د شپې په مخه متیازې

ډاکتر زغم –

ځينې ماشومان تر لويېنې پورې ان تر اتلس شل کلنۍ پورې د شپې له خوا په بستر کې ميتيازې کوي. د دې کار وجهې دا دي: ديابت يا د شکرې ناروغي د مثانې او پښتورګو التهاب اروايي ستونزې لکه د حقارت احساس ځينې ماشومان بې له دې چې کومه ناروغي ولري بستر لمدوي له داسې ماشومانو سره بايد څه وکړو؟

لومړی بايد ماشوم د شکرې او مثانې د التهاب لپاره معاينه شي. که دا ناروغۍ په کې نه وې نو د ماشوم اروايي اړخ ته پام وکړئ. دا معلومه کړئ چې ماشوم خو له څه شي نه ځورېږي؟ خويندو وروڼه سره خو به ډېره رخه نه لري؟

تاسې هغه له نورو ماشومانو سره نه پرتله کوئ چې د پلانکی زوی داسې تکړه دی يا پاک ګرځي يا هوښيار دی او ته نه يې. که دغه خبرې وي نو له ارواپوه سره مشوره وکړئ.

له داسې ماشومانو سره چې د شپې ميتيازې کوي بايد ښه چلند وکړو. هغوی بايد سپک نه کړو او ويې نه رټو. د ميتيازن يا نورو سپکو نومونه يې مه يادوئ. د

هغه تکليف د راز په توګه وساتئ د خپلو خپلوانو يا د ماشوم د ملګرو په مخکې هېڅ کله دا خبره مه يادوئ. له ماشوم سره لکه يو ښه ملګری چلند وکړئ.

هغه پوه کړئ چې دا د هغه ګناه نه ده، دا ناروغي ده او د نورو ناروغيو په شان علاج لري.

له مازديګره وروسته ورته چای، اوبه  نور مایعات او هنډوانه مه ورکوئ. د شپې تر څملاستو د مخه يې تشناب ته بوځئ. که بيا يې هم ميتيازې وکړې نو د

خوب پ دويم يا درېيم ساعت کې یې پاڅوئ او تشناب ته يې بوځئ.

دا کارونه د وو ورېو مياشتو لپاره وکړئ که د ماشوم تکليف ورسره نه شو ښه نو ډاکتر ته يې بوځئ ايميپرامين ګولۍ په څو مياشتو کې د دې تکليف علاج

کولای شي چې ۵۰-۱۰۰ ملي ګرامه په شپه کې خوړل کېږي. البته دغه ګولۍ به د ډاکتر په مشورې ورکوئ نه پخپل سر باندې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...