خوندورې کیسې/ پوهندوی آصف بهاند

(د کوچنیانو له پاره د کیسو ټولګه)

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

نهه ویشتمه برخه

د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په بیلا بیلو برخو کې مې وخت په وخت د کوچنیانو له پاره د کیسو مجموعې، د شعرونو ټولګې او ژباړل شوي مواد هغه وخت معرفي کړي دي چې په لاس راغلي دي. ما د یادو مقالو په نهمه برخه کې په لنډ ډول  داسې لیکلي وو:

«… په دویمه برخه کې د کوچنیانو له پاره د کیسو او شعرونو ټولګې دي چې اساسي برخه یې همدا جوړوي. کومې ټولګې چې په ویبپاڼو کې او یا په چاپي بڼه ما لیدلي او لوستلي دي، هغه به دلته تاسو درنو لوستونکو ته په لنډ ډول در وپیژنم.»

د کوچنیانو له پاره د شعرونو او کیسو د ټولګو د معرفي په سلسله کې په همدې نږدې ورځو کې د «خوندورې کیسې» تر سر لیک لاندې د ژباړل شوو کیسو یو ټولکه په لاس راغله چې په دې مقاله کې به خبرې ور باندې وکړم:

د کیسو دا ټولګه «خوندورې کیسې» نومیږي چې دا یې لومړی ټوک دی. د کیسو په دې ټولګه کې اته څلویښت (۴۸) کیسې رواړل شوې دي او د هرې کیسې په پای کې یوه لنډه، خونده وره او له لوړ پیام نه ډکه ټوکه هم راوړل شوې ده.

د کوچنیانو له پاره د کیسو دا ټولګه «خوندورې کیسې»له عربي منابعو څخه ژباړه ده او د «کابل کتاب پلورنځی» له لوري چاپ او خپره شوی ده. د لیکوالۍ او چاپ صنعت د دود پر خلاف د لیکوال نوم نه دی ښودل شوی، یوازې دومره ویل شوي چې:

«… دا کتاب له عربي منابعو څخه د عبدالمحمد مموزي له خوا ترجمه ده …»

د کیسو د ژباړونکي په باب هم په کتاب کې د لیکلو مالوماتو کې ابهام موجود دی. د کتاب په دویمه پشتي کې ژباړونکی محمد امین مموزی ښودل شوی دی، خو د ناشر په لومړنیو خبرو کې بیا د ژباړونکي نوم عبدالمحمد راوړل شوی دی چې دا به د څیړونکو له پاره هر کله سر خوږی وي. د کتاب ژباړونکی هر څوک چې وي، کور دې یې ودان وي چې په دې شمیر کیسې یې د ماشومانو او کوچنیانو له پارهرا ژباړلي دي.

 په پیل کې د «د ناشر خبرې» تر سر لیک لاندې د کتاب د خپرونکي خبرې راوړل شوې دي. د دې خبرو په یوې برخه کې داسې راغلي دي:

«… دا کتاب له عربي منابعو څخه د عبدالمحمد مموزي له خوا ترجمه او لومړی چاپ یې په داسې شکل ترتیب شوی و چې یوه کیسه په پښتو او بله کیسه په دري ژبه لیکل شوې وه.

کله چې په کابل کې د دې کتاب اصلي نسخه د تالیف او ترجمې ټولنې ته وړاندې شوه، د ټولنې غړو پریکړه وکړه چې دا کتاب دې په داسې شکل چاپ شي چې پښتو  برخه یې په دري او دري برخه یې په پښتو ژباړه  او په دوو جلا جلا ټوکونو کې د ادب میینانو ته وړاندې شي …»(خوندورې کیسې، له عربي منابعو څخه د عبالمحمد ژباړه، د کابل کتاب پلورنځي خپرونه، ۱۳۷۰ ام کال، د مقدمې ۱ــ ۲ مخونه)

په کتاب کې د ژباړې له پاره د کوچنیانو له ذوق سره سمې کیسې انتخاب او ژباړل شوې دي، ژباړه یې د کوچنیانو له سویې سره اړخ لګوي او د ژباړې ژبه د کوچنیانو له پاره د پوهیدنې وړه ده. د ژباړې یوه بیلګه یې د یادې ټولګې له ۳۵ ــ ۳۶ مخونو څخه را نقلوم:«

د زمري قانون

یو چرګ کلي ته نږدې په پټیو کې دانې ټولولې، چې نا څاپي یوه ګیدړه ور باندې راغله. چرګ چې ګیدړه ولیده، ژر یې د یوې ونې څانګې ته ور ټوپ کړ او د ونې په یوه لوړه څانګه کې کښیناست.ګیدړه ونې ته نه شوای پورته کیدلای، نو له خپل چل او مکر څخه یې کار واخیستاو چرګ ته یې و ویل:

«اې چرګه! زه خبره شوم چې ته ناروغ یې، ستا د پوښتنې له پاره راغلی یم، نو هیله کوم چې یو وار را کښته شې، تر څو یوه شیبه سره کښینو، وغږیږو، خبرې وکړو»

چرګ ور ته و ویل:

«زه تا پیژنم چې چلبازه او مکاره ګیدړه یې او د دې له پاره راغلې یې چې ما وخورې، نو زه نه در کښته کیږم، ځکه ستاسو خاندان زموږ ډیر چرګان ورونه خوړلي دي.»

ګیدړې ور ته و ویل:

«هغه خو د نا پوهۍ وختونه وو چې کوم قانون وجود نه درلود، خو اوس یو نوی قانون د زمري له خوا جوړ شوی او په هغه کې د حیواناتو تر منځ دوښمني لرې شوې ده او همدا سبب دی چې اوس لیوه له پسه، پیشو له موږک، ګیدړه له چرګانو او همدا رنګه نور حیوانات له یو بل سره یو ځای ګرځیدلای شي.»

چرګ ور ته و ویل:

«شکر دی چې د نوي قانون په اساس ویره ورکه شوه او د حیواناتو تر منځ کامله دوستي منځ ته راغله. نو زه هم هیله کوم چې ته له هغو سپیانو سره، چې اوس ستا په لور را رهي دي ، یو ځای کښینې او خبرې وکړې.»

ګیدړې چې دا خبره واوریده، شا ته یې وکتل، ګوري چې په رښتیا سره د دې پر لور سپیان را رهي دي، نو په ځغاسته یې شروع وکړه.

چرګ ور ته و ویل:

«چیرته منډې وهې؟»

ګیدړې ور ته و ویل:

«ښايي چې سپیانو به نوی قانون نه وي لوستلی او ور څخه به خبر نه وي او ما به وخوري.»

په کتاب کې تر ټولو جالبه برخه چې لوستونکي، په تیره ماشومان ځانته ور کاږي، هغه برخه ده چې د کتاب د هرې کیسې په پای کې یوه ټوکه راوړل شوې ده او د کوچنیانو په ژبه داسې برابره شوې ده چې له یوې خوا کوچنیان د ټوکې له لوستلو نه خوند اخلي او له بلې خواډیر یو څه ور نه زده کوي. د ساري په توګه یې دوې وړې  بیلګې  د یادې ټولګې له ۶۸ ام او ۵۱ ام مخونو څخه دلته را اخلم:

«مور: پروین چیرته ځې؟

پروین: ځم چې لوبې وکړم.

مور: له دې څیرو جُرابو سره؟

پروین:نه مورې، د خپل ګاونډ له ماشومانو سره.»

*  *  *  *  *

یوه فقیر، یوه بخیل بډای ته و ویل چې یو څه راکړه.

بخیل ور ته و ویل:

که ته زما یوه خبره ومنې، نو بیا چې هر څه غواړې، زه به یې در کړم.

فقیر و ویل:

پر سترګو، منم یې، کومه خبره ده؟

بخیل و ویل:

خبره دا ده چې هیڅ کله له ما څخه څه مه غواړه.»

لکه څنګه مې چې د کوچنیانو له پاره د نورو چاپي کتابونو په برخه کې ویلي دي، دلته یې بیا هم وایم چې د کوچنیانو د ادبیاتو په سلسله کې د کیسو دا ټولګه هم د کوچنیانو له پاره ګټوره ده، خو خبره دا ده چې:

دا به، په افغانستان کې د شته ستونزو په حالت کې، د ماشومانو او کوچنیانو تر وړو لاسونو پورې څوک ورسوي که نه؟

څوک به یې ور ته ولولي که نه؟

څوک به بیا له دې کیسو سره اړوند د ماشومانو او کوچنیانو پوښتنو ته ځوابونه و وايي که نه؟

د نهه ویشتمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...