خپلو اولادونو ته زغم ور زده کړئ / ژباړن: محب الله آرمل

زغم يانې نورو ته احترام کول، له نورو زده کړه کول او توپيرونه منل، د تيزې او توندې خبرې په مقابل کې ځان کنټرولول، حوصله درلودل او … نن سبا ماشومان د نړۍ له مختلفو فرهنګو او مذهبونو سره په اړيکه کې دي او دا اړيکه د راډيو، تلويزيون او انټرنېټ په مرسته ټينګه ده، داسې هم نکيږي چې د زوی په موبايل کې مو انټر نېټ فعال وي خو تاسې يې د باليوډ د لوبغاړو له ليدلو او کتلو منع کړای شئ بلکې دا کار امکان نلري. دغه راز ممکنه ده په يوه ټولګي کې هم د بېلابېلو فرهنګونو کسان را ټول وي، موږ وينو چې يو هېواد او يوه جغرافيه هم بېلابېل فرهنګونه لري، د يوې سيمې خلک کټ مټ د بلې سيمې په څېر کلتور نلري.

ځينې کورنۍ چې د بېلا بېلو فرهنګونو په منځ کې ژوند کوي راضي دي او ځينې نورې بيا له دې پېښې په ډار کې دي، هغه وخت يې دا ويره نوره هم پسې زياته شي چې د بېلابېلو فرهنګونو له خلکو سره يې رابطه موجوده وي، که څه هم چې لويان ژر خپل فرهنګ نه پريږدي خو ماشومان په آساني نوي فرهنګ ته ور مايل کيږي. نن سبا چې د ټېکنالوژۍ عصر دی او نه کيږي انکار ترې وکړو خامخا د نورو تر فرهنګي ير لاندې راځو، له يرغل د خلاصون لار څه ده؟ څنګه په يوه داسې محيط کې خپل ماشوم ته تحمل او ګزاره کول ور زده کړو ؟ يا څنګه کېدای شي له نوي ټېکنالوژيکي ژوند سره توافق وکړو او د زغم چل يې زده کړو؟ دا هغه پوښتنې دي چې د ليکنې په پاتې برخو کې به ځواب شي .

خپلو ماشومانو ته د توپيرونو زغمل ور زده کړئ

کورنۍ مسئوليت لري چې له اوسنيو لانجمنو ټولنو او ټېکنالوژۍ سره خپل ماشومان بلد او  زغم ور زده کړي، دا ور وښيي چې په ټولنه کې څنګه ژوند وکړي چې همزولي، مشران او کشران ترې آزار نه وي، څنګه درسونه او ښونځی ولولي، په ښونځي کې هغه کسان چې تر ده لايق او تکړه دي څنګه وزغمي؟

ماشوم ته د زغم زده کړه ورکول نه ډېر ساده کار دی او نه هم ډېر سخت يوازې خپل کړنې اصلاح کړئ او بېځايه غوسې هيرې کړئ .

په اوسني وخت کې د ماشوم د دنیا او آخرت برياوې پدې پورې تړاو لري چې د ده درک، تحمل کاري وړتيا، چلند… له نورو کسانو سره څنګه دی.

د افرادو تر منځ توپيرونو منلو او زغملو ته د زغم قدرت وايي، د افرادو تر منځ توپيرونه يوازې قومي، ژبني، سمتي ندی بلکې توپيرونه په جنسيت، توان، فريکي جوړښت، مغز، حواسو … کې هم شتون لري د دغه ټولو توپيرونو منل او زغمل، تحمل دی.

خو تحمل يوازې په دې معنا هم ندی چې ښه او بد ټول چلندونه ومنو. ځينې بد رفتارونه لکه دروغ ويل، غلا کول، وهل و ډبول… او يا له ټولنيزو قوانينو سر غوړنه نه تحمل کيږي او زغمل يې يو ناسم عمل دی.

زغمل يانې هغه کسان زغمل چې څنګه دي نه د دوی د بدو عمالو او کړونو تحمل کول او له خلکو سره هغه شان چلند کول چې څنګه يې له نورو هيله لرو.

زغم څنګه زده کيږي ؟

زغم هم لکه نور عادتو او خويونو په ډېره ځيرکتيا او پام زده کېدای شي. ماشومان کولی شي مخکې له دې چې خبرې وکړي اول په هماغه خبرو يو فکر هم وکړي چې ويل يا نه ويل کومې پايلې لرلی شي. دوی پدې برخه کې له خپلو والدينو تقليد کوي او ددوی چلندونه کاپي کوي. د والدينو اړيکې له خپلوانو سره چې څنګه وي هغسې يې د دوی اولادونه هم کاپي کوي، هغه ارزښتونه چې کورنۍ ټينګار پرې کوي په ماشوم هم اغېز لري او تقليد يې کوي.

البته يوه شي ته پام په کار دی او هغه دا چې د نورو زغمل پدې معنا نه دي چې خپل فرهنګ تر شا کړو او څه چې نور کوي موږ يې هم په پټو سترګو ومنو او وزغمو بلکې داسې چلند په کار دی چې نه مو سيخ سوی وي نه کباب يانې د خپل سم فرهنګ ساتل او د نورو د فرهنګ احترام کول پکار دي.

والدين څنګه کولی شي اولادونو ته زغم ور زده کړي؟

ماشوم ته د تحمل ورښودلو يوه مهمه لار داده چې خپله هم صابر او زغم کوونکي  و اوسو، که پلار په هره وړه او لویه خبره غوسه کيږي او په ماشومانو په زوره چيغي وهي ناممکنه ده چې ماشوم دې د زغم څښتن را لوی شي، دغه راز کورنۍ کولی شي چې ماشوم ته د زغم په ورزده کولو کې ځينې خاصې الګووې او نمونې يادې کړي او ورته ووايي چې هغه پلانی ماشوم هم د زغم خاوند دی لکه زما زوی.

د تحمل او زغم په اړه وخت ناوخت خبرې کول او پدې موضوع باندې بحث هم ددې لامل کيږي چې ماشوم د زغم زده کولو انګيزه واخلي او فکر پرې وکړي، له ماشوم سره لوبې کول او ماتې منل هم ماشوم ته ورزده کوي چې هر څوک ناکاميږي خو مهمه داده چې خپل ماتې ومني.

دا لاندې لارې چارې هم ماشوم ته د زغم په ور زده کولو کې مرسته کولی شي يانې هغه کارونه چې په مرسته يې کورنۍ توانېدلی شي ماشومانو ته تحمل ور زده کړي:

D خپلو کړنو ته پام وکړئ. هغه کورنۍ چې غواړي خپلو ماشومانو ته د توپيرونو د منلو او زغم په باره کې زده کړې ورکړي ورته په کار ده لومړی خپلو چلندونو کړنو، روابطو … ته پام وکړي او منفي فعاليتونه تر سره نکړي، تحمل وکړي او بې ځايه غوسې هېرې کړي. په خپل فرهنګ او سم دود او دستور ټينګار وکړي او خپله يې هم عملي کړي .

D په ياد ولرئ چې ماشوم هر خبره ډېره د قيقه اوري، نو تاسې له نور سره د خبرو په وخت په ځانګړېتوګه له هغه کسانو سره چې له تاسې سره متفاوت دي ډېر ځير اوسئ  او د ماشوم په مخ کې نور مه رشخند کوئ که څه هم ځينې ټوکې او طنزي خبرې د ملنډو لپاره نه وي خو ښه ده چې د ماشوم په وړاندې له دغسې چلندونو ډډه وشي .

Dد کتابونو، د لوبو د وسايلو، موسقۍ، هنر، تلويزيون او فلم په اړه د خپلو ماشومان انتخاب ته ځيرشئ، مه هېروئ چې رسنۍ او دا نور ذکر شوي شيان هم ستاسې د ماشوم په روح او روان فوق العاده تاثيرات لري.

D ځينې ناسمې جملې، کليمې چې اکثره وخت په رسنيو کې د بحثونو په وخت له مېلمنو اورېدل کيږي خپلو ماشومانو ته په ګوته کړئ ، تر څو دوی پوه شي چې بد هر ځای بد دي او ښه هر ځای ښه .

D د انساني توپيرونو  په اړه د خپلو ماشومانو پوښتنې او سوالونه په سړه سينه ځواب کړئ، پدې سره تاسې کولی شئ چې تفاوتونه ومنئ او پدې قانع ياست چې يو انسان کټ مټ د بل غوندې نشي کېدای او ورسره ماشوم ته دا هم ور زده کولی شئ چې د نورو زغمل او دغه شان ځان تر نورو مهم نه بلل د ټولنيز ژوند يو مهم اصل دی.

D دغه شان د خپلې کورنۍ او د کورنۍ د غړو تر منځ چې کوم توپيرونه موجود دي هم کشف کړئ او احترام ورته وکړئ، د خپلو ماشومانو ترمنځ ذوقي، سبکي، ذهني، جسمي، سني … توپيرونو ته پام وکړئ او ويې منئ تر څو ماشوم فکر وکړي چې هېڅ انسان بد ندی او هر انسان د خپل خاص اهميت لرونکی دی.

D په ياد مو وي چې تحمل د هغه چلندونو منلو ته نه وايي چې ناسم او د قبول وړ ندي. تحمل دا دی چې د هر چا شخصيت او شتون په ځمکه ومنو تحمل يې کړو ښې کړنې يې تيت او خپرې کړو او د بدو په مقابل کې توسيعه ورته وکړو.

D له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې د خپل ځان په اړه يو ښه احساس وکړي او له مايوسۍ ځان ساتنه وکړای شي، هغه ماشومان چې د خپل ځان په اړه ښه احساس نلري له انورو سره هم بد اخلاقي او بد چلندونه کوي . هغه ماشومان چې په خپل نفس زيات باور لري نوروته احترام کوي او ښې اړيکې ساتي.

Dماشومانو ته مو د کار فرصت او له نورو سره د لوبو کولو وخت ورکړئ.

D د مذهبي، ملي او ځينې نور خاصو ورځو لمانځغونډو ته خپل ماشومان هم بوزي او کنه دا کار ممکن نه و، ددې ورځو په اړه معلومات ورکړئ او ورسره آشنا يې کړئ.

D خپلو کورنيو قوانينو ته لومړی خپله احترام وکړئ او هغه عملي کړئ او بيا همدا تمه له خپلو ماشومانو هم ولرئ .

پايله :کومې کورنۍ چې خپلو اولادونو ته زغم ورښودلی شي،آزادي ورکوي چې خپل فکرونه مطرح کړي، د دوی لپاره ځان ښه الګو جوړوي، او بلاخره د ماشوم د راتلونکې غم ورسره وي له خپلو اولادونو دا تمه کولی شي چې په راتلونکې کې بريالي، پر ځای باوري او نېکمرغه کسان و اوسيږي.       ۱۳۹۵-۲-۱۸

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...