زړه ور مراد/ ژباړه: وحيدالله اورياخېل

مراد له خپل کلي لږ وړاندې دښتې ته په لرګيو ټولولو پسې لاړ.

ټوله ورځ يې تېره کړه. شپه شوه، نیمه شپه له یو ځناور سره لاس او ګرېوان شو. مراد د ځان له وېرې په ځناور کلک کلک ګوزارونه وکړل، د سهار مخه وه چې مراد ځناور له پښو وغورځاوه او ويې واژه.

مراد لږه دمه وکړه، يوې لويې ډبرې ته يې ډډه ووهله، خو يو وخت يې ځناور ته پام شو چې پوستکی يې ډېر ښکلی دی.

مراد ځناور په ډېرو خواریو تر کلې را ورساوه، کلي کې يې يوه ګاونډي وليد، چيغه يې کړه هلی هلی چې مراد زمری ښکار کړی.

مراد حک حیران شو، له ځانه سره يې وويل دا به زه نه يم چې زمری مې ښکار کړی.

ده فکر کړی و چې د خپل کليوال تيمور سپی يې ښکار کړی دی، له همدې کبله وېرېدلی نه وو. له ځانه سره يې وويل هی هی که هلته خبر شوی وای چې دا زمری دی نو زړه به یې درېدلی و.

۱۳۹۵/د وري۱۰مه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...