احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب

پوهندوی آصف بهاند

  ۵

د کوچنیانو ادبیاتت اریخي پس منظر، اوسنی حالت

اته ویشتمه برخه

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دی او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي. د مثال له پاره دا شعروګورئ چې ډیر په ساده او د کوچنینو له پاره د درک وړ ژبه باندې د څلورو فصلونو مالومات وړاندې کوي:

څلور دي کال کې موسمونه

(د ماشومانو شعر)

څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه
لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي
په دوبي ټول خولې خولې سي
له اوبو ډک چي يخ منګی وي
په دوبي يخ د چا زړګی وي
چي دوبی ولاړ سي، راسي منی
په وچو پاڼو ډک سي کلی
زنګوي وني تېز بادونه
ور رژوي يې وچ بلګونه
بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي
ورځي سي لنډي او سړې سي
واوره اوريږي يا يخيان وي
پر صندلي راټول کوچنيان وي
بيا پسرلی سي وني شنې سي
په شنو وښو مځکي ښايستې سي
چيچيان راوزي له هګيو
چو چو کوي له ځالګيو
څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه

ښاغلي احمد ولي اڅکزي ته زما وړاندیز دا دی چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره دې خپل لیکلي شعرونه، کیسې او ژباړل شوي مواد په کتابي بڼه برابر کړي او که د چاپ مالي توان یې لري، نو دې چاپ کړي او د نوي نسل  دپلویانو پخ مرسته دې په ټول افغانستان کې و ویشي، څو له دې لارې نه د کوچنیانو دغه مواد تر دوی پورې ورسیږي او که یې د چاپ توان نه لري، نو دې د یوې ټولګې په ډول برابر او په څو ویبپاڼو کې په بریښنايي بڼه د لوستونکو له پاره وړاندې کړي. دا د دې له پاره چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره لیکلي ټول مواد باید تر دوی پورې ورسول شي.

د کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي په کیسو او شعرونو کې یوه بله ډیر ښه ځانګړنه دا ده چې په شعوري ډول داسې موضوعاتو ته پام شوی دی چې ماشوم او کوچنی د تحرک، کار او زدکړو خوا ته هڅول کیږي، په شعرونو او کیسو کې داسې څه پر ځای شوی چې د ماشوم او کوچني په ذهن کې د کار او تولید مسآله ور په یاد کوي. دغه شعرته پام وکړئ:

سهار سو

(د ماشومانو شعر)

سترګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر وړانګې سوې چار چاپېره
د تيارې ليري سوې څادري
عندليب نه وايي سندري
واوره ګُوګُو کوي کوتري
د سايرې واوره بدلي
پاڅه او حمد و ثنا وايه
وايه چي شکر دی اې خدايه
چي هم بالښت هم بستره وه
شپه ښه آرامه آسوده وه
اوس يوه بله ورځ پېليږي
ټول ماشومان نور راويښيږي
مخونه پرېولي ښه تازه سي
بيا د مکتب پر لور پياده سي
هلته دوستان دي همصنفيان دي
ټوله د علم پتنګان دي
څوک چي وختي پاڅي سهار کي
وي بريالی په خپل هر کار کي
چګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر رڼا سوه چار چاپېره

په افغانستان کې پخوا له دې چې د جګړې بلا پر ټولنه او خلکو مسلطه شي، د هغه وخت په معارف او درسي کتابونو کې هم همداسې موضوعاتو ته چې ماشوم او کوچنی کار ته و هڅوی، پام شوی و، خو له بده مرغه چې هر څه د جګړې بلا او اور وخواړه او ایرې یې کړل. د هغه وخت په درسي کتابونو کې د راغلي شعر یوه برخه داسې ده:

«زویکه لمر ختلی

جهان یې ټول نیولی …»

دلته لیدل کیږي چې مور زوی هڅوی چې جګ شي د یو څه کولو ته ځان چمتو کړي. که په هره زمانه کې د کوچنیانو ادبیاتو قلم وال داسې څه د کوچنیانو مخ کې کیږدي چې هغوی کار او ژوند ته وهڅوي، نو د ټولنې دا غړي به په کار عادت شي او په ټول کې به د یوې تولیدي ټولنېد رامنځ ته کیدو فکر لا له کوچنیوالي څخه ماشوم ته ولیږدول شي او که په رالتونکې کې زموږ نوی نسل هم لکه موږ د استهلاکي ټولني غړي اوسي، نو:

«… ور په غاړه به وي پړي لکه موږه.»

 د بحث د دې برخې په پای کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي د شعریوه بیلګه:

د ملالۍ نانۍ خور

(د ماشومانو شعر)

ملالۍ وايي خپلي مور ته
چي له مکتبه راسم کور ته
زما همصنفياني مي ياديږي
کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي
کاشکي مي مشره خور لرلای
زه به يې ډېره نازولای
درسونه ما به پر ويلای
امرونه ما به پر کولای
اخيستای ما به يې ګوډياني
څوک مېلمنې څوک يې ناوياني
لوبي به موږ سره کولای
وخت به مي ښکلی تېرېدلای
خو اوس مي خور ډېره نانۍ ده
زه يم پر مشره دا کوچنۍ ده
بس ټوله ورځ دا او ژړا وي
يا وي بيده يا يې ګاګا وي
نه د مجلس ده نه د لوبو
لا تللای نه سي پر خاپوڅو
کاشکي مي مشره خور لرلای
موږ به بازۍ سره کولای
مور ويل ګراني زما لوري
زما خوږې زما شکري
اوس که نانۍ ده هم ستا خور ده
خوږه پيشو زموږ د کور ده
ګاګا چي وايي دا مجلس دی
ژړا چي کړي تنګ يې نفس دی
خور که دي نن ډېره نانۍ ده
د لوبو نه ده لا کوچنۍ ده
خدای به يې لو کړي ستا خورکه
درڅخه غواړي به نانځکه
ته به ور وښيې درسونه
ښايسته اخلاق او ښه چمونه
ملګرې ستا به وي ستا خور
هم په مکتب کي هم پر کور
واياست به ګډ سره درسونه
د زړه ارمان د زړه حالونه
وګوره څنګه درته ګوري
ټالۍ وهي دا ستا پر لوري
وای راته وکړه مجلسونه
راته تکرار کړه خپل درسونه
زه به ګاګا ګاګا کومه
ځان به پر تا زه ګرانومه
ته زما خور زما زړګۍ يې
لويه نانځکه پستکۍ يې
شکر چي مشره خور لرمه
لوبي به زه درسره کړمه

د پنځمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...