په پردي چاپیریال کې مورنۍ ژبه، د کوچنیانو ادبیات او زدکړه

پوهندوی آصف بهاند

دریمه برخه

«د ماشومانو ادبیات، څېړنه او ارزونه»

د سیمینار په مناسبت

کله چې زه(آصف بهاند)اروپا ته را ورسیدم، د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزنې، په تیره بیا د مورنۍ ژبې د زدکړې او یا عادي لیک لوست د یادولو په موخه مې خپلې هلې ځلې منظمې کړې او جدي هوډ مې وکړ چې په دې برخه کې به کار کوم، نو هماغه و چې په لومړي ګام کې مې په سویدن کې د مورنۍ ژبې له ښونکو سره د سویدن دولت او ځینو افغان فرهنګي ټولنو او شخصیتونو په مرسته کار پیل کړ او د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې مې په ستاکهولم کې د دریو ورځو په مخ، د مورنۍ ژبو په هغه سیمینار کې د لکچرست په توګه فعاله ونډه واخیسته چې په سکندنویايي هیوادو نو کې د میشتو افغانانو د مورنۍ ژبو د ښونکو له پاره جوړ شوی و. په یاد سیمینار کې مې، خپل لومړني یاداشتونه، د دوو مقالو په چوکاټ کې، له ستاکهولم نه په خپریدونکې «فردا» نومې مجله کې خپاره کړي دي.(فردا مجله، د ۲۰۰۲کال دمارچ اواپریل ګڼه)

له هغه نه وروسته مې د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزنې په برخه کې چې څومره توان رسیدلی او موضوع پورې اړوند مواد په مخه راغلي دي، ما وخت په وخت  لیکنې کړې دي. «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت» تر سر لیک لاندې مې د دې کرښو تر لیکلو پورې ۲۴ مقالې خپرې کړې دي چې ټولې په ویبسایتونو کې همدا اوس هم آنلاین موجودې دي، که یې درانه لوستونکي د مطالعې لیوالتیا ولري، کولای شي په دې پته ټولې ولولي:

د مطالعې د دود او نوي نسل د روزلو په موخه مې تر اوسه  څو ګټورې  مقالې خپرې کړې دي،

ما په ۱۹۹۴ ام کال کې ویلي، لیکلې او خپاره کړې وو چې ټول خلک په تیره هغه قلموال چې عملاً د کوچنیانو د زدکړو او ادبیاتو په برخه کې فعال دي، باید دې موضوع ته په کمه سترګه ونه ګوري، خو هغسې چې باید، و نه شول. هغهتوري دا دي:

«زه له ټولوفرهنګیانو،په تیره له هغوفرهنګیانوڅخه چې عملاً لیکنې اونشرات کوي،هیله کوم چې دافغان مهاجروکوچنیانو دښوونېاوروزنې له پاره کم له کمه په خپلو خپرونو کې جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي جنید شریف دخپلوژباړوپه لړ کې دیوه ژباړل شوي اثر په مقدمه کې لیکلي ووچې: «… بیټ نیکه په دویمه هجري پیړۍ کې په زارۍ،زارۍ د خدای له دربار غوښتلي ووچې:

دا وګړي ډیرکړې خدایه لویه خدایــــه، لویه خدایــه«

اوخدای(ج) دا وګړي ډیر کړل؛ خواوس اوس داسې څوک نه شته چې یو وار ووایي:

دا وګړي ماړه کړې خدایه! لویه خدایه،لویه خدایه، دا وګړي باسواده کړې خدایه! لویه خدایه،لویه خدایه !!!»

زه د یو عیني شاهد په توګه ویلای شم چې:

د پاسنیو نیمګړتیاوو تر څنګه دا هم باید یاده شي چې افغانان چې هر هیواد ته رسیدلي دي، په ټول کې د خپلو ماشومانو او کوچنیانو د پاللو، روزلو، فرهنګ ساتلو فکر ورسره و. د دې کار له پاره یې د کوربه هیوادونو د امکاناتو نه تر یوې اندازې استفاده هم کړې او په شخصي او انفرادي ډول یې هم دې موخې ته د رسیدو هڅې کړې دي، خو په ټول کې دا کار که هر چا ته د ارزونې له پاره وسپارل شي، ضعیف ځکه ارزیابي کیږي چې په بهر کې مو ډیره سلنه ماشومان، کوچنیان او نوی نسل په خپله ژبه سم غږیدای نه شي، لیک لوست ورباندې نه شي کولای او …

د دې ټولو نیمګړتیاوو او منفي خبرو په څنګ کې، په بهر کې افغانان د نوي نسل د پالنې ــ روزنې، د کوچنیانو ادبیاتو ته پام او له نوي تمدن او نوې نړۍ سره د نوي نسل د آشنا کولو له پاره ځینې ګټور کارونه هم کړي دي چې تر ټولو غوره بیلګه یې د ځینو ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو جوړل او په هغو کې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو په برخه کې تر ټولو نوې لاسته راوړنې، تخلیقات، ژباړې او روزنیزې مقالې او مطالب خپرول دي. لکه:

ماشوم روزنه(فیسبوک پاڼه)،

ــ د ماشوم د ادبیاتو کور(فیسبوک پاڼه)،

ــ پل (ویپاڼه)

ــ کتابتون دات کام (ویبپاڼه)

د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو په برخه کې په دې وروستیو کې هڅې زیاتې شوې دي ډیری ویبسایتونه په دې برخه کې لیکنې، ژباړې او تخلیقات خپروي.د ساري په ډول د تاند او پل فعالیتونه یادولای شو. هغه څه چې نن سبا «تاند» او «پل» ویبپاڼې او د دوی قلمي همکاران لیکي او خپروي یې د کمیت او کیفیت له پلوه له تمې نه لوړ او مثبت دي. مینه وال کولای شي په دې باب زیات مالومات په دې لینک کې ولولي:

دا پتې چې ما یادې کړې، که له افغانستان نه چلیږې او خپریږي، که له بهر نه اداره کیږي، خو اوسنۍ تکنالوژي یې سمدلاسه، په هماغه شیبه کې مطالب د نړۍ په هر ګوټ کې تر لوستونکو،لیدونکو او اوریدونکو پورې رسوي.

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د خپرو شووکتابونو او په ویبپاڼو او فیسبوک کې د راغلو موادو په برخه کې چې ما کومې یادونې وکړې، د دې په برخه کې هم په ټول کې افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه  ستونزې لري. د بریښنايي آدرسونو (فیسبوک پاڼې، ویبسایتونه، بریښنايي آنلاین کتابونه) په برخه کې دننه په افغانستان کې د استفادې امکانات ډیر محدود دي، یا بیخي کمپیوتر او انترنت نه پیژني او که یې پیژني، بیا ډیری خلک د انترنت ستونزه لري. په بهر کې چې د کمپیوتر او انترنت ستونزه نه شته، بیا نو خدای ځینې خلک په دې مرض اخته کړي دي چې کمپیوتر نه استفاده نه کوي او له ټولو نه لویه ستونزه دا ده چې په ټول کې په افغانانو کې او په ځانګړي ډول په پښتنو کې د مطالعې دود یا هیڅ نه شته او یا هم ډیر ضعیف دی.

پاسنۍ نیمګړتیاوې چې ما په نښه کړې، دا د دې له پاره نه دي چې زه خپل خلک یا فرهنګیانو ته په کم نظر وګورم، نه داسې نه ده ما ته د انسان توری، بیا په کې زما خپل هیواد وال ډیر ارزښت لري. دا درد مې په دې وخت کې د دې سیمینار په مناسبت ځکه بیان کړ چې د ویلو وخت یې همدا و او بله دا چې دا کار ما د تخریب له پاره نه، بلکې د اصلاح په غرض وکړ، دا په دې چې د ټولو پاملرنه د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل پالنې، روزنې او ادبیاتو ته ور واوړي.

تر ټولو ستره پانګونه د نوي نسل روزل دي، که مو نوی نسل و نه روزئ، خپلې راتلونکې زمانې او خپل راتلونکي نسل ته مو په خپله اور اچولی دی، بل چا ته د حکایت او شکایت حق نه لرئ. محمود طرزي ډیر ښه ویلي دي: «هرقوم په خپلې ژبې اوهره ژبه په خپلوادبیاتوژوندۍ پا تې کیږي»

په اروپا کې، په سکندنویايي هیوادونو کې، په تیره ډنمارک کې، چیرې چې د مورنۍ ژبې د تدریس او یا له دې سره اړوند کتابونه او درسي مواد ما ته په مخ راغلي دي، ما په خپلو یاد داشتونو او مقالو کې د هغو یادونه کړې ده او ثبت کړي مې دي. د دې خبرې یادول ډیر اړین ګڼم چې د مورنۍ ژبې په برخه کې تر ټولو ډیر او موثر کار د سویدن په هیواد کې هم د سویدن د دولت په پاملرنې او هم په سویدن کې د میشتو فرهنګیانو په جدي کار او پاملرنې سره تر سره شوی دی، درسي مواد برابر شوي، درسي کتابونه لیکل شوي د مورنۍ ژبې کورسونه دایر شوي دي او حتی د مورنۍ ژبې له پاره ویبسایتونه پرانستل شوي دي،  چې موثریت یې په سویدن کې د افغان میشتو کورنیو په ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کې له ورایه محسوس دی.

اوس افغانان په هر ډول شرایطوکې چې دي،په هر هیوادکې چې ژوند کوې،باید دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپا لنې په برخه کې او د کوچنیانو د ادبیاتو مسألې ته جدي پاملرنه وکړي.په ۲۰۰۲ کال کې چې ما دموضوع په اړوند دسویدن په ستاکهولم کې ځینې وړاندیزونه کړي وو،اوس یې هم ضروري بولم.هغه وړاندیزونه په لږتوپیر سره په دې ډول دي:

ــ په افغانستان کې سیاسي ـ نظامي حالت ټیکاو نه لري،هره ورځ څه چې هره شیبه بدلیدلای شي،دهمدې دلیل له مخې دټاکلي وړاندیزمطرح کول ګران بریښي؛څنګه چې په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه دباندې دمورنۍ ژبې ستونزې توپیرسره لري،په افغانستان کې دننه په مورنۍ ژبې دتدریس اولیک لوست مسآله طرح دهاوله افغانستان څخه دباندې په مورنۍ ژبه باندې پوهیدل، دمورنۍ ژبې زده کول،ورباندې خبرې کول اودهغې دسا تلو اوپا للو مسآله مطرح ده.دهمدې دلیل له مخې په افغانستان کې دننه ټولو کورنیو،دولتي اړوندوادارو،ښوونکو اوفرهنګیانوسره ښایي چې په مورنۍ ژبه باندې دلیک لوست مسآله دې نه هیروي اوساده دې نه انګیري؛خکه چې په مورنۍ ژبه باندې دیوڅه زده کول اوپه دویمه ژبه باندې څه زده کول ډیر توپیر سره لري.

ــ په ګاونډیوهیوادونو،په تیره پاکستان اوایران کې سره له دې چې مهاجرافغاناندیادوهیوادونو،ژبواوټولنیزوسیاسي شرایطو بارپراوږو وړي،خوباید دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتلواولیک لوست مسآله هیره نه کړي.

ــ اوس چې له افغانستان نه دباندې بې شمیره فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي،که دغه ټولنې دنوروهیوادونودنارواپروګرامونوپه لمنوپورې نه وي زوړندې؛باید دافغان کوچنیانومورنۍ ژبوته پاملرنه وکړي اوپه کوربه هیوادونوکې له رسمي مقاماتوسره په تماس کې، دمورنۍ ژبې دزدکړې په برخه کې بنسټیز کارپیل کړي.څومره چې زه مالومات اوتجربه لرم،د بي بي سي دتعلیمي ادارې له خوا دخپروشویوکتابونودتدریس نتیجه ډیره ښه ده،ځکه یې دتدریس ددوام پلوی یم او وایم چې ددغوکتابونودتدریس لړۍ دې پراخه شي.

ــ څنګه چې ښکاره ده په افغانستان کې دننه چاپیریال،دګاونډ یوهیوادونوچاپیریال اونوروهیوادونوچاپیریال یوبل سره جوت توپیرونه لري، باید دهرهیواد دعیني شرایطو،ستونزواوامکاناتوپه نظرکې نیولوسره دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپالنې له پاره درسي مواد اوشرایط برابرکړای شي.

ــ څنګه چې لیدل کیږي دډیروهیوادونوپه تعلیمي نصاب کې دمورنۍ ژبې زدکړې له پاره ځای نه شته،دهمدې دلیل پر اسا س له هرې ممکنې وسیلې نه په استفادې سره دمورنۍ ژبې زدکړه په تعلیمي نصاب کې ځای پر ځای شي اوکه ممکنه نه وي،دکوچنیانوکورنۍ،فرهنګیان اوښوونکي دې په شخصي ډول دمورنۍ ژبې دکورسونوپرانستلو ته ملا وتړي.

ــ په هیواد کې دننه اوله هیواد څخه دباندې میډیا سره ښایي چې دمورنۍ ژبې داهمیت،تدریس اوساتلو په برخه کې په پراخ ډول تبلیغاتي کمپاین پیل کړي.ټولولیکوالوته لازمه ده چې دموضوع داهمیت په اړوند مقالې اوکتابونه ولیکي.

ــ دې مسآلې ته دې دلویانواوکورنیوپام وي: کوچنی چې په پردي چاپیریا ل کې لوییږي،هرډول چې کیږي،باید دمورنۍ ژبې زدګړې ته یې جدي پاملرنه وشي،چې په دې ډول ما شوم وکولای شي چې له خپلې کورنۍ اوهیواد والوسره دپوهونې راپوهونې اوارتباط یوه وسیله ولري.که نني ماشومان اودسبا ورځې ځوانان له هرڅومره لوړوزدکړوسره خپل وطن اوخلکوته وروګرځي،که په خپله مورنۍ ژبه چې دده دخلکوژبه هم ده،خبرې ونه شي کړای،نه یوازې دا چې هغوخلکو اوهغه وطن ته خدمت نه شي کولی،بلکې خپل شخصیت ته یې هم ضرر رسوي او پایلې یې منفي دي.

ــ دمورنۍ ژبې په اړوند دې دټولوذیربطودولتونو،فرهنګي مؤسسو،میډیا اواشخاصوفعا لیتونه ،دملګروملتونودځانګړواداروله پروګرامونوسره همغږي شي.درسي پروګرام اودرسي مواد باید دعلمياومتخصصینوله خوا دتیروتجاربوله مثبتواړخونونه په استفادې سره ولیکل شي.هیله داسې ده چې ددې آثارودچاپ مصارف دې دملګروملتونودماشوم صنوق له خوا ورکړل شي. څنګه چې دسویدن دولت دمورنۍ ژبې په برخه کې زیات کارکړی دی اوښې تجربې لري،نوپه نږدې راتلونکې کې دې،دملګروملتونواواروپایي اتحادیې سره په تفاهم کې، دمورنۍ ژبې دتدریس اوخوندي ساتلوکارپوهان،لیکوا ل اودنظرخاوندان دیوه علمي سیمینارپرمیزسره راټول کړي؛چې هغوی دیوه واحد درسي پروګرام اودرسي موادوله پاره،خپلې تجربې،لیکنې اونظریات یوبل ته واوروي اوخپلوکې دې قناعت سره وکړي.داسې نه شي چې بیا یوښوونکی په یوځای کې ماشوم ته ووایي چې: دافغانستان فلانی واکدارخدمتګاراوملي قهرمان و اودابل یې ووایي چې هغه خاین و، وطن پلورونکی اوقاتل و. دا نمونې ددې لړپه تیروتجاربوکې،له بده مرغه لیدل شوې دي.

ــ په راتلونکې کې دې په نویو چاپیدونکو درسي کتابونوکې دملي ګټواوملي هویت مسآلې ته جدي پاملرنه وشي او دمسایلو د روښانولو له پاره دې وطني نومونې اوملي ترمنالوژي وکارول شي.

ــ که موږماشومان له بیسوادۍ، ظلم، زورزیاتي او محرومیتونوڅخه خلاص نه کړو، په څویم ځل به موانسانیت له بې عدالتۍ اوظلم سره مخامخ کړی وي.

راشئ ماشومان دبیسوادۍ له لوی ظلم څخه وژغورئ!

راشئ دکوچنیانوپه باب هغسې چې دنوې زمانې علمي غوښتنې یې غواړي، فکر وکړو!

ــ لکه څنګه چې څو ځلې بیلابیلو آدرسونو ته ګران دوست او د کوچنیانو ادبیاتو عملاً ډیر فعال شخصیت ښاغلي اجمل تورمان، په تعلیمي موسساتو کې د کوچنیانو د ادبیاتو د مضمون د تدریس وړاندیز کړی، د هغه په تایید سره زه د کوچنیانو د ادبیاتو د برخې د فعال او د نوي نسل د روزلو د پلوي په توګه ټینګار کوم چې د کوچنیانو ادبیات دې په مکاتبو او پوهنتونونو کې د یو مضمون په ډول تعلیمي نصاب ته داخل کړای شي.

دا وړاندیزونه ما پخوا کړي وو، په ۲۰۱۲ کال کې مې بیا چاپ او تکرار کړل، خو تر نن پورې هیڅ نه دي تر سترګو شوي. که خپله ورپسې و نه ګرځو، بل څوک موږ ته هیڅ هم نه کوي.

د سیمینار ګډون کوونکو ته مې د کوچنیانو د ادبیاتو د نومونې په برخه کې وړاندیز دا دی چې په همدې سیمینار کې دې را ټولو درنو پوهانو ته دا موضوع مخکې کیښودل شي چې:

د کوچنیانوادبیات و ویل شي که د ماشوم ادبیات؟؟؟

دې موضوع ته ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په لومړۍ برخه کې، په کابل کې د شپیتمې لسیزې په پیل کې د دایر شوي سیمینار د پریکړو په رڼا کې اشاره کړې وه چې ماشوم هغه نوزیږي ته ویل کیږي چې لا لیک لوست نه شي کولای او کوچنی بیا هغه ته ویل کیږي چې د لیک لوست شي، ځکه نو د ماشوم د ادبیاتو د اصطلاح پر ځای باید د کوچنیانو ادبیات وکارول شي، بیا هم څنګه چې په دې سیمینار کې د را ټولو شو پوهانو پریکړه وي، هغسې به وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...