شګه او تیږه/ ژباړن: اسدالله غضنفر

  يو وخت دوه  خواږه ملګري په يوه بيابان كې په سفر روان وو. د مزل په منځ كې يې څه  خبره سره واړوله، دا يوۀ خپل ملګري ته كلكه څپېړه وركړه. دا بل ژوبل شو خو څه  يې ونه ويل او يوازې دومره يې وكړل چې د بيابان په شګو باندې يې وليكل: « نن خپل ډېر خواږه ملګري په مخ څپېړه راكړه.»

 دوى چې په بيابان كې ښه مخ ته لاړل، يوې رغياڼې (واحه) ته ورسېدل. هلته يې وغوښتل ولامبي. اوبو ته ورغلل. دا يو چې په څپېړه وهل شوى و،اوبو ته وښويېد. اوبو لاندې کاوه چې هغه بل لاس وركړ، ويې ژغورۀ. ژغورېدلي چاكو راوايست او په يوه ډبره يې دا جمله وكيندله:« نن خپل ډېر خواږه ملګري له لاهو كېدو وژغورلم.»

 ملګري يې ورته وويل: هغه بل ځل دې د څپېړې خبره په شګو وليكله او اوس دې د ډوبېدو خبره په تېږه وكيندله چې دا ولې؟

 دۀ ورته وويل: د نورو د ناسم چلند خاطره بايد په شګو وليكو چې د عفوې له نري باد سره ختمه شي خو د نورو د نيكي خاطره بايد په تېږه وكينو چې هيڅ باد يې د ړنګولو وس ونلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...