وخت او مينه/ ژباړن: اسدالله غضنفر

 ډېره زمانه پخوا په سمندر كې يو داسې ټاپو و چې عاطفې او فكرونه لكه غم، خوشحالي، مينه يا پوهه پكې اوسېدل. په دې منځ كې ناڅاپه له غيبو اواز  راغى چې طوفان را راوان دى، ټاپو په اوبو كې ډوبېږي، د ټاپو ټول اوسېدونكي دې د ځان چاره وكړي.

له مينې پرته نور هر چا د ځان لپاره يوه بېړۍ جوړه كړه. اوبه وار په وار راوختلې. ټاپو ورو ورو اوبو لاندې كړ. هر څوك خپلې بيړۍ ته وختل. يوازې مينه وه چې تر وروستۍ شېبې پورې په ټاپو كې پاتې شوه.

 كله چې په ټاپو كې د درېدو ځاى پاتې نه شو، مينې د مرستې په تمه سترګې وغړولې. تر نورو ړومبى شتمني په نظر ورغله چې په لويه بېړۍ كې سپره وه او دې ته نژدې تېرېدله. شتمني ته يې وويل: په بېړۍ كې به دې ځاى رانه كړې؟

شتمني ورته وويل: ځاى نلرم، بېړۍ مې له سرو او سپينو ډكه ده.

مينې له كبر څخه چې په خورا ښكلې بېړۍ كې سپور و، د مرستې غوښتنه وكړه.

كبر ورته وويل: نه، نه، ته لنده خيشته يې، ټوله بېړۍ به رالنده كړې.

 دغه شېبه د غم بېړۍ را پيدا شوه. مينې ورته وويل: غمه وروره په بېړۍ كې به دې ځاى رانه كړې؟

 غم سړه سا وايسته، ويې ويل: مينې خورې، زه  تنهايي غواړم، ما يوازې پرېږده!

 د خوشحالۍ بېړۍ هم را نژدې شوه. مينې له هغې وغوښتل چې ځاى وركړي خو هغه دومره خوشحاله وه چې د دې پوښتنه يې بېخي وانه ورېده او د برښنا د رڼا غوندې تېره شوه.

په دې شېبه كې ناڅاپه يو اواز و اورېدل شو چې مينې ته يې ويل: راځه، راځه، مينې! راخېژه!

مينه سمدستي بېړۍ ته وروخته او بې له دې چې تپوس ورنه وكړي چې څوك دى او چېرته ځي، له نابلد بوډا سره روانه شوه.

 بېړۍ چې ساحل ته ورسېده، مينه ورنه كوزه شوه او له بوډا سره يې مخه ښه وكړه. خو چې يوڅه  لار لاړه د بوډا دا هومره ډېره مرسته يې سترګو ته ودرېده، ځان يې د هغه پوروړى احساس كړ او افسوس يې وکاوه چې ولې يې هغه ونه پېژاند. دا په بېړۍ كې دومره خوشحاله وه چې له بوډا يې د نوم پوښتل هم هېر كړي وو.

 مينې ته پوهه په مخه ورغله. له ځان سره يې وويل، راځه له دې بوډۍ به د بوډا پوښتنه وكړم، ګوندې ويې پېژني.

 پوهې انا ورته وويل: دا بوډا وخت و.

 مينې تعجب وكړ: وخت؟ وخت څنګه راسره مرسته وكړه؟

 پوهې وموسل او ځواب يې وركړ: ځكه يوازې وخت په دې پوهېداى شي چې مينه څومره ارزښتناكه ده!

شګه او تيږه

 يو وخت دوه  خواږه ملګري په يوه بيابان كې په سفر روان وو. د مزل په منځ كې يې څه  خبره سره واړوله، دا يوۀ خپل ملګري ته كلكه څپېړه وركړه. دا بل ژوبل شو خو څه  يې ونه ويل او يوازې دومره يې وكړل چې د بيابان په شګو باندې يې وليكل: « نن خپل ډېر  خواږه ملګري په مخ څپېړه راكړه.»

 دوى چې په بيابان كې ښه مخ ته لاړل، يوې رغياڼې ( واحه ) ته ورسېدل. هلته يې وغوښتل ولامبي. اوبو ته ورغلل. دا يو چې په څپېړه وهل شوى و،اوبو ته وښويېد. اوبو لاندې کاوه چې هغه بل لاس وركړ، ويې ژغورۀ. ژغورېدلي چاكو راوايست او په يوه ډبره يې دا جمله وكيندله:« نن خپل ډېر  خواږه ملګري له لاهو كېدو وژغورلم.»

 ملګري يې ورته وويل: هغه بل ځل دې د څپېړې خبره په شګو وليكله او اوس دې د ډوبېدو خبره په تېږه وكيندله چې دا ولې؟

 دۀ ورته وويل: د نورو د ناسم چلند خاطره بايد په شګو وليكو چې د عفوې له نري باد سره ختمه شي خو د نورو د نيكي خاطره بايد په تېږه وكينو چې هيڅ باد يې د ړنګولو وس ونلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...