د والدينو ۷سترې او مروجې تېروتنې

ژباړن:محب الله آرمل –

دا تصور چې هر ماشوم د د مور او پلار په شان وي ډېر دود دی، خو چاپېريال ته په کتو ماشوم يوازې او يوازې د والدين تقليد نه کوي بلکې په دوی د چاپېريال اغېزې هم لويږي.

دغه پاسنې غلط تصور اکثره والدين د خپلو ماشومانو په روزنه کې پام وړ بولي او ټينګار پرې کوي، د کورنيو ځينې مشران چې کله د ماشوم په تېروتنو خبرې کوي ډېر ځله ورته وايي شرم درته پکار دی پلار د کله هم دغسې کار نه و کړی.

دا چې ماشوم په ټولنه کې نه يوازې د والدينو تقليد کوي بلکې په ده د محيط اغېزې هم شته کورنيو ته څه کول پکار دي، دوی د ماشوم په روزنه کې کومې تېروتنې کوي، هغه تېروتنې چې دوی يې آن تېروتنې هم نه بولي او بر عکس سم عمال ور ښکاري کومې دي. پدې همدې اړه به د والدينو اووه تېروتنې را واخلو.

۱ ـ ماشوم مې لايق او هوښيار دی

د نن وخت شرايت مور او پلار کېدو ته چندان برابر ندي، خصوصا په هغه هېوادونو کې چې هلته جنګ جګړې دوام لري، اقتصاد يې کمزوری، او د ښوونې زمينه پکې کمه ده، د پلرونه د اولاد پيدا کولو آرزو لږ ده، يو بل د ليل يې دا دی چې اکثر کورنۍ چې کاپې شمېر ماشومان لري د نورو ماشومانو موندلو ته زړه نه ښه کوي، په ګڼ نفوسه کورنيو کې مور او پلار ډېر کم فرصت مومي چې د خپلو اولادونو سره خبرې اترې وکړي، مينه ورکړي… او د دوی احساسات محوه کړي، يا هر ماشوم ته پام وکړي.

دغه ستونزې لامل کيږي چې والدين يو يا دوه ماشومان پيدا کړي او بيا له هغو تمه لري چې بلکل دې نابغه ګان وي، هېڅ کمی د پکې نه وي او هېڅ ستونزه د نلري، دا خبره تل ماشوم ته کول چې هغه هوښيار او لايق دی، په ماشوم بد تاثيرات لري، کله چې ماشوم نالايق نه وي لايق هم ندی، بد ددې لپاره پيدا دي چې د ښو قدر پې وپېژندل شي، شپه مو د ورځې په اهميت پوهوي او جګړه د سولې… مهمه داده چې ماشوم په ښو کارونو څه نا څه وستايو او په بد يې ونه غندو بلکې توسيعه ورته وکړو.

۲ ـ خير ايوان (حيوان) دی

کله چې ماشوم د مېلمنو يا نورو بېګانه خلکو په مخ کې تېروتنه کوي، والدين ددې لپاره چې خپل عذر وړاندې کړي خپل ماشوم ته د حيوان خطاب کوي.

څېړنې ښيي چې دغه شان خبرې د ماشوم په روان منفي اعېز لري او وار په وار دوی د حيوانيت خواته کشکوي، دغه راز تر ډېر ماشومان پاتيږي او فکر کوي چې لاهم واړه دي. ځکه چې دوی د ( ايوان) خطاب له مشرانو اوري، مشران اکثره وخت دا خطاب د ماشوم لپاره کاروي.

۳ ـ د مشر ورو په څېر د شه

کورنۍ تل هڅه کوي چې مشر زوی يا لور د کشرانو زامنو يا لوڼو لپاره الګو کړي. (( د مشر ورو په څېر د شه )) دغه جمله د کورنۍ مشرانو ته واضح ده او د دوی لوی اولادونه يې درک کولی شي، ځکه مشران زامن يې يا زدکړې کوي يا يې زدکړې خلاصې کړې، دوی له خپلو ټولګيوالو…او  ملګرو سره وخت تېر کړی او په ډېرو ټولنيزو موضوعاتو پوهيږي، خو کشران چې لاهم ښوونځي ته نه ځي او په لويو موضوعاتو يې سره نه خلاصيږي ددې خبرې تعبير او تفسير ورته سخت دی او په اورېدو يې تر يو روحي وزن لاندې کيږي.

کېدای شي ځينې کورنۍ ګذشت وکړي، يانې ماشومانو ته د ماشومانو په ژبه او لويانو ته د لويانو په کرکټر کې ځان ويښيي خو اکثره داسې ندي، دوی غواړي کشران زامن يې په عين ماشومتوب د لويانو هغو په څېر وي. څېړنې په ډاګه کوي چې تر ناګذشته کورنيو د هغه کورنيو ماشومان په فعال او لايق دي چې ګذشت کوي.

داسې هم ليدل شوي چې ځينې کورنۍ خپل لوی ماشومان يا نوي ځوانان اکثره وخت تر زيات فشار لاندې، نيسي کله چې دوی لږې نمبرې اخستې وي، يا يې د والدينو د ناخوښې کار کړی وي، لدې چلند واړه ماشومان هم متاثر کيږي او فکر کوي چې که د مور و پلار د خوښې وړ کار ونکړي، نو لوی جرم يې کړی.

۴ ـ ماشوم مې تر اندازې زيات ډنګر يا چاغ دی خو ناروغ ندی

که د ماشوم قد راته معلوم نه وي کومه ستونزه نده، خو زيات چاغښت او يا هم ډنګرتوب بايد جدي ونيول شي، ډېری کورنۍ عملا ماشوم وينې چې ستونزه لري ناروغ دی، واکسين شوی ندی، ټوخی لري، د ژمي تودې جامې نلري… او نورې په لسګونو ناروغۍ او ستونزې چې ماشومان ورسره لاس او ګرېوان کيږي، خو بيا هم کورنۍ يا والدين چوپه خوله وي، اعتراف کوي چې زيات چاغ او يا هم ډنګر دی خو تر ډاکټره تکليف نه باسي، دغه بېغوري له ماشوم سره يو لوی ظلم دی.

که ماشوم له ناروغيو سره ژوند وکړي، که يې ستونزو ته رسيدګي ونشي، که يې عاطفي او روحي اړتيا وې پوره او محوه نشي… نو په راتلونکې د کامل ځوان آرزو نشو ترې لرلی.

د دې ستونزو په حل کې رسنۍ مهم رول لوبولی شي او کورنيو ته د ماشوم د روان او روغتيا په باره کې ګټورې مشورې او تګلارې د ارواپوهانو، ډاکټرانو … په مرسته رسولی شي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د ماشوم حقوق د تر ښځو هم زيات غصب شوي دي.

۵ ـ ماشوم مې کله هم دروغ نه وايي !

د والدينو انکار، د ماشوم د بېلاری يو بل لامل دی، ځينې کورنۍ په خپلو ماشومانو دومره باور لري چې کله هم نه ځير کيږي چې زوی يې دورغ وايي که نه، ماشومان په سختۍ آن د وهلو يا شکنجې په زور په خپلو دروغو اعتراف کوي، په دروغو اعتراف د ماشوم لپاره تر ګردو لوی شرم ښکاري.

نوې څېړنې په ډاګه کوي چې ټول ماشومان لږ يا ډېر دروغ حتمي وايي، دورغ ويل يو پېچلی خوی او تشخيصول يې هم آسانه کار ندی.

نو چې داسې ده د ماشوم په هره خبره باور او عمل پکار دی؟ اکثره کورنۍ د ماشوم هره خبره بې ځنډه مني، مثلا : د ماشوم غولکې ( ليندۍ) ته زړه شوی وي خو پلار ته وايي شل افغاني راکړه کتابچه اخلم، يا دې ته ورته يې کوم بل ناوړه شی خوښ وي مګر له پلار نه د قلم، کتاب، کتابچې، د کورس فيس … په بهانه پيسې غواړي او پلار يې هم ورکوي دغه سلسله اکثره وخت دومره اوږده شي چې دروغ ويل او بهانه کول د ماشوم عادت وګرځي او په لوينې هم له دغه مشکل سره لاس او ګرېوان وي، بيا خپل آمر، مشر، معلم … ته بهانې کوي او په سل رنګه چل ول ځان له کار، درس … څخه باسي. والدينو ته پکار ده په دې برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.

۶ ـ عنانيت

ټولې ميندې او پلرونه فکر کوي چې تر خپلو اولادونو زيات پوهيږي، خو دغه تصور د تل لپاره سم نه وي. کله چې ماشوم ځوانيږي او آن واده کوي، د ناخوالو يو نوی سريال په هغه کور کې پيليږي، هغه کورنۍ چل تل خپل فکر په کشرانو مني ناسمې پايلې په لاس ورځي، د دوی ماشومان د دوی له نصحتونو په تنګ کيږي او بلا خره ماړه کيږي کله چې دوی ځوانان شي نو بيا په زغرده انکار کوي، نه د پلار خبره مني او نه هم د مور، لدې سره تاوتريخوالی زيږي او دکورنۍ په بېلتون پای مومي.

نوي تحقيقات څرګنده وي چې هغه جوړې له يوبل سره اوږد مهاله خوښ ژوند کولی شي، چې د کورنۍ له مشرانو سره ښې اړيکې او همغږي ولري، که زوی له پلا و مور سره په مخالفت کې ښکېل وي نو نوې ناوې هم هلته ښه ژوند نشي کولی.

دا ستونزې له عنانيت، نارسست، يا ځانغواړۍ او ځانپرستۍ زيږي، ښه داده چې خپل ماشومان زيات محدود نکړو، هره خبره يې رد نکړو، په مشورو کې برخه ورکړو او نظرياتو ته يې درناوی وکړو.

۷ ـ بې ځايه غوسه کېدل

نن سبا موږ وينو چې د اکثره افغانانو د زغم او صبر کاسې تشي دي، په معمولي خبرو تر اندازې زيات قرمن کيږي او پوچ سپک وايي،د دې خوی يو لامل په ماشومانو د والدينو ناسمې غوسې دي. په ماشوم بې ځايه غوسه کېدل، په هغه هسکې چېغې وهل، هغه ته ناسم او بد الفاظ کارول، حيوان، ځناور …  ماشوم روحا بيمار کوي او کټ مټ همدغه چلند را خپلوي، چې د وخت په تېردو يې په يوه عادت، عمل او يا هم غريزه بدليږي، بيا سخته ده چې په لوينې يو ځوان غوسه نشي، او زغم د ولري.

۱۳۹۴-۱۱-۲۸

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...