پنېر او مور یې/ ژباړه: وحیدالله اکسیر

وو نه و، یو موږک و او یوه یې مور. موږک پنېر نومېده. پنېر او مور يې په غار کې اوسېدل خودا غار عادي غار نه و. ټولو موږکانو یې د درلودلو ارمان درلود. غارله پنېر څخه جوړ شوی و. موږک او مور یې همدا پنېر خوړ او مجبوره نه وو چې خواړه له دباندې راوړي.

یوه ورځ د پنېر مور پنېر ته وویل:

«پنېرجانه! په غار کې به په تنګ شوی يې، راځه چې بېرون ته د بوزم او سیل درباندې وکړم.»

پنېر ورسره ومنله او په خوشالۍ له غاره ووتل. هلته او دلته ډېر وګرځېدل. وږي شول. د پنېر مورپنېر ته وویل:

«ته دلته لوبې کوه، زه به یو څه پیدا کړم چې ویې خورو.»

مور یې لاړه او پنېر په لوبو لګیا شو. یو څه وخت چې تېر شو، پنېر په چیغو پیل وکړ:

«مورې!! مورې!! خوري مې!! خوري مې!!»

د پنېر مور چې چیغې واورېدې، د زوی په لور یې ورمنډه کړې. یو دم ودرېده، یوه لویه پیشو یې ولیده. پیشو پنېر اخوا دېخوا ځغلولو او پنېرژړاوې کولې او چیغې يې وهلې:

«مورې!! مورې!! خوري مې!! »

یو ناڅاپه د سپي غپا شوه: «غپ، غپ، غپ…» پیشو چې د سپي غپ غپ واورېد، دوې پښې یې خپلې کړې، دوې پردۍ؛ په تراټ وتښتېده.پنېر او مور یې کور ته روان شول. په لاره کې پنېرودرېد او مور ته يې وویل:

«راځه هغه سپی پیدا کړو، هغه سپي خو زه له پیشو وژغورلم. زه وایم چې باید مننه ترې وکړو» مور یې ورته وویل: «زویه! هغه سپی نه و، هغه زه وم، پیشو ته ما وغپل. زه د سپیو په ژبه پوهېږم.» پنېر یې د مور لاسونه ونیول، ښکل یې کړل او ورته ویې ویل: «چې کور ته لاړو، ما ته به هم د سپیو ژبه را زده کوې.»

او بیا د پنېر مور پنېر ته د سپیو ژبه ورزده کوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...