ولې بې جرئته يو؟/ ډاکتر محب زغم

د بې جرئتۍ اصلي لامل وېره ده. خپله خبره ځكه نه كوو، چې خلك راپورې ونه خاندي، چې خلكو ته نا پوه يا بې ادبه ښكاره نه شو. يا مثلاً په مستبدو نظامونو كې د چارواكو يا زورواكو پر ضد ځكه څه نه وايو، چې سر ته به مو خطر پېښ شي.

موږ له دې وېرې، چې د خلكو په نظر سپك ښكاره نه شو، اكثره وخت خپل احساسات پټوو. مثلاً په واده كې سندرغاړى زموږ په طبعه برابره سندره بولي. زړه مو غواړي ورته چكچكې وكړو؛ خو دې ته ګورو، چې نور خلك څه كوي. كه بل چا چكچكې وكړې، موږ يې هم كوو، كه نورو څه ونه كړل، موږ يې هم نه كوو. كله كله داسې هم پېښېږي، چې د سړي زړه كېږي چې ونڅېږي؛ خو د دې لپاره چې سپك ښكاره نه شي، خپل دغه احساس پر شا تمبوي. البته دا ډول بې جرئتي د ټولنې په باورنو او دود دستور پورې اړه لري او ډېر زيان نه لري؛ خو هغه ډول بې جرئتي چې خپل نظر نه شو بيانولاى، مضره ده.

البته بايد جرئت او بې حيايي سره غلط نه كړو. كه زه د مشرانو په مخ كې خپله معقوله خبره نه شم كولاى دا بې جرئتي ده؛ خو كه د مشرانو پر وړاندې چټياټ وايم، بې ځايه ټوكې او مسخرې كوم، دا نو بې حيايي ده.

سړى ولې بې جرئته كېږي؟

نا سمه روزنه د بې جرئتۍ سبب ګرځي. كله چې ماشومان او زلمكي غواړي د يوې موضوع په باب خپل نظر ووايي، موږ ورته وايو: غلى، ستا يې په دې كارو كې څه؟ د لويانو په مجلسونو كې ماشومانو ته د ناستې حق نه وركوو او كه كېناستلو ته يې پرې هم ږدو، د خبرو حق خو بيخي نه وركوو. زموږ  دا ډول چلند د دې سبب ګرځي، چې ماشومان مو ځانونه كوچني او حقير وګڼي. په دوى كه به د حقارت احساس پيدا شي. بيا به په لويېنه كې هم دغه وېره ورسره وي، چې كه زه خبرې وكړم، نو خلك به راپورې وخاندي.

په ښوونځيو كې هم، كه شاګرد د استاد پوښتنې ته ناسم ځواب وركړي؛ نو استاد يې تحقيروي، چې ته څومره ټمبل يې، ولې درس نه وايي؟ ځينې ښوونكي شاګردان د ټولګي مخې ته يا پر مېز باندې دروي او ټولګيوال ورپورې خندوي. كه زده كوونكى قوي روحيه ونه لري، بل ځل يې كه درس زده هم وي، د ويلو جرئت يې نه كوي.

څه بايد وكړو چې د بې جرئتۍ مخه ونيسو؟

ميندو او پلرونو ته په كار دي، چې خپلو بچيو ته د كور پر مسايلو د نظر د څرګندولو حق وركړي. بلكې دوى بايد په هره چاره كې له خپلو اولادونو سلا وغواړي، كېداى شي د ماشوم نظر ناسم وي؛ خو بايد ورته غوږ ونيسو او ورته ووايو، چې ستا خبره په دې دليل سمه نه ده. دا به د هغه د شخصيت پر ودې ښه اغېزه وكړي او جرئت به يې زيات كړي. كله كله داسې هم كېږي، چې د ماشوم نظر زموږ تر نظر ښه وي. په داسې وخت كې بايد هغه ته شاباسي وركړو.

ښوونكو ته هم بويه چې شاګرد ونه رټي، بلكې په پسته ژبه ورته سم ځواب ووايي. ماشومان ګومان كوي، چې ميندې، پلرونه او ښوونكي يې پر هر څه پوهېږي. ښه به دا وي چې ښوونكي خپل شاګردان له دې غلط فهمۍ راوباسي. بايد شاګردانو ته دا احساس وركړي، چې هېڅوك پوره نه دي، هېڅوك پر هر څه نه پوهېږي، ممكن د هرې پوښتنې ځواب د ښوونكي هم نه وي زده. په دې توګه به شاګردان د ځواب ويلو جرئت پيدا كړي. بيا به دوى په دې نه وېرېږي، چې كه ځواب مې سم نه و؛ نو زه به ناپوه يا ټمبل ښكاره شم. ښوونكي بايد شاګردانو ته دا احساس وركړي، چې ټول خلك يو ډول نه دي. اصلاً هېڅوك ټمبل نه دي. ممكن يو شاګرد په نورو درسونو كې ښه تكړه وي؛ خو رسامي يې نه وي زده. بل يو ممكن په نورو مضمونونو كې پڅ وي؛ خو رسامي يې ښه وي. شايد يو شاګرد تر هر څه په سپورټ او په لوبو كې تكړه وي. بايد په ياد ولرو، چې ټولنه مو په هره څانګه كې تكړه كسانو ته اړتيا لري. هر څوك له خپل وس او استعداد سره سم ټولنې ته خير رسولاى شي.

د خپلې د بې جرئتۍ علاج څنګه وكړو؟

كه د خپلو خبرو او نظريو د څرګندولو جرئت نه لرئ؛ نو د علاج يوه لاره يې دا ده، چې له خپلو خويندو وروڼو او يا ټولګيوالو سره د وينا كولو تمرين وكړئ. له بالښتو څخه ستېژ جوړ كړئ او كه په ټولګي كې ياست، د ټولګي مخې ته ودرېږي او په وار سره د يوې ټاكلې موضوع په باب وينا وكړئ.  البته د وينا لپاره وار له مخې تيارى ونيسئ. تاسې به وګورئ چې په اولو ورځو كې ځينې خبرې، چې په زړه كې مو لرلې، د وينا پر وخت مو هېرې شوې دي؛ خو د وخت په تېرېدو او په تمرين سره به مو دغه ستونزه هم لرې شي.

ښه به دا وي، چې تر تمرين د مخه، په كور كې د هيندارې مخې ته ودرېږئ او په لوړ اواز وينا وكړئ.

ممكن ګران لوستونكي به په دې اړه نورې تجربې ولري؛ نو هيله كوم چې د خپلو تجربو حال له موږ او نورو لوستونكو سره هم شريك كړي.

3 comments

  1. محمديوسف Reply

    سلامونه مى ومنى
    يو بل شه تمرين دا ده جى خبل غز تيف كره او بيا بيرته به خبله واوره،به دى دول كولى شى جى خبله غلطى اصلا كرى او هم زان ارزيبابى كولى سى جى وينا دى سرنكه ده

  2. Abdulbaset Reply

    سلامونه ﺯما په نظر يو لامل به يي دا وي چي هغه هلکان او ماشومان چي ټول عمر يي په اطراف کي ژوند کړى وي ښار ته يي ډير کم تګ راتګ کړى وي

    ﺯه په خپل نظر داسي يو فکر کوم

    هغه ماشومان که لږ ښارته تګ راتګ وکړى ﺯه فکر کوم لږ به دهغه جرءت نور هم بالا شى
    فکر کوم د بي جرءتۍ يو لامل به يي داهم وي

  3. محمد الله Reply

    سلامونه
    زما په نظر د بی جرتی یو لامل دا دی چی مونژ ماشومانو ته ارزشت نه ورکوو خبری ته یی غوژ نه نیسو او بل په مکتب کی د استادانو له خوا تحقیر کیژی

Leave a Reply to محمديوسف Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...