د لوبو سامان/ لیکونکې: تمنا واحدي

د شین اسمان لاندې یو ښکلی کلی وه چې دا کلی یې د ښکلا کلی باله ځکه چې دا کلی ډیر ښکلی وه، شنې شنې ونې بوټي او ګلان یې هرې خواته لیدل کیدل، روانې ویالې اوصفا اوبو یې ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.

 د مرغانو د چغاری غږ او د ګلانو خوشبويي یې د انسان روح تازه کاوه او د کلي په څیر یې اوسیدونکي هم ښکلي وه.

کلیوالو په خپل منځ کې له یو بل سره ډیره مینه درلودله، په ګډ ژوند کې ډیر خوشحاله ول. په دې کلي کې د نورو کلیو په څیر کوچنیان هم ول چی تل به یې په خپل منځ کې لوبې او ساعتیري کوله او هلکانوبه په خپلو کې کله پټ پټونې کاوه، کله به یې اکوبکو، دام بۍ، خوسی، خط کشي ، شیطانک، ټاس لوبه، تشله بازي، مردکۍ او نورې لوبې به یې کولې خو نجونو به بیا په خپل منځ کې، ګاټي، چندرو، بنګري ماتی رسمان بازي، نانځک لوبه، خوټکننه، او داسې نوری لوبې کولې. کله چې به مازیګر شو ټول به له خپلو کورنو نه د لوبو له سامانو سره راووتل او رنګارنک لوبې به یې کولې. نجونو به یوې خوا لوبې کولې او هلکانو به بلې خوا لوبې کولې او د ماشومانو شمیر به هم ډیر وه چی ټول به په لوبو داسې بوخت وه چې لویانو به دا حالت لیدو نو خپل وړکتوب به یې په یادیدو.

او دې کوچنیانو ته یې پلرونو د لوبو رقم رقم سامانونه راوړي وه چې پرې لوبی وکړي.

 لکه موټرک ، بایسکل ، نانځکې ، پلاستیکي ژوي ، واړه دیګونه او کاسی ، اوداسی نورسامانونه وه، چیې دې کوچنیانوبه لوبې ورسره کولې او خپل وخت به یېډیرپه خوشحالۍ سره تیروه

په دې کلي کې دوه انډیولان وه، چې دواړه سره همزولي هم وه، چې یو یې سلیمان اوبل یی نویدنومیده.

نو کله چې به سلیمان ته یې پلارکوم نوی د لوبو سامان واخیستو نورو ماشومانواونوید ته به یېښوده چې زه خوداسې ښکلي اونوي د لوبو سامان لرم اود تاسوټول زاړه دي ماته مې پلارله ښاره داسې ښکلي ښکلي سامانونه روړی اوتاسوهماغه زاړه دي بیا نوید به چی کورته ولاړنو خپل موراو پلارته به په ژړا شو، چی ماته به هم نوي د لوبو سامان اخلۍ ټولو ماشومانوته یې موراوپلارهرڅهاخلي نوتاسې به یې هم ماته اخلۍ او ترهغه چی به یې ورته نه وواخیستی نونوید به لوبېنه کولی ډوډۍ به یې نه خوړله اوتل به خفه وه پلاربه یې هم مجبوریده چې ورته یې واخلي او اخیستوبه یې چې نوید خوشحاله شي اوکله به یې چیورته یونوی دلوبو سامان راوړه نوبیا ډیربه خوشحاله شواوبیا به یې نوروماشومانو ته ښوده

یوه ورځ د سلیمان پلار سلیمان ته یوه وړه دلوبو تفنچه راوړله اوسلیمان ته یې ورکړه سلیمان ډیرخوشحاله شواوپه منډه منډه ولاړدنویددې کره چې نویدته خپله نوې تفنچه وښایي.

  کله چې سلیمان دنویددکورته ورسیدنونویدته یې وویل چې ته وګوره پلارمې ماته څومره ښکلې تفنچه راوړی ده او ډزې هم کوي کله چې په کې دا وړې پلاستکي مرمۍ واچوې نوداسې ښه دزې کوي،چې لرې لری ځایوته یې مرمرۍ رسیږي نوته دې هم پلارته ووایه چې داسېتفنچه درته راوړي، چې بیا به په ګډه لوبې کوونوید وویل چې سمه ده زه مېهم پلارته وایم چې ماته هم همداسې تفنچه راوړيچې ښکلې لوبې به کو و.

نوکله چی د نوید ملګری لاړنوید ډیرخفه وو،چی زه ولې وړه تفنچه نه لرم مورې ورنه پوښتنه وکړه، چې نویده زویه ولې ناروغ خوبه نه یې چې داسې خفه ښکارې نوید ورته وویل.

 چی نه ناروغ نه یم سلیمان ته یې پلارداسې ښکلې وړه پلاستیکي تفنچه راوړې ده واړې واړې مرمۍ لري اودزې هم کوي پلارته مې ووایه چې ماته یې هم واخلي که نه بیا زه نه ډوډۍ خورماونه بیا لوبې کوم مور یې ورته وویل چې زویه یوبل کوم شی به درته دښارنه راوړي تفنچه باندې څه کوې خدای مکړه ځان به ژوبل کړې ورنه تیرشه موټرک به درته راوړي خوښه دې خو نوید وویل چې نه که راوړي نوتفنچه دې راوړي که نه نوزه بل شی نه غواړمه .

اوهروخت به یې ژړل چې ماته تفنچه واخلۍ اخرپلاریې مجبوره شوچې ښارته ولاړشي اویوه پلاستیکي تفنچه ورته راوړی نونوید، چې وړه تفنچه ولیده ډیرخوشحاله شواوسم دستي یې پې ډزه وکړه چې وګوري ایا دا تفنچه دزې کوي که نه ډزه یې چې وکړه ګوری چی ډزه کوی نو ډیر خوشحاله شونوورغی اوسلیمان ته یې وویل چېما خوهم دادی واخیسته نوکله به لوبې وکړوسلیمان ورته وویل چې راځه دوه ډلې به شو یوه ډله به ستا وې اوبله به زما وي دواړه به جنګ وګړوچې څوک لوبه ګټي نوید هم قبوله کړه اودوه ډلی شوې لوبه یې شروع کړه او په یو بل باندې به  یې په پلاستیکې تفنچه ډزې کولېنولوبه ښه ګرمه شوه اوټولوترینه ښه خوندهم واخیست .

دوی چې په یو بل ډزې کولې نویونا څاپه یې یوه پلاستکي مرمرمۍ د یو هلک په سترګه کې ولګیده اوسترګې نه یې اوښکې روانې شوې سترګه یې په درده شوه هلک په ژړا شواوپه چغو یې شروع وکړهسلیمان او نوید هم ډیرورخطا شویي وو چې دا څه وشول ټول هلکان خپلو کورنو کې پټ شول نوکله چې د هلک مور خبره شوه نو د نوید دې کورته راغله او نوید ته یې وویل چې ولېدې زما زوی ژوبل کړی دی؟

 نوید باندې یې ډیرې چغې ووهلې چې که زماد زوی سترګه ړنده شوی وای بیا به مې څه کول ته ولې داسې لوبې کوې چې په هغه کی هم ستا اوهم نوروته زیان رسیږيد نوید مورهم نوید باندې په غوصه شوه او ورته یې وویل ،چې ما خوتا ته دا خبره کړې وه چې داسې لوبه او داسې د لوبوسامان باندې لوبې مه کوۍ چې په هغه کې ټولوته زیان رسیږي اونویدهم ډیرویریدلی وه چې دا څه وشو او ډیرپیښمانه هم ونو د خپلې مورسره یې وعده وکړه چې بیا به داسې لوبې نه کوي او خپله پلاستکي تفنچه یې هم وغورځوله اود لوبو د خطرناکو سامانوسره د لوبې کولونه یې توبه وکړه چې بیا به داکارهیڅکله هم ونه کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...