داغونه / ژباړن: اسدالله غضنفر

 يوۀ هلك ته چې همېشه به په غصه کېده خپل پلار د مېخونو كڅوړه وركړه، ورته ويې ويل: هر وخت چې په قهر شې د لرګو په دېوالګي باندې يو مېخ ټك وهه.

 په اوله ورځ هلك اووه دېرش مېخونه ټك وهل. دا شمېر وار په وار كمېده ځكه د مېخ تر ټك وهلو د قهر ايسارول اسان وو. اخر داسې وخت راغى چې هلك نه په قهرېده.

 دغه وخت پلار زوى ته وويل: اوس نو هره ورځ يو يو ميخ راباسه.

 زوى د مېخونو په را ايستلو پيل وكړ او هغه ورځ را ورسېده چې په لرګو باندې هيڅ ټك وهلى مېخ  پاتې نه و.

 پلار زوى ته وويل: دلته اوس هيڅ ميخ نه دى پاتې مګر نخښې يې پاتې دي. غصه هم دغسې وبوله. كه يو چا ته تونده خبره وكړو او وروسته هر څومره بخښنې وغواړو خو د هغه په زړۀ كې يې داغ پاتې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...