ګرانو ګلاليو ماشومانو!!! اختر مو مبارک سه

سردار محمد همدرد –

  د اختر خوشالي رښتيا هم ستاسو لپاره ده، موږ چې ماشومان وو، اختر ته به ډېر خوشاله کېدلو، د اختر په شپه به مو د بابو صيب لمبه، سور سورانکې او دې ته ورته نورې لوبې کولې، خو په ډېرې بې باکۍ به مو کولې چې ډېری وخت به مو ځان ته زيان اړوو.

  سهار چې به مو نوې جامې واغوستلې، د اختر کاسه به مو نوش جان کړه، به بيا د خپل مور او پلار تر روغبړ وروسته د خپلو خپلوانو کورونو ته ورتلو، مبارکي به مو ورکوله.

  د مبارکۍ تر ختمېدو وروسته به بيا هغه مېلو ته تللو چې زموږ د کورونو سره به نزدې کېدلې، ځکه ماشومان ليرې به چا پرېښودلو هم نه او خپله به نه تللو.

  کله چې موږ ماشومان وو، پټاکۍ او پلاستيکې ټوپکان به دومره نه وو، لکه مخکې چې مې وويل سورسورانکې به وې، هغه به هم ډېری وخت زموږ د لاس، سترګو او مخ په زيان تمامې سولې، احتياط به مو نه کاوه خو نن سبا پټاکۍ ډېرې دي، چې هر ماشوم سره اختر ليدل کېږي.

ګرانو ماشومانو !!!

لومړۍ سپارښتنه مې درته دا ده چې لومړی خو پټاکۍ مه اخلئ، هيڅ ګټه نه لري، خلکو، مشرانو او نورو ماشومانو ته تکليف او بېره اچوي، نن سبا چې زموږ وطن کې د ګوليو باران دی چې د پټاکۍ ټک وسي هم مور او پلار نا ارامه سي، وايي خدای ج مه کړه کوم چا باندې ټک وسو، که بيا پټاکۍ او نور شيان اخلئ، نو له ډېر احتياط څخه کار واخلئ، څوک پرې خوږ نه کړئ، ويې نه بېروئ، خدای ج مه کړه کوم مور او پلار ازار درته ونه کړي.

ګلاليو ماشومانو!!

اختر کې چې خوشالي ډېره وي، تر نورو ورته تاسو ډېر خوشاله ياست، مشران او لويانو خو روژه تېره کړي وي، دې ته خوشاله وي چې ښه ښه خوراکونه وکړي، خو تاسو ګلالي چې روژه هم نه نيسئ، اختر ډېر زيات خوراک کوئ چې بيا ژر ناروغه کېږئ، ځکه بدنونه مو لکه ګلان نازک دي، غوښتنه مې درڅخه دا ده چې ډېر لږ خوراک وکړئ، ځکه له يوې خوا هوا ګرمه ده ډېر خوراک کول هسې هم د ناروغۍ لامل کېږي او بلخوا تاسو ماشومان ياست، کوچنۍ کوچنۍ معدې لرئ، که ډېر خوراک وکړئ، خدای ج مه کړه ناروغه به شئ.

تنکيو ګلابونو د اختر په شپو ورځو کې له ډېرو ګرځېدو هم ډډه وکړئ ځکه اختر کې زموږ ځوانان وسايل ډېر ځغلوي چې ډېری وخت يې ماشومان وهلي وي، ژوبل وي، نو ډېر پام کوئ چې پر لويو لارو په احتياط تګ راتګ وکړئ.

وروستيو کې تاسو ټولو ګلاليو ته د کمکي اختر مبارکي وايم، خدای ج مو روغ جوړ او خوشاله لره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...