د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور«

۶

یو دیرشمه برخه

داسې محفلونه که وغځول شي او د افغانستان په ټولو ښارونو کې عام کړای شي، ډیره به ښه وي. زه داسې فکر کوم چې د داسې محفلونو په جریان کې چې ماشومانو او کوچنیانو ته وخت ورکړل شي چې ستیژ ته راشي او د خپلو همځولو او مشرانو په مخ کې خپلې خبرې وکړي، خپل شعرونه واوروي او خپلې لیکلې کیسې ولولي، نو که له یوې خوا په هر اړخیزه توګه تشویقیږي، جرآت پیدا کوي ، نو له بلې خوا کله چې د ټولنې د یو غړي په توګه ارزښت ورکړل شي، د شخصیت احساس کوي.

په داسې یوه ټولنه کې چې له مور پلار نه نیولې، تر ټولې کورنۍ پورې او له کوڅې، کلې او ښونځي نه نیولې بیا ترټولنې پورې هر کله ماشومان او کوچنیان ښکنځل شوي، چیچل شوي او وهل شوي، شاقه کارونو  ته اړ ایستل شوي او حتی جنسي تیري ورباندې شوي؛ نو په داسې یوې ټولنې کې له هر آدرس نه چې وي، چې ماشومانو او کوچنیانو ته د دې مشاعرې په څیر نور داسې محافل چوړیږي چې د هغوی استعدادونه غوړیږي او د شخصیت د جوړیدو او غوړیدو له پاره یې لاره آواریږي، ډیر ښه کار دی او باید لا پسې وغځول شي.

۵ــ د کوچنیانو د ادبیاتو د جدي رامنځ ته کولو، ساتنې، ودې او لا شتمنیدو په خاطر د مرستو صندق پرانېستل،

د ماشومانو او کوچنیانو ادبیاتو ته د پام له پاره او د دوی په ژبه د دوی له پاره د آثارو د چاپ په خاطراو د ماشوم د ادبیاتو د بنسټ د مالي بنیې د پیاوړي کیدو په خاطر، د دې بنسټ په نوښت د مرستو مالي صنوق پرانستل هم د دوي په کارونو کې یو د یادولو او قدر وړ ګام دی.

د دې صندوق د پرانستل کیدو په یو ګزارش کې چې ښاغلي خان محمد سیند د آزادۍ رادیو په ویبپاڼهکې خپور کړی و، داسې راغلي دي:

«د ماشوم د ادبیاتو د ودې او پراختیا له پاره د مالي مرستو د جلبولو صندق پرانېستل شو.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان وویل، هڅې یې پیل کړي چې د هېواد د ماشومانو د ذهني سالمې ودې لپاره، د دوی د ذوق او استعداد سره سم، فرهنګي کارونه وکړي.

په غونډه کې د ځینو دولتي او غیردولتي موسسو استازو دغه هڅه وستایله او ژمنې یې وکړې چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ماشوم د ادبیاتو لپاره لږ کار شوی، خو د ماشوم د ادبیاتو د کور مسوولین وايي، هڅې کوي چې په د هېواد کې د فرهنګ دغه وروسته پاتې برخه پیاوړي کړي.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان د شنبې په ورځ په کابل کې د ماشوم د ادبیاتو د کور د مالي مرستې د صندق د پرانیستلو پر مهال وویل، د ماشوم د ذهني او جسمي سالمې ودې لپاره، د ماشوم د ادبیاتو دودول ضروري دي او هڅې کوي چې په دې برخه کې، مثبت بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي تورمان زیاته کړه:

“موږبه په نږدې راتلونکې کې د هغو لیکوالو او رسنیو له پاره چې په ۱۳۹۴ کې د ماشوم ادبیاتو ته کار کړی، دوی ته د ستاینلیکونو او جایزو پروګرام جوړ کړو. هڅه کوو د یو سمینارله لارې لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو څخه وغواړو چې د زده کړو او تحصیل په نصاب کې د ماشوم ادبیات ځای کړي. موږ ستاسې د ماشومانو لپاره د ادبیاتو په برخه کې نه ستړي کیدونکې هڅې کوو.”

ښاغلي تورمان وویل، په دې برخه کې یې له څو کلونو راهیسي هڅې جاري ساتلي خو اوس مهال چې د ماشوم د ادبیاتو کور، په رسمي توګه په کار پیل کړی، د دولتي او غیر دولتي موسسو مالي او تخنیکي مرستې به یې، پر فعالیتونو مثبت اثر وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني وویل، د ماشومانو د سالمې فکري روزنې له پاره، د ماشوم د ادبیاتو دودول ضروري دي.

ده ژمنه وکړه چې د ماشوم د ادبیاتو له کور سره به، مالي او مشورتي مرستې وکړي:

“ادب د ټولنې د کلتوري سطحې د لوړولو تر ټولو ښه تعارف کوي،په افغانستان کې د کوچنیانو، ځوانانو او د ښځو د ادبیاتو لپاره لږ کار شوی، ماشومان خاصو ادبیاتو ته ضرورت لري، موږ دا هڅه ستایو او د وزارت د وسې پورې به ورسره مالي او مشورتي مرستې وکړو.”

د افغانستان د جمهور ريیس اشرف غني فرهنګي سلا کار اسداله غضنفر وویل، د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لومړني بنسټونه د ماشوم له سالمې روزنه او له علم او ادب سره د دوې له بلدولو سره تړلي دي،همدارنګه تاکید یې وکړ چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت استازي وویل، هڅې به وکړي چې د زده کړو په نصاب کې، دغې برخې ته ځاې ورکړل شي.

که څه هم په افغانستان کې د معلوماتي تکنالوژۍ او د تلویزیونو رامنځته کیدو د ماشومانو پام وراړولې خو کورنۍ وايي چې د ماشوم ادبیات، که کیسې وي که شعرونه، که روزنیز رسمونه وي او که دې ته ورته نور څه وي، د ماشوم پر تهذیب او راتلونکو کړو وړو او روحي وضعیت ډیر اثر کولای شي.»

۶ــ د ماشوم د ادبیاتو کور فیسبوک پاڼې کې د بنسټ له لوري د کوچنیانو له پاره خپاره شوي مواد:

په دې پاڼه کې د کوچنیانو او ماشومانو له پاره د ګڼو شاعرانو او لیکوالانو شعرونه، لیکنې اونثرونه  او د بنسټ ګزارشونه او نظریات خپاره شوي دي. د کور مسول اجمل تورمان په جرأت سره لیکلي دي چې دوی په دا یوه کال کې «د ماشوم د ادبیاتو کور» فیسبوک پاڼې څومره کار کړی دی ، ده د ۲۰۱۶ کال د می په اولسمه نیټه «د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې داسې ولیکل:

«درنو لوستونکو او د ماشومانو د ادبیاتو د کور محترمو غړو!

خوشحاله یم چې د ماشومانو د ادبیاتو کور د مسوول په توګه په لنډه موده کې چې لا یې په رسمي ډول د خپلې یو کلنۍ کیک نه دی پرې کړی هم ستاسې په وړاندې پړ نه یم او د ماشومانو لپاره مو دومره څه کړي چې یوې مسوولې دولتي ادارې به هم نه وي کړي.
کور له تېرو څلورو کلونو را په دېخوا د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې فعالیت لري خو لکه څنګه مې چې وویل له رسمي فعالیت څخه یې لا یو کال نه اوړي.
مونږ په تشو لاسونو هغه څه کړي چې ډېریو ښايي په ډکو جیبونو نه وي کړي.
په دې اړه تفصیل به بیا د ماشومانو د ادبیاتو د کور د کلیزې په مناسبت له تاسې سره شریک کړم.
خو مشت نمونه خروار د کور رسمي فیس بوک پاڼه یې ښه ثبوت دی چې هیله من
یم ګرانو ماشومانو خوښه کړې وي.
غواړم په دې توګه له خپلو درنو همکارانو هم مننه وکړم چې په هر حال کې یې کار ته نه نه دي ویلي او په یو ډول د لا نورو کارنو لپاره هم وهڅول شي.
له ټولو هغو رسمي او غیر رسمي ادارو او اشخاصو هم مننه چې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پراختیا په هدف چې زمونږ یواځنی موخه ده مرسته راسره کوي.
اوس همدومره
یار زنده صحبت باقي
د ماشومانو د ادبیاتو د کور مسوول
اجمل تورمان
۲۸/۲/ ۱۳۹۵کابل»

او دا یې حق هم دی چې داسې په جرآت سره وغږیږي ځکه چې په تش لاس سره یې ډیر څه کړي دي.

مخکې هم و ویل شول چې د ماشوم د ادبیاتو کور په فیسبوک پاڼه کې د ماشومانو له پاره شعرونه، د کوچنسانو له پاره کیسې او د ماشوم د ادبیاتو د کارونو ګزارشونه او وړاندیزونه خپاره شوي دي چې هره برخه یې ځانته جلا بحث غواړي، خو دلته به یې زه د ځینو کارونو یادونه وکړم:

د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت له میدیوتیک سنتر سره په ګډه د ماشومانو میله جوړول. د بنسټ په پاڼه کې دا لاندې متن او څو عکسونه ایښودل شوي چې باید مفصل ګزارش یې خپور کړی وای:

«نن په کابل کی د ماشومانو د ادبياتو کور او مديتوتيک افغانستان له خو د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو ميله؛»

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...