شپږ سترګې (کیسه) لیکواله: نعیمه غني

خوږه له خونې راووته. په اسمان کې سپوږمۍ ځلیږي، خو انګړ بیا هم تیاره دی.  هغه غواړي خپلې مور ته ورشي. مور یې په پخلنځي کې ده. هغه په انګړ کې روانه ده. د ونو لاندې ځلیدونکي شیان ویني. کله چې نیږدې ورځي هغه یو تک تور شی ویني. دا تور شی لکه د پیشو غوندې غږ کوي: میو، میو میو……. اوهووو.. دا تور شی څومره ډيرې سترګې لري. خوږه حیرانیږي. د تور شي سترګې حسابوي. یو، دوه، دری، څلور، پينځه، شپږ. اوهووووووو دا خو شپږ سترګې لري. خوږې ډير شیان لیدلي. لکه د انګړ په کنج کې د هغه د ورور پاپي، د باغ په ونو کې وړې وړې مرغۍ او د دوی دری وړې وړې پیشو ګانې او داسې نور……… شیان.

خو هغه ټول دوې دوې سترګې لري. مګر دا شی خو ډيرې سترګې لري، د هغې د لاس له ګوتو هم ډیرې. خوږه خپلې مور ته غږ کوي. مورې! مورې! دا څه شی دی؟ زه ویریږم. دا څومره ډیرې سترګې لري، لکه چې بلا ده. مور یې ډيوه په لاس له پخلني نه راووته. خوږې د مور په لور منډه وکړه. مور یې په غیږ کې واخیسته. د تور شي په لور ورغلې. تور شی نشته خو د خوږې دری پیشوګانې ناسته دي او د خوږې او د مور په لور یې ګوري. د خوږې مور وايي څه شی چې تا لیدلی وو هغه ستا دری وړې پیشوګانې وې چې په تیاره کې یې یوازې سترګې ځلیدې. خوږه هااااااا کوي او خولې ته لاس نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...