ترانې/ اسدالله بلهار جلالزی

 ۱۰ اور

اوره اوره بل سه!

1کمکی ماما ته غل سه!

ړنده چرګه ویده ده

ګیدو ورته په چل سه

************

 ۱۱ غنم

ګیډۍ ګيدۍ غنم

خپل کورته راوړم

الوی يي په مزه کړم

1له ادې سره يي خورم

ابا ته یې ساتم

توتکۍ هم راولم

ګیډۍ ګیډۍ غنم

چرګوړوته يي وړم

**********

 ۱۲ اس

اس تورښه دی که سپین؟

1راشه کړه يي راته زین

سپور ور باندې ما کړه

قیضه يې لاس کې را کړه

اوږده اوږده يي ورږ دي

څک څک يي لا غوږ دي

اوږده لکۍ يي شکه ده

ناسته پې شیشکه ده

**********

۱۳  اسمان

شین اسمانه شین

1ستوري دي وړانګین

دشپي درسره ستورې

خبرې کوي نورې

ښایسته د دوړو لاره

له تاسره اواره

غورهار د طیارو

بل يي ګروپ داشارو

زه يي شمارم هربیګاه

رارواني وي بیا بیا

***********

۱۴  وری

تور وری مې ډارن دي

1برګ وری رمباړن دی

سور وری مې خوښیږي

له ماسره اوسیږي

زه ورته واښه راوړم

ډیر راوړمه ښه راوړم

هم ورته اوبه راوړم

بادرنګ له پالیزه راوړم

**********

۱۵ اوبه

پاکي اوستره اوبه

یخي اوتازه اوبه

نه یی تویومه زه

نه يې ککړه ومه زه

ګل ته مې اوبه راوړم

څو واري يې زه راوړم

اوبه چې څوک ضایعه کړې

ځان به ازده کړې

************

۱۶ بوټونه

پلاره راته راوړه

تور واړه بوټونه

چې نه يي وي بندونه

او نه هم ځنځیرونه

تړم چې يي بندونه

تیریږي پې وختونه

ناوخته  شی درسونه

معلم مې بیا په لښتو

وهي  واړه لاسونه

بیا بیا کوي دردونه

***************

۱۷ ماشین

زما ماما دهقان دی

ماشین يي اوس چالان دی

پالیز یی ډیر کرلی

بادرنګ ورباندې ګران دی

یخي د ماشین اوبه

ماما ډیر سر ګردان دی

نه غواړوموږ واښه

بادرنګ زموږ ارمان دی

غواړوموږه یو بادرنګ

ماما ګله نور مه جنګ

**********

۱۸ لاره

دالاره اوږده لاره

دالاره کږه لاره

په شنو پټوکې تللي ده

ډیره ښایسته لاره

زه په لاره سم ځم

کرارځم په قدم ځم

***********

۱۹ معلم

زموږه معلم ځوان دی

کوږ کوږ را روان دی

په لاس کې لرګی دی

له ټولو سره وران دی

هلکان ځني ډاریږي

بیرغ غوندې رپیږي

**********

 ۲۰ زوړ معلم

زموږ معلم زوړ دی

له موږه سره جوړ دی

لاس کې رسمونه دي

رنګا رنګ ګلونه دي

ټول ورته خوشاله یوو

سبق ته يي لیواله یوو

خدایه ته ښه ژوند ورکه

ډک يي هم له خوند ورکه

*********

 ۲۱ میږي

میږی زما اشنا دی

تل بوخت دی اولګیا دی

دانه راوړي غنم راوړي

زیارکښ هم له هرچا دی

نرۍ شانته ملا لری

ګرد ی سر لکه زما دی

پښی يې جګې جګې دي

تور دی په خندا دی

************

۲۲ کېسۍ

سندری وايي ښې

څلوريي دې پښي

په ډنډ کې يي ژوندون دی

دنورو کړې پیښې

ملخ ته ماما ګل وايي

تل غاړې کړې اوږدی

ځان ورته بلبل ښکاري

بلبل د باغچي

دوه يي رډې سترګي دي

شونډې یی هم شنې

ټوپ وهي په هره خوا

ته وا: سوي دشنې رشقې

اوس ووایه اشنا

نوم يي څه بولي رښتیا

********

اسدالله بلهار جلالزی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...