د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

پوهندوی آصف بهاند

«د ماشوم د ادبیاتو کور»

۴

اته ویشتمه برخه

تر هر څه وړاندې باید و ویل شي چې «د ماشوم د ادبیاتو کور» بنسټ په باب ما مخکې له دې هم  مقالې

 لیکلې دي، څنګه چې د ماشوم د ادبیاتو کور بنسټ ایښودونکی او د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې عملاً فعال شخصیت اجمل تورمان دی، ما د ده د یو «لیک» په باب چې د کوچنیانو د ادبیاتو په سر نوشت پورې اړوند و، هم یومقالهلیکلې وه او اوس دا دی بیا، په تیر یوه کال کې د ماشوم د ادبیاتو کور بنسټ د فعالیتونو په باب د هغو تیرو مقالو په دوام بحث کوم.

د ماشوم د ادبیاتو کور یو خپلواک فرهنګي بنسټ دی چې د یو شمیر فرهنګیانو د شخصي هلو ځلو پر بنا له څه مودې را په دې خوا عملاً فعالیت کوي. کوم اسناد چې ما د ماشوم د ادبیاتو کور په برخه کې، د «د کوچنیانو ادبیات، ۱۷ ــ ۱۸ ــ ۱۹ برخې» تر عنوان لاندې وړاندې کړي وو، د هغو په استناد دا بنست په ۱۳۸۹ کال کې رسمت پیدا کړی دی، هلته ما ویليوو:

» د ماشوم د ادبیاتو کور» فرهنګي بنسټ د اوسني دولت د اړوندو ادارو له خوا منظور او په رسمیت پیژندل شوی فرهنګي بنسټ دی، چې د ۱۳۸۹ کال د حمل په یو ویشتمه نیټه یې د تاسیس مکتوب صادر شوی دی. هغه رسمي اسناد چې ما لیدلي دي، په هغو کې په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معین ښاغلي سید عمر سلطاني په امضا لیکل شوي چې دا بنسټ د ۱۳۸۹ کال د حمل له یویشتمې(۲۱)نیټې نه د فعالیت حق لري…»

د دې بنسټ باني او مشر ښاغلی اجمل تورمان دی او تر نن پور په بریالیتوب سره پرته له کوم مادي امتیاز څخه په دې کار او په دې لار کې هلې ځلې کوي. د دې بنسټ اصلي هدف ما د بنسټ په باب دمقالوپه لومړۍ برخه کې د اجمل تورمان له قلم نه داسې ثبت کړی و:

«هدف یې د ماشوم ادبیاتو ته کار کول، هم د لویانو له خوا ماشومانو ته او هم له ماشومانو نه ماشومانو ته. تر اوسه یې د خپلو اونیزو غونډو تر څنګ چې هره چهارشنبه د کابل په عامه کتابتون کې جوړېږي. درې لویې غوڼدې مو هم جوړې کړي، په کابل کې د روزنتون د ماشومانو له پاره د رسامۍ او مقاله لیکنې کانکور، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه ماشومانو ته د کیسه لیکنې کانکور او عامه کتابتون ته د هنر د ورځې په مناسبت د ماشوم د ادبیاتو د څو تنو مشهورو لیکوالو د تصویرونو ډالۍ. پخوا د ماشوم د ادبیاتو کور په «بالګفا» کېد ماشومانو له پاره خپرونې درلودي: http://mashom.blogfa.com/ او کابو له یوې میاشتې راهیسې په فیس بوک کې د «خانه ادبیات کودک، د ماشوم د ادبیاتو کور» په دې نوم،  خپرونې لري،خو اوس په بالګفا کې څه نه خپروي.»

کله چې ما ښاغلی تورمان وپوښته چې پالګفا کې مو اوس خپرونې شته که نه؟ ښاغلي تورمان په ځواب کې داسې را ته ولیکل:

استاده سلام ! نه په فیس بوک کې د پاڼې تر جوړولو وروسته په بالګفا کې نشرات نه لرو. په دې پاڼه(په فیسبوک کې د ماشوم د ادبیاتو کور پاڼه) کې موږ ماشومانو ته کیسې، شعرونه د خپلو اونیزو او ځانګړو غونډو راپورونه او نور مطالب خپروو.« ښاغلی تورمان له ډیرې مودې نه د کوچنیانو په باب فکر کړی او کوي یې عملاً یې کار ورته کړی او عملاً یې د نوي نسل د روزلو لوی مسولیت ته اوږه ورکړې ده.

څه باندې یو کال مخکې د ماشوم د ادبیاتو کور په رسمي ډول خپله فیسبوک پاڼه پرانستلې او د هغې په چوکاټ کې یې د خپلو فعالیتونو راپورونه په منظم ډول پیل کړي. له هغې نیټې نه را وروسته دوی په خپله فیسبوک پاڼه کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د ګڼو شاعرانو شعرونه او د لیکوالو مطالب خپاره کړي دي. دوې غوره بیلګې یې دا دي:

زه څوک؟

ﺯﻩ ﻭړﻩ نجلۍ ﯾﻣﻪ
پلارته ښاپیرۍ یمه
مور ته ناوکۍ یمه
ښکلې، ګلالۍ یمه
لوبې په خپل کور کوم
پام په خپلې خور کوم
کار مې هم د مور کوم
کله، کله شور کوم
ښکلې مې نانځکه ده
مانه هم نازکه ده
منډو کې چابکه ده
ورکه رانه ځکه ده
درس مې زه د شپې وایم
ښکلې الف، بې وایم
شعر ښه په مزې وایم
نوروته کیسې وایم
***
زه وړه نجلي یمه
زه وړه نجلي یمه

فرشته صالحي

»»»»»

د کتاب ښکلي خبرې

زه یوه لویه ښکلې پاچاهي یم

زه پرمختګ او سرلوړي یم

زه تاسو سره مرکې کوم

زه ستاسو هینداره یم

زه ونه یم پاڼې ښکلې لرم

خو ناپوهي بې پاڼو وچه ونه ده

زه هغه موخه یم چې په نښه کیږم

زه هغه کوچنی کور یم چې لوییږم

زه هغه لیکنه یم، چې نه خلاصیږم

زه تلپاتې خوشبويي یم

زه تلپاتې ځواني یم

زه تاسو ته لوی نعمت یم

له تیارو سره جګړې کووم

زه د سولې کوتره یم

شمله لېوال

د ماشوم د ادبیاتو کور بنسټ د نورو مطالبو تر څنګ په یاده موده کې د کوچنیانو د استعدادونو د غوړیدو، کوچنیانو او ماشومانو ته د نورو د پام اړول او په ټول کې د کوچنیانو د ادبیاتو د بیا ژوندي کولو او بډاینې په برخه کې هم نوښتونه او د قدر وړ کارونه کړي دي.

کله مې چې دا کرښې لیکلې، نو مې د بسټ د مشر په آدرس په یو لنډ ایمیل کې، په دې تیر لږ څه باندې یو کال موده کې د بنسټ د فعالیتونو د مالومولو له پاره، داسې پوښتنه  ور ولیږله:

«تورمان صاحب سلامونه او درناوی! د نوي نسل د روزنې په موخه، د کوچنیانو ادبیاتو ته د قلموالو، دولتي مقاماتو او په ټول کې دې مهمې موضوع ته د عامه ذهنیت د را اړولو په منظور، یو ځل بیا غواړم چې «د ماشوم د ادبیاتو کور» پر فعالیتونو باندې یوه لنډه مقاله ولیکم. د دې کار د تر سره کیدو په خاطر په لنډ ډول را ته ولیکئ چې «د ماشوم د ادبیاتو کور» د تاسیس له نیټې نه تر نن پورې، د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کوم د پام وړ کارونه کړي دي او په یاده برخه کې مو راتلونکي پلانونه څه دي؟

له مرستې نه مو همدا اوس مننه!»

ده څو ورځې وروسته په دې شرحه مالومات را ته راولیږه:

«استاد سلام، دا هم د هغه کارونو فهرست چې مونږ په تېر کې ترسره کړي دي:

۱ــ د روزنتون د ماشومانو لپاره د مقاله ليکنې او رسامۍ کانکور،

۲ــ ماشومانو ته د کيسه ليکنې سيالي،

۳ــعامه کتابتون ته د هنر د ورځې په مناسبت د ماشومانو د ادب د ليکوالو د تصويرونو د پکج ډالۍ،

۴ ــ ماشومانو ته مشاعره،

۵ ــ د ماشوم د ادبياتو د ملاتړ د مالي صندوق پرانيسته،

۶ ــ د ماشومانو د ادب ليکوالو ته د جايزو او ستاين ليکونو ورکړه،

۷ ــ د ماشومانو د ورځې په مناسبت د ماشومانو ميله،

۸ ــ مونږ په خپل شعر کې، ماشومانو ته د په پښتو، دري او انګلسي ژبو د شعرونو د کتاب چاپ،

۹ ــ د کره کتنې او سيمينارونو اونيزې غونډې،

۱۰ــ ځانګړې فيس بوک پاڼه»

دا د بنسټ د مسول ښاغلي تورمان له نظره د  دوی د کار لنډ ګزارش و، خو هغه څه چې د دوی د کار او فعالیتونو په باب زما له نظره تیر شوي دي، هغه زه بل ډول ارزوم.

د اته ویشتمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...