د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت/ پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور«

۵

دیرشمه برخه

د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې او د نوي نسل د روزلو له پاره، «د ماشوم د ادبیاتو کور» له بنسټ نه هغومره چې تمه کیده، له هغه نه یې هم ډیر کارونه تر سره کړي دي. په دا تیر یوه کال کې یې زما له نظره په ځانګړي ډول دا کارونه موثر او د خاصې یادونې وړ دي:

۱ــ اړوندو تعلیمي موسساتو ته، په درسي نصاب کې د یو مضمون په توګه د کوچنیانو د ادبیاتو پر شاملولو باندې ټینګار،

اجمل تورمان د افغانستان له ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې په ټولو اړوندو موسساتو غږ وکړ چې د کوچنیانو د ادبیاتو   مضمون  دې په تعلیمي نصاب کې شامل کړای شي:

«د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لسمه نیټه د «د ماشوم د ادبیاتو کور» په فیسبوک پاڼه کې د ماشوم د ادبیاتو کور مشر اجمل تورمان د حکومت پر لوړ پوړو مقاماتو د کوچنیانو د ادبیاتو د عامیدو او درسي نصاب ته یې د داخلیدو او رسمي کیدو په موخه د یوې تلویزیوني مصاحبې له لارې داسې غږ کړی دی:

«نن سهار د افغانستان له ملي تلویزیون سره په هیواد کې د ماشومانو د ادبیاتو د اوسني وضیعت او د ماشومانو د ادبیاتو د کور د فعالیتونو په اړه د کور د مسوول ښاغلي اجمل تورمان د خبرو مهم ټکي:

 « د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزیر غږ کوم چې لطفاً د ماشومانو ادبیاتو او رسنیزو فعالیتونو ته پاملرنه وکړئ.

 د افغانستان د لوړ زده کړو په وزیرې غږ کوم چې لطفاً د ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو د ادبیاتو د پوهنځیو په تدریسي نصاب کې د ماشوم ادبیات شامل کړئ.

2 او د افغانستان د پوهنې په وزیر غږ کوم چې لطفاً د لومړنیو ښوونځیو په کتابونو کې د ماشوم ادبیاتو ته توجه وکړی او ماشومانو ته د ښوونځي د کتابونو تر څنګ مرستندویه تعلیمي کتابونه هم چاپ او په دوی یې وویشئ»

دا چې تر کومې اندازې به دا وړاندیزونه او د تورمان هلې ځلې عملي جامه واغوندي، دا په اړوندو موسساتو پورې اړه لري.

   ۲ــ په ننګرهار کې د ختیځ ادبي ټولنې په مرسته د کوچنیانو جشن،

د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د کوچنیانو ادبیاتو ته د پاملرنې په خاطر، د ختیزې سیمې لیکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې او «دماشوم د ادبیاتوکور» د بنسټ له خوا یو سیمینار ډوله محفل جوړ شو. له ما (آصف بهاند) نه هم هیله وشوه چې دې محفل ته یوه مقاله ولیکم، ما هم د «په پردي چاپیریال کې مورنۍ ژبه» تر سر لیک لاندې  مقاله  ور ته ولیکله.

په دې یوه ورځني جشن یا سیمینار کې د کوچنیانو د ادبیاتو په باب د ګڼو خبرو تر څنګ څیړنیزې مقالې هم اورول شوې وې او په پای کې یې یو پریکړه لیک هم صادر کړی و. دا پریکړه لیک په یوه مخ کې «دماشوم د ادبیاتو کور» د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۴ مه نیټه خپور کړ. د پریکړه لیک په یوه برخه کې داسې راغلي دي:«

۱ ــ له دې وروسته دې د ماشوم د ادبیاتو جشن هر کال د دولت له خوا د هیواد په کچه جوړ شي.

۲ ــ د پوهنې وزارت دې د ماشوم ادبیاتو ته په تعلیمي نصاب کې ځای ورکړي.

۳ ــ د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د ماشوم  ادبیاتو د ودې په موخه ځانګړې څانګه جوړه کړي او رسنۍ دې د ماشوم ادبیاتو له پاره پر ځانګړو خپرونو او لا ډیرې توجو  مجبور کړي.

۴ ــ کلتور وزارت دې هر کال د ماشوم ادبیاتو هیوادني نندارتونونه جوړ کړي.

۵ ــ له ټولو کورنیو غوښتنه کوو چې پر ماشومانو د درنو کارونو پر ځای هغوی ښوونځیو ته ولیږي او د زدکړو زمینه ورته برابره کړي.

۶ ــ په افغانستان کې ماشومان لا هم د ګڼو اقتصادي، علمي، فرهنګي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دي، د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ نړیوال خیریه بنسټونه دې په یادو برخو کې د شته ستونزو د حل له پاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي او خپلې کړنې دې یوازې تر شعاره نه محدودوي.

په درنښت

د ماشوم د ادبیاتو جشن ګډونوال»

دا چې څومره او څه وخت به د دې محفل د ګډون کونکو دا هیلې او پریکړې عملي جامه واغوندي، زه څه نه شم ویلای.

۳ـ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه د کوچنیانو د ادبیاتو د ساحې قلموالو او د هغوی چاپ شو آثارو ته د جوایزو ویش،

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ماشوم د ادبیاتو له کور سره په ګډه، د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د فعالو قلموالو د آثارو د ارزونې او تشویق په خاطر یو محفل جوړ کړی و، غوره لیکوالو او ژباړونکو ته جوایز او ستاینلیکونه ور کړل شول. نور حال یې په دې مطبوعاتي   اعلامیې  کې ولولئ:«

مطبوعاتي اعلامیه
۲۲-ثور-۱۳۹۵
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ماشومانو د ادبیاتو د کور، سره په ګډه په افغانستان کي د ماشومانو ادبیاتو ته کتنه وکړه. په دې مناسب مراسم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړیوالو رسنیو په تالار کي د ماشومانو د ادبیاتو د کور مشر ښاغلي اجمل تورمان پیل کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني، د ماشومانو ادبیات د ټولني د جوړوني او ټولیزو ادبیاتو د مهمي برخي په توګه د پام وړ وګڼل، د وزارت له لوري د کمکیانو انیس پنځلس ورځنۍ خپروني، کتابونو د چاپولو او په دې برخه کي د مرستندی مالي صندوق له پاره د زمینې برابرولو او مالي مرستي ترڅنګ یې د وزارت د همکارۍ ژمنه تازه کړه.

ښاغلي جهاني د نن ورځي د پروګرام موخه د ماشومانو د ادبیاتو د څرنګوالي او اهمیت څېړلو ترڅنګ، په دغه برخه کي د لیکوالو هڅونه یاده کړه او ژمنه یې وکړه چي په روان کال کي به د نورو بېلابېلو هڅو تر څنګ د ماشومانو له پاره لس غوره کتابونه چاپوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له رسنیو وغوښتل چي د ماشومانو د ذهني روزني او رواني امنیت د خونديتوب په موخه سالمي او ګټوري خپروني وکړي.

دغه راز د غونډي د علمي کمېسیون له لوري د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال په اوږدو کي د ماشومانو له پاره د چاپ سوو کتابونو تر ارزولو وروسته درې غوره ګڼل سوي کتابونه اعلان سول. « راشئ چي هوا وکړو» « زمین و آسمان » « د وارو ملکه » په ترتیب سره د ښاغلي آرش ننګیال تخلیقي، د مېرمن پروین پژواک معلوماتي او د ښاغلي محمود مرهون د ژباړي آثارو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ شل زریزي نقدي ډالۍ ورکول سوې.
د ماشومانو د ادبیاتو په پنځونو، لیکنو، ژباړه او کلتوري هڅو کي ښکېلو اوولسو تنو نورو شخصیتونو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ستاینلیکونه ورکړل سول.

د غونډي ویناوالو، د هیواد د ماشومانو د ادبیاتو د وضعیت د ارزولو ترڅنګ په دغه برخه کي، د اړوندو بنسټونو او لیکوالو پر پاملرنه او هڅو ټینګار وکړ.»Top of Form

په نورو ویبپاڼو کې هم د دې محفل د جوړیدو خبر خپور شو. په   تاند  کې یې لنډ ګزارش داسې خپور شو:

«د ماشومانو د ادبیاتو لیکوالو ته جایزې ورکړل شوې:

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ماشومانو د ادبیاتو کور د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې هغو کتابونو ته چې په ۱۳۹۴ کال کې چاپ شوي او غوره پېژندل شوي ول، جایزې ورکړې. په دې اړه له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په یاد مناسبت غونده د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې د نوموړي وزارت وزیر عبدالباري جهاني ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې په هیواد کې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پراختیا په برخه کې د هر ډول ملاتړ او پراخې همکارۍ ژمنه وکړه. په اعلامیه کې راغلي چې د تخلیقي آثارو په برخه کې دغه جایزه د ارش ننګیال کتاب (راشئ، چې هوا وکوو!)، په معلوماتي برخه کې د پروین پژواک اثر( زمین و آسمان) او د ژباړې په برخه کې د محمود مرهون اثر (د واورو ملکه) ته ورکړل شوه. دغه جایزې هر کس ته شل زره افغانۍ وې او تر څنګ یې پر ۱۷ تنو هغو لیکوالو چې په یاده برخه کې یې لیکنې او کوششونه کړې ول ستاین لیکونه هم و ویشل شول. هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو د لیکوالو له پاره د جایزو او ستاینلیکونو د ویش ځانګړی پروګرام جوړېږي. د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د کور مسوول اجمل تورمان رسنیو ته ویلي چې راتلونکي کلونه به هم دغۍ لړۍ جاري ساتي.»

دا او دې ته ور ته محفلونه که له یوې خوا د کوچنیانو د ادبیاتو د بڼ په برخه کې فعال قلموال نور هم دې اړین انساني کار ته هڅوي، نو له بلې خوا په ټول کې خلکو او میډیا ته ور په یاد کوي چې د وطن د نوي نسل د روزنې په برخه کې د کوچنیانو ادبیات څومره مهم رول لري او څومره اړین دي.

۴ــ د ماشوم د ادبیاتو کور په نوښت د افغانستان د ملي رادیو تلویزیو په مرسته د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۵ کال د نومبر په شلمه نیټه د مشاعرې جوړیدل،

دا هم «د ماشوم د ادبیاتو کور» نوښت و چې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو مشاعره جوړیږي. دا نوښت د ماشوم د ادبیاتو کور بسټ و، خو د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون او آشیانې موسسې په ګډې همکارۍ سره دا مشاعره جوړه شوې وه. په میډیا کې د دې مشاعرې  ګزارش داسې وړاندې شوی دی:

«په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره د ماشومانو مشاعره:

په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره د ماشومانو مشاعره تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور په نوښت او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او اشیانې موسسې په همکارۍ جوړه شوه.

په دغه مشاعره کې چې په سلګونو ماشومانو ګډون کړه و، ډېر ژر به د ملي تلویزیون له لارې خپره شي.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مسوول اجمل تورمان په خپلو پرانیستونکو خبرو کې و ویل چې په دغه مشاعره کې ډېری هغه شعرونه د ماشومانو له خوا لوستل کېږي چې د ماشوم د ادبیاتو د کور د ځوانو غړو له خوا لیکل شوي دي.

ښاغلي تورمان و ویل چې په راتلونکي کې به د ماشوم د ادب هغې برخې ته هم پاملرنه وشي چې د ماشوم له خوا ماشوم ته لیکل دي.

تورمان د افغان فرهنګي شخصیت الحاج محمد ګلاب منګل له مرستې او همکارۍ هم یادونه وکړه کوم چې د دغه مشاعرې د جوړولو په برخه کې یې له کور سره کړې وه.

ورسته د آشیانې په لسګونه ماشومان ستیج ته راغلل او خپل انتخابي شعرونه یې ولوستل.

دغه شان د ماشومانو د لا خوشحالۍ لپاره ترانې او د ځوان سندرغاړي مبین وصال کنسرت هم په پام کې نیول شوی و چې ماشومانو په خپلو تنکیو لاسونو ورته ګرمې چکې و وهلي.

په پای کې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور له خوا همکارو ادارو ته ستاینلیکونه او یو شمېر ګډنوالو ته د ګلو ګېډۍ ورکړل شوې.

دغه شان د افغانستان ملي راډیو تلویزیون هم ماشومانو ته خپلې ډالۍ د ښوونځی بکسې پر ماشومانو و ویشلې.

د یادونې ده چې دا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په دومره پراخه کچه د ماشومانو لپاره د یو شعري پروګرام جوړول ول.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان وايي چې دی او د کور غړي د ماشوم د ادب په برخه کې نورو پراخو کارونو ته هم ژمن دي.

تورمان و ویل: موږ غواړو په راتلونکې کې ماشومانو ته د کیسو ویلو یو پروګرام، او په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د ادبیاتو په پوهنځیو کې د ماشومان د ادبیاتو د تدریس د اهمیت په اړه یو سیمینار او دغه شان د هغو لیکوالو لپاره چې د ماشومانو لپاره یې کتابونه سږ کال چاپ شوي د جایزو د ویش یو پروګرام هم جوړ کړو.

د ماشوم د ادبیاتو کور له څو کلونو راهیسې د ماشوم د ادب په برخه کې کار کوي چې تر اوسه یې د دغه پروګرام تر څنګ، د روزنتون د ماشومانو لپاره د نقاشي او مقاله لیکنې کانکور، د ماشومانو تر منځ د کیسه لیکلو سیالي او ګڼ نور لوی او واړه پروګرامونه هم جوړ کړي دي.»

د دیرشمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...