د پلار مينه/ احسان الله عابد

ماشوم له خپل پلار سره د سرای په باغچه کي ناست و، ناڅاپه يو کارغه راغی او د باغچې پر پنجرو کښېناسته.
پلار له خپل زوی څخه وپوښتل « دا څه شی دئ؟ » زوی يې ځواب ورکړ، « کارغه دئ »

وروسته له څو دقيقو څخه يې دوهم ځل بيا ورڅخه وپوښتل «دا څه شی دئ؟» “زوی يې ورته وويل بابا ما اوس تاته وويل چي دا کارغه دئ!”

لنډي شېبې تيري سوې پلار يې بيا په مينه خپل زوی ته وويل: «زويه دا څه شی دئ؟» زوی يې قهرجن سو ودرېده تندی يې تريو کړ او په لوړ اواز يې وويل: کارغه، کارغه ، کارغه!

پلار يې سر ځوړند کړ، خپلې خوني ته ولاړ. هلته کښېناسته پخوانۍ خاطرې يې وريادې کړې. يوه زړه کتابچه يې راواخيسته، خلاصه يې کړه او خپل زوی ته يې ورکړه چي ویې وايي. په هغه صفحه کي داسي ليکل سوي وه.

“نن مي کوچنی زوی د ۳ کالو دی، او زما سره د سرای په باغچه کي ناست دی، کله چي کارغه راغی زوی مي زما څخه ۲۳ واري وپوښتل چي بابا دا څه شي دئ؟ ما هم ۲۳ واري په مينه ځواب ورکړ چي زوی جانه دا کارغه دئ. هر ځل په مينه پوښتنه راڅخه وکړي او زه هر واري په مينه ځواب ورکړم، هيڅ نه په غوسه کېږم د خپل زوی سره مي مينه نوره هم زياتيږي.”
13.5.2016

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...