپل كار ختم كړ، پاس يې وكتل، بوډا مرشد ته يې وويل: څنګه باغچه خو ښايسته شوه كنه؟ بوډا مرشد ورته وویل : هو، خو يو څه  لا نيمګړي دي، ته مې دركوز كړه، زه  به يې درته سم كړم.

 باغوان تعجب وکاوه چې مرشد به څه نيمګړتيا ليدلې وي، خو په هر حال په غېږ كې يې واخيست، باغچې ته يې راكوز كړ. مرشد د باغچې د منځ ونې ته ودرېد، د هغې څانګې يې وخوځولې، وچې پاڼې يې راتويې كړې او چې وچې پاڼې يې په باغچې كې تيت وپرك پرتې وليدلې ، باغوان ته يې وويل: اوس مې بېرته د دېوال سر ته پورته كړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...