ولې ماشومان؟ / ډاکـــــتر محب زغم

 تر بل هر هېواد په افغانستان كې ډېر ماشومان پينځه كلنى عمر ته تر رسېدو د مخه مړه كېږي. د دغو مړينو اكثره پېښې د ميكروبي ناروغيو او ناولتيا په وجه راپېښېږي، چې په اسانۍ سره يې مخه نيولاى شو.

زموږ اكثره ميندې بې سوادې دي، دوى په كم عمر وادونه كوي او تجربه يې نه وي پيدا كړې. دوى داسې وخت كې ماشوم زېږوي، چې د ماشوم په پالنه نه پوهېږي. نه پوهېږي ماشوم څرنګه پرېمينځي، څه ډول جامې ورته جوړې كړي، كه ماشوم وژاړي نو څه بايد وكړي او دغسې نورې ستونزې شته، چې بايد هره مور پرې وپوهېږي.

زموږ په اكثرو كورنيو كې له ماشومانو سره سم چلند نه كېږي، ماشوم وهل كېږي، ټكول كېږي، خبرو ته يې څوك غوږ نه نيسي، غوښتنو ته يې اهميت نه وركول كېږي او په دې توګه ماشومان مو له اروايي ستونزو او حقارت سره رالويېږي.

زموږ د ټولنې ناسمو دودونو زموږ پر ماشومانو هم پوره اغېزه كړې ده. موږ هلك تر نجلۍ تر غوره ګڼو، نجونو ته د زده كړې حق نه وركوو، لوڼې په ماشومتوب كې وركوو او تر اتلس كلنۍ د مخه يې وادوو.

موږ نه پوهېږو خپلو ماشومانو ته څه ډول لوبكۍ واخلو، كومې لوبې ماشومانو ته ګټه لري او كومې ساعت تيرۍ يې په تاوان دي.

موږ د خپلو ماشومانو لپاره په كافي اندازه كتابونه نه لرو. ماشوم خوندورې كيسې غواړي، پخوا به ميندو يا اناګانو ماشومانو ته كيسې كولې، خو اوس دوى هم بې حوصلې دي. د ښوونځيو كتابونه هم پوهې او خوند ته د رسېدو لپاره د ماشوم تنده نه شي ماتولاى.

نوره نړۍ د خپلو تجربو د شريكولو په وجه پر مخ تللې ده. كه موږ او تاسې هم خپلې تجربې سره شريكې كړو، نو د ترقۍ پر لور به روان شو.

په همدې خاطر مو د ماشومانو لپاره دغه ځانګړې كړكۍ جوړه كړه. هر څوك چې د وطن خير غواړي او د هېواد له ماشومانو سره خواخوږي لري، نو د خير په دې كار كې دې ونډه واخلي. موږ كه د سولې غم نه شو كولاى، كه د وطن د پرمختګ لپاره طرحه نه شو جوړولاى او كه نورې لويې چارې نه شو تر سره كولاى، نو څه چې مو په وس كې وي، هغه خو بايد وكړو. دنيا له همدغسې وړو كارونو جوړه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...