د نوي نسل د روزلو له پاره د مطالعې د نهضت پراخیدل او غني کیدل

پوهندوی آصف بهاند –

زما له پاره قهرمان هغه څوک دی

چې د راکټونوپه ځای کتابونه ویشي.

د نوي نسل د روزلو په سلسله کې ما په لومړي ګام کې د کوچنیانو ادبیاتو ته د اړینې پاملرنې په خاطر لومړی یو کتاب(د کوچنیانو ادبیات) او ورپسېمې د مهاجرت په چاپیریال کې «د کوچنیانو ادبیات تاریخي پسمنظر او اوسنی حالت» تر نامه لاندېیو شمیر مقالې لیکلې دي،چې تر اوسه اته ویشت(۲۸)عنوانه خپرې شوې دي.

د هغو تر څنګه مې د مطالعې د عامیدو له پاره د مطالعې د مهموالي، د مطالعې په برخه کې د شته ستونزو او د دې ستونزو د حللارو په باب ګڼې مقالې لیکلې دي، چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:

ــ زموږ تعلیمي نظام او د جهاديکتابونولړۍ،

ــ د افغانستان ښوونیزنظامجامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل… ؟

ــ نوی نسل، مطالعهستونزېاو نوې هیلې،

ــ کتاب، مطالعه اوزموږدریځ )د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت (،

ــ څوبیسوادهنسلونهاو زموږ مسوولیت،

ــ د مطالعېدوداو دوې وروستۍ مقالې،

ــ کتابسوځونهونه،

ــ څو مقالې، څوڅپیړېاو یو یاد داشت،

ــ مشرانو تاسې دټوپکتخم کرلی ولې؟

ــ یو تصویر،زرخبرې) د مطالعې د پلویانو نوي ګامونه(

ــ قلم، ټویک او چکچکې،

ــ تعلیم، کتاب ویشنه،مطالعهاو قلملار ټولنه،

ــ »راتلونکینسلښاد کړئ« ، )د نوی نسل نوې روزنه(

ــ چیرې چېښوونکینه وي،

د دغو یادو مقالو په ترڅ کې مې وخت په وخت ټینګار کړی دی چې د نوي نسل روزنه یو اړین کار دی ا و که نوی نسل و نه روزل شي، ممکنه نه ده چې د یوې ټولنې د پرمختګ، آبادۍ او ښیرازۍ بنسټ دې کیښودل شي او د دې هیلې د پوره کیدو بنسټ سواد زدکړه او منظمه مطاله جوړي.

نن سبا لیدل کیږي چې زما او ما ته ورته د نورو فرهنګي دوستانو د هیلو غو ټۍ په غوړیدو دي او په دې ورستیو کې په لومړي ګام کې د کوچنیانو د ادبیاتو په بر خه کې د پامالرنې وړ کارونه شوي دي، چې غوره بیلګې یې:

ــ د ماشوم د ادبیاتو کوربنسټفعالیتونه،

ــ اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري د ځینو محفلونو جوړیدل،

ــ د ښاغلي محمود مرهون په هڅو او زیار د کوچنیاو له پاره تر پنځوسعنوانه ډیر کتابونه لیکل، ژباړل او خپرول،

ــ د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې دښاغلياحمد ولي اڅکزی هڅې،

او په دویم ګام کې د مطالعې په برخه کې هم داسې د پاملرنې وړ کارونه شوي دي چې د افغانستان غوندې له بیلابیلو رنخونو سره لاس ګریوان ټولنه او په نظامي ستونزو اخته ټولنه کېیې تصور هم نه کیده.

د افغانستان په بیلابیلو ځایونو کې ښايي د مطالعې په باب او د مطالعې د عامیدو له پاره ګڼو ښاغلو او آغلو هلې ځلې کړې وي چې له ځینو نه به یې زه خبر هم نه یم چې زه یې خپل قصور ګڼم او ځینې یې چې زما له نظره تیرې شوې دي، په رښتییا سره د پاملرنې او خوشالتیا وړ دی، داسې چې د امید سترګې ور اوښتی شي.

زه به یې د دوو ورستیو هڅو یادونه دلته د نمونې په ډول د دې له پاره وکړم چې د مطالعې، کتاب لوستنې او د نوي نسل د روزلو د نهضت او طرز تفکر د تبلیغ او رواجیدو له پاره نور هم لاره آواره کړای شي:

ښاغلي مطیع ا لله ویسا ، چې د دې لاري یو سر سپارلی او نه ستړي کیدونکی هڅاند لاروی دی، د ۲۰۱۶ ام کال د جون په دریمه په خپل فیسبوک پاڼه کې د مطالعې د رواجیدو او کتاب ویشنې د عامیدو په باب یو عملي ګزارش په دې شرحه خپور کړ:

«نومیالي دي چي یادیږي !(۳ اتلان )

۱ـښاغلی صابرحسینيبامیانو ولایت کي پر ماشومانو دسایکل په مرسته کتابونه ویشي او ګرځنده کمپاین کوي ماشومانو ته دماشومانو اړوند کتابونه رسوي، بامیانو ولایت کي یې د ماشومانو له پاره څو کتابتونه جوړ کړیدي.
۲-ښاغلی اجمل تورمان چي دکلونو څخه ماشومانو له پاره لنډ شعرونه، کیسي لیکلي، کابل کي دماشومانو له پاره دماشومانو ادبیاتو کور په نوم بنسټ جوړ کړیدی، ترڅو افغان ماشومانو ته دماشومان برخه کتابونه چاپ کړي او سهار ماښام لګیا دی زحمت باسي.
۳ـښاغلی حمدالله ارباب او ښاغلی احمد ماهر مومند ننګرهار ولایت کي دماشومانو له پاره دمسکاګرځنده کتابتون په نوم بنسټ خلاص کړ، ترڅو ننګرهار او مشرقی ولایتونو ماشومانو ته دماشومانو برخه کتابونه ورسوي.

یاده دی وي دا کار ښاغلی احمد ماهر مومند کړیدی چي اصلا بهر کی اوسی خو ننګرهار کی یې کارونه ښاغلی ارباب مخته وړی. دښاغلی مومند تصویر او کارونه به بل وخت درسره شریک کړم.

هرڅوک خپل نظر لری، چاته به څوک اتل نومیالی وی، خو ماته هاغه څوک نومیالی دی چي دوطن دماشومانو تعلیم له پاره خدمت کوي همدا دری واړه زما نومیالی دي.
دټولو دوستانو هیله کوم ددیو واړو بنسټونو سره تر خپله وسه مرسته وکړي ترڅو دافغان ماشومانو ښه روزنه وکړو او همدا بنسټونه پراخ سي.»

دغه راز په همدې نیټه د مطالعې د رواجیدو اود کتاب او مطالعې د عامیدو له پاره ښاغلي انجنیر زهیر شینواري هم په خپله فیسبوک پاڼه کې د یو بل فعالیت ګزارش په دې شرحه خپور کړ:

«نن دمسکاپه نامه ګرځنده كتابتون!
د يو شمير با احساسه افغانانو په مالي مرسته، دجلال آباد په سپين غر هوټل كې د يوې مجللې غونډې په ترڅ كې پرانستل شو!
دغه كتابتون به په يو زرنج موټر كې، د ښار په بيلابيلو كوڅو كى ماشومانو ته، د هغوي د خوښى كتابونه رسوي، ماشومان به يې په دوه درې ورځو كې لولي او بيا به يى بيرته همدې كتابتون ته سپاري…

د ښاغلو حمدالله ارباب او احمد ماهر مومند د هڅو په باب د ښاغلي ویسا په ګزارش کې تفصیل لږ څه ډیر راوړل شوی دی چې ما پاس اقتباس کړی دی.

ما د مطالعې او کوچنیانو ادبیاتو په باره کې دښاغلواجمل تورمان

او صابر حسیني د هڅو یادونه کړې ده، خو د ښاغلو حمدالله ارباب او احمد ماهر مومند، چې په ننګرهار کې د ماشومانو له پاره د موسکا ګرځنده کتابتون جوړ کړی او هڅې یې پیل کړیدي، زما له پاره نوی، خوشالونکی او تازه خبر دی. د دوی دې کور ودان وي چې دې اړینې موضوع ته یې پام ور اوښتی دی او د نوي نسل د ښې روزنې له پاره یې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هڅې پیل کړي دي.

د دوی دې ځکه دوه ځلي او لا سل ځلي کور ودان وي

چې نور راکټونه ویشي دوی کتابونه ویشي.

د مطالعې او کتاب لوستنې د مهم والي په نظر کې نیولو سرد نوي نسل د روزنې د پلويانو له لوري د نوي نسل د روزلو په موخه د داسې فعالیتونو عامیدو ته چې زه ګورم یو څه هیلې مې په زړه کې غوټۍ کوي چې د نوي نسل د روزلو او د نوي ژوند او نوې ټولنې د رامنځ ته کولو له پاره کار او عملي هلې ځلې نور هم مخ پر وړاندې روانې دي.

کتاب هغه ډیوه ده چې د ژوند لارې رڼا کوي،

نوی نسل هغه ځواک دی چې

هم ژوند او نړۍ ورانولی شی

او هم یې ژغورلی او ودانولی شي

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...