د ښې کورنۍ ځانګړنې/ ژباړن. بشیر محمدي

ماشومان په نویوالي او موندنو عاشقان دي او دغه نکته د دوی د زده کړو د څرنګوالي یوه مهمه برخه ده.

موږ له متخصیصینو څخه وپوښتل چې ماشومان تر بل هرڅه له خپل مور او پلار نه څه څه غواړي؟ او د دوی ځواب دا لاندې خبرې وې.

۱ـ کورني سنتي دودونه او رواجونه رامنځته کړئ:

د ځانګړو سنتي دودونو او رواجونو درلودل تاسې او ستاسو ماشومانو ته د اړیکو فرصت درکوي، مهمه نده چې هغه دودونه څه دي.

بشیر محمدي

بشیر محمدي

په شریکه د غذا پخول، په شپه کې د یوه داستان لوستل، د ګلانو کرل یا په باغچه کې باغواني کول، د خپلې خوښې وړ یوې فکري بازۍ ترسره کول، دا هغه ډله مراسم دي چې ماشومان ورسره ځانګړې مینه لري.خلاقیت ولرئ؛ داسې پلار پیژنم چې هره جمعه خپله لور د سهار چای خوړلو لپاره بهر وړي. په واقیعت سره مهمه نه ده چې دا دودونه څه دي، ترهغه وخته یو څه دي چې ته او ستا ماشوم ترې خوند واخلئ، مهیم دي چې د کولو لپاره یې دوام ورکړئ.

۲ـ د خپل ماشوم شخصیت وپیژنۍ:

د غوره  پلار او مور د ښه توب اساس دا دی چې د خپل ماشوم اخلاق په واقعي توګه وپیژني او خپله مورنۍ او پلرنۍ لاره د ماشوم له روان سره عیاره کړي. په هره کورنۍ کې ماشوم متفاوت دی.که هر ماشوم په جلا جلا توګه وپیژندل شي او له هر ماشوم سره په مناسبه توګه چلند وشي، جنګونه او دعوې به په نشت واوړي. که ډیر ځیرک زوی لرئ، د شپې ورسره ډیرې لوبې مه کوۍ، ځکه چې د ماشوم د خوب سیستم خرابیږي. د دې پرځای ماشوم دې ته وهڅوئ چې آرام فعالیتونه ترسره کړي او په دې برخه کې تاسو هم ورسره مرسته وکړئ.

۳ـ د یوه ښه او نمونه پلار رول ادا کړئ:

 پلرونه او میندې باید هره شپه له خپله ځانه وپوښتي؛ که چیرې زما ماشوم یوازې زما له کړنو زده کړې کوي نو نن مې څه ورښوودلي دي؟ په احتمالي توګه اکثره هغه سهوې چې مور او پلار یې په دوامداره توګه کوي دا دي چې یوازې خبرې کوي خو په عمل کې یې په برعکس لاس پورې کوي. موږ ډیر ځله د صبر او حوصلې په اړه ماشومانو ته خبرې کوو خو چې کله په یوه ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ایساریږو نو له ډیرې غصې چاودنه کوو. ماشومانو ته وایو چې غیبت مه کوئ خو لږ وروسته پخپله دا کار کوو. هغوی صداقت او ریښتینولۍ ته رابولو،  ولې خپله دروغ وایو.

دا په دې مانا نده چې پلرونه او میندې باید کامل ایډیل وي. مګر کله چې په یوه کار کې ماتې خورو اړتیا ده چې زموږ ماشومان هم زموږ له تیروتنو زده کړه وکړي. د بیلګې په توګه؛ که کله هم په ګډوډ حالت کې قرار ولرو جدي او سخته نیوکه کوو، خو وروسته بیرته پښیمانه کیږو. نو ښه به دا وي چې خپل ماشوم ته اعتراف وکړو او ووایو چې زه بښنه غواړم ما نه غوښتل دومره جدي شم او دا خبره مې باید په نرمۍ سره کړې وای.د  دې کار په ترسره کولو سره موږ خپل ماشوم ته د اهمیت او درناوي  درس ورکول کیږي.

۴ـ ماشومان موندنو اوسپړنو ته وهڅوئ:

ماشومان په سپړنو او نویو موندنو مین وګړي دي او دغه ټکی، د دوی د زده کړو د څرنګوالي یوه مهیمه برخه ده. که میندې او پلرونه په ماشومانو غږ وکړي چې دا کار مه کوه او یا له دې ځایه لرې شه، ماشومان له نا اشنا مسایلو سره د ویرې زده کړه ترلاسه کوي او ډارن اموخته کیږي.

ماشومان چې کله نوي څه خوښ او پیدا کړي د خپلو میندو او پلرونو ډیر مثبت غبرګونونه ترلاسه کوي په دې صورت کې دو خپل ژوند په پوره پیاوړتیا او باور سره پر مخ بیایي. بهتره دا ده چې ماشوم ته چاپیریال د ده د سویې په شان برابر شي او بیا اجازه ورکړل شي چې په لوښو او وسایلو لوبې وکړي. خپل ماشومان پارکونو، باغ وحش، کتابتونونو، او هنري ځایونو ته بوزئ. که غواړئ ماشوم مو فعال او نوښتګر شي، تشویق یې کړئ، ماشوم ته دغه لاره د زده کړو د ترلاسه کیدو یوه مهیمه وسیله کیدای شي. کوښښ وکړئ چې د خپل ماشوم ترټولو لوی تشویق کوونکي واوسئ.

 ۵ـ شخصي محدودیتونه وضع کړئ:

ماشومان په هغه کورنۍ کې ځانګړی پرمختګ کوي او تازه کیږي چې منظم کورني جوړښتونه، حدود او قوانین ولري. مګر ډیری میندې او پلرونه ماشومانوته د خپل احساس له مخې دکورنیو د قوانیو په انتقال کې تیروتنه کوي. که مو فکر کړی وي موږ لویانو ته هم دا خوند نه راکوي چې څوک راته ووایي چې دا کار وکړه او موږ فکر کوو چې ماشومان مو قوانينو ته منفي فکر کوي، خو ماشومان والدينو ته اړتيا لري، والدين که کوم محدود يتونه هم وضع کوي اړينه ده چې پايلې يې په ذهن کې ونيسي.

ښه داده چې کورني قوانين او اصول ولرو او هغه داسې ترتيب کړو چې د هېچا شخصيت ته پکې تاوان ونه رسي، د کورنيو اصولو يوه لويه ګټه داده چې ماشوم ته احساس ور پيدا کيږي چې په نړۍ کې هم قانون او اصول شته چې آزادۍ او محدودو يتونه لري او بايد درناوی يې وشي.

۶ ـ  ماشوم مو په خپله وهڅوئ :

مهمه داده چې ماشوم ته مو داسې فکر ورکړی چې هغه تاسې ته تر هرڅه زيات ارزښت لري او په وړاندې يې بې پروا نه ياست، د نېکو کارونو د انجامولو په وخت يې وهڅوئ خو د کار نيمګړتيا وې يې ورته په ګوته کړئ.

څېړنو په ډاکه کړې چې دا ډول پيغامونه د ماشوم په احساساتو فوق العاده اغېزې لرې او هغوته د ښه کار کولو فکر ورکوي ،اکثره ماشومان نه پوهيږي جې مور او پلار دوی څومره هڅوي، د دوی کارونه څومره مهم بولي او څومره ترې راضي دي، ماشوم ته په ښه کارونو تشويق او په بدو توصیه مه هېروئ.

کله چې ماشوم له خپلې خور يا ورور سره دعوه کوي تاسې يې ګرم لورئ دومره مه تهديوئ چې عقده واخلي او ستاسې خبرې غرضي وبولي.

ماشوم ته مو بايد احساس ورکړئ چې تاسې په هغوی باور لرئ او ډاډه ياست چې دوی به ښه خلک وي، کله چې ماشوم له درېيو يا څلورو کلونو پورته کيږي د دوی د سالمې بوختيا لپاره بايد فکر وکړئ ځکه چې د بې کاره سړي مغز د شيطان کور وي.

کله نا کله والدين له دې ویريږي چې که مې ماشوم د ورزش، کمپيو ټر … کورس ته واستوم هسې نه تر نور کم راشي او له شرم سره مې مخ کړي، ډغه ډله پلرونه بايد ومنې چې دوی له خپلو ماشومانو موټر جوړ کړي او غواړي د تل لپاره يې په خپله خوښه وچلوي او آزادي تر واخلي .

۱۳۹۵-۳-۲۱

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...