په پردي چاپیریال کې مورنۍ ژبه، د کوچنیانو ادبیات او زدکړه

پوهندوی آصف بهاند

دویمه برخه

«د ماشومانو ادبیات، څېړنه او ارزونه»

د سیمینار په مناسبت

د مورنۍ ژبې او په مورنۍ ژبه باندې د سواد د زدکړې مسأله په اروپايي هیوادونو کې، د هر هیواد د ځانګړو قوانینو په چوکاټ کې تر سره کیدای شي، خو بیا هم دا د هر هیواد په هغو خلکو پورې تړلې ده چې دلته د مهاجر په توګه ژوند پیل کوي، په تیره د کورنۍ په مشرانو پورې یې اړه لري چې تر کومې اندازې دوی له خپل وطن، تاریخ، خپل کلتور، خپلې مورنۍ ژبې سره مینه ساتلې ده او د هغو په زدکړه کې څومره د کوربه هیواد له امکاناتو نه استفاده کولای شي. د اروپایي هیوادونو په سیمه کې، په تیره ډنمارک کې د زدکړو، هر ډول امکانات شته، دا په هر چا پورې اړه لري چې استفاده ور نه کولا شي که نه.

په اروپايي هیوادونو کې د مهاجرو ضد سیاست د روحې په رامنځ کیدو سره  او د راسیزم په  قوي کیدو سره د مورنۍ ژبې د زدکړو امکانات ورځ تر بلې محدود شول او حتی په ځینو هیوادونو کې دا خبرې هم رامنځ ته شوې چې: هغه بودجه چې د بهرنیانو د مورنۍ ژبې په زدکړه باندې مصرفیږي، ولې یې د خپلو ژبو د زدکړې او تقویې له پاره مصرف نه کړو؟

کله چې زه په ۱۹۹۲ ام کال کې د افغانستان پریښودلو ته اړ شوم، لومړنی ځای چې ما د افغان ماشومانو او کوچنیانو او نوي نسل بد حالت په کې ولید، هغه پيښور و. سره له دې چې زه تر سخت رواني فشار لاندې وم، بیا مې هم د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل ته د څه لیکلو په نیت ګوډ مات یاد داشتونه په ذهن او کاغذ باندې اخستل. د نوي نسل د سواد، زدکړو، روزنې او د کوچنیانو د ادبیاتو د خراب حالت د یو تصویر وړاندې کولو په موخه مې په ماسکو کې، «نوید» نومي اخبار ــ چې د ښاغلی فاروق فردا په مدیریت خپریده ــ  د «پردی چاپیریال او د مهاجرو کوچنیانو د زدکړې مسآله» تر سر لیک لاندې، د مقالو سلسله پیل کړه او بیا مې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په ۲۲ مه د دویم ځل له پاره ویبپاڼو کې هم خپره کړه. هلته ما د افغان ماشومانو کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د غه حالت ته په کتو سره خپل نظر لیکلي او خپور کړی و او اوس هم په هماغه نظر یم، هغه نظر داسې دی:

«… ما د مهاجرت د نورو ترخو تر څنګه، د افغان کوچنیانو راتلونکې زوروي او هر کله په دې فکرکې یم چې په پردیو چاپیریالونو کې به د افغان کوچنیانو د سواد مسآله څنګه کیږي؟ ځکه چې مهاجرت هرڅه له انسان څخه اخلي.  ژبه،کلتور، رواجونه، کور، جومات، مړی، ژوندی، هدیره او…  خو موږ باید ځانونه تسلیم نه کړو. له ټولو میندو او پلرونوسره ښایي چې د نورو نا خوالو سره د مبارزې تر څنګ، په جدي ډول له دې ستونزې سره هم مبارزه وکړي، تر څو زموږ کوچنیان له خپل فرهنګ، تاریخ، عقایدو، ادبیاتو، ژبې او… څخه بیګانه او لرې پاتې نه شي او که ځای پر ځای لاس تر زنې کینو، خدای مه کړه سبا به زموږ د هر یوه کوچنیان بې سواده، له خپل فرهنګ او ژبې سره نا آشنا را لوی شي؛ بیا به نوی نسل له خپل فرهنګ،ژبې، تاریخ او هر څه سره نا بلده او بیګانه وي. بیا به دا د شرم پیټی چیرته او تر څو پورې پر شا چلوو.

دلته په روسیه کې د اټکل له مخې د مهاجرو افغانانو پنځه نوي سلنه مشران باسواده دي، خو خپلو کوچنیانو ته حد اقل الفبا او د خپلې مورنۍ ژبې لوستل او لیکل نه شي ور زده کوالی. وبه منو چې ښوونځي نه شته او شرایط په جدي ډول خراب دي، خو راځئ چې په ډیر ابتدایي ډول یې له کورني سواد څخه پیل کړو. دا خبره کومه نوې خبره نه ده، پخوا هم زموږ په هیواد کې دا رواج و چې په کورونوکې به د لومړني سواد زدکړه پیل کیده. په دې ډول به موږ وتوانیږو چې حد اقل د مورنۍ ژبې د لوستلو توان خپلوبچیانو ته ورکړو او که دا ونه شو کړای، نو زموږ د بچیانو برخلیک به داسې شي چې بیا به لکه ځینې ښاغلي، خپلې کورنۍ ته به هم په خپله مورنۍ ژبه لیک نه شي لیکلی. دلته ماسکوکې به د خپلو سترګو یو لیدلی حال تاسو ته ولیکم:  یوه ورځ په یو ځای کې ناست وم، د دوستانو له ډلې څخه یو تن د وطن په لوري روان و او دی په دې ښه پوهیده چې وطن، کلي او کور ته په رسیدو سره، د دې زلمیانو کوم چې دلته ژوند یا زدکړې کوي او یا د محصل په نامه له وطن څخه رالیږل شوي دي، د دوی کورنۍ خامخا د خپلو زامنو او بچیانو حال او احوال ورځنې غواړي. ټولوته یې وویل:  هلکانو! خپل احوالونه د لیکونو په ترڅ کې ولیکئ چې زه یې ستاسو کورنیو ته ورسوم. ځکه لیک نیم دیدن دی او ستاسو کورنۍ خامخا ستاسو د لیدلو هیله لري. هغوی وویل: سمه ده.  څوشیبې وروسته یو زلمی کاغذ او قلم په لاس کوټې ته راننوت او وې ویل:  دا دی کاکا، قلم اوکاغذ مې راوړل، هرڅه چې زه درته وایم، ته یې ولیکه.  وطن ته تګونکي دوست مخ ور واړاوه او ښه بد رد یې ورته وویل.

ما په هغې شیبې کې د دې دوست په سترګو او څیره کې یآس او خواشیني ولیدل. ده ورو ترشونډولاندې د قهر په څپو کې دا مطلب زمزمه کاوه:

«سرې لمبې مې خوښې دي،خومړه خوږلن ته نه راځم

داځـلــې کــه لاړم، بیــا بـــه دې وطــن تــــه نــــه راځـــم«

دغه زلمي چې خپلې کورنۍ ته په بل چا خط لیکه، وړوکی له وطن څخه رالیږل شوی و، مور، پلار او کورنۍ یې نه وه ور سره چې څه یې زده کړي وای. دی په لیلیه، پارک، پوهنځي، سړک او نورو ځایونو کې، هره شیبه له پردۍ ژبې، پردي کلتور او پردیو خلکوسره مخامخ و او… ځکه تر دې سرحده پورې رسیدلی و؛ خو موږ او تاسو خو له خپلو بچیانوسره یو ځای یو او سواد هم لرو او د فرهنګ، فرهنګ چیغې هم وهو، د دې په باب ولې فکر نه کوو چې:

«ولې مو بچیان تراوسه پورې په خپلو مورنۍ ژبو لیک لوست نه شي کولای؟»

له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان نه ور وړاندې،  په دا نورو لرو او نږدې هیوادونو لکه: تاجکستان، روسیه، اُکرایین او … کې هم د کوچنیانو د زدکړې مسأله، ښوونځي ته تګ او د مورنۍ ژبې په زدکړې او ساتنه پسې، نه ورغلي مهاجر دومره سر خوځوي او نه هم د کوربه هیوادونو خلک او واکداران په ځبل پروګرام کې څه ور ته لري. او دلیل یې دا دی چې یا به کوربه هیواد ته دا موضوع دومره ارزښت نه لري او بودجه به هم نه وې په نظر کې ور ته نیول شوې او ورغلي مهاجر هم په یادو هیوادونو کې د موقتې استوګنې په فکر کې وي او له دې هیوادونو نه یې، یوه دایمي امن هیواد ته د تګ په خاطر د ترانزیت یا  د خیز د تختې په توګه کار اخیسته.

سره له دې چې په ځینو هیوادونو لکه روسیه کې د افغانانو له پاره ځانګړي ښوونځي هم پرانستل شوي وو، خو موٍثریت یې د ښکاره او نا ښکاره دلایلو له مخې دومره محسوس نه وو. البته چې په ماسکو کې په خپله افغانانو هم نوښتونه وکړل او وروسته له یاد ښونځي نه د ښاغلي سیداعظم اخګر کارونه د ستاینې وړ دي چې د افغان کوچنیانو د ښوونې، روزنې او مورنۍ ژبې د زدکړې په برخه کې یې یو لړ ګټورګامونه اوچت کړل.

په روسیه کې د مورنۍ ژبې د زدکړې او ساتنې په برخه کې بل د پاملرنې وړکار، د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونود « UNHCR» د ادارې او اکلیبر د خیریه مؤسسې له خوا، د افغان کوچنیانو له پاره د یو ښوونځي پرانستل دي. په دې ښوونځي کې د نورو مضامینو تر څنګ، مورنۍ ژبه هم تدریسیدله. په ماسکو کې د میشتو افغانانو او د هغو کوچنیانو د کورنیو د معلوماتو له مخې چې کوچنیان یې همدې ښوونځي ته تلل؛ د دې ښوونځي تدریس ډیر مثبت ارزول شوی دی. دا خبره هم د یادولو وړده چې په ماسکو کې د افغان کوچنیانو ډیره سلنه په ستونزمنو فزیکي کارونو اخته دي، په دې خاطر د ښوونځي او مورنۍ ژبې د زدکړې له پاره دومره وخت هم نه پیدا کیږي …»

البته دا پاسنی ګزارش ما د یوې نمونې په ډول یاد کړ، خو په ماسکو غوندې پردي چاپیریال کې یې موثریت د ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو په را تلونکي ژوند کې دومره محسوس ځکه نه و چې دا کار په نوي چاپیریال کې چې مهاجر ور روان و، یا نه تعقیبیده او یا به شرایط بیخي په بل ډول وو.

دایمي استوګنځیو ته(هغه هیوادونه چې یو پناه ِغوښتونکي ته پنا ورکول کیږي) په رسیدو سره له ډیرو امکاناتو سره سره بیا نورې ستونزې سر را پورته کوي چې د دې ستونزو په سیوري کې ځینې کورنۍ د خپلې مورنۍ ژبې، زدکړو، ښوونځي، پوهنځي، یا لوړو زدکړو په فکر کې هم نه وي. یوه ډله افغانان یې داسې انګیري چې جنت الفردوس ته رسیدلي دي، هر څه د سوسیال له خوا تیار دي او هیڅ ډول ستونزې نه شته، نور نو زدکړې،، مورنۍ ژبې، خپل کلتور، خپل تاریخ، په وطن کې د جګړې لمبې، په وطن کې د پاتو خلکو فکر او … څه کوي.

بله ډله افغانان هم د لومړۍ ډلې په څیر د هیڅ شي په فکر کې نه وي، یوازې د پیسو د پیدا کولو په موخه هڅې کوي او اولادونه د ښوونځي او پوهنځي په ځای پیزاري ته لیږي، څو د پیسو د ګټلو په موخه فزیکي کارونه وکړي.

البته شته داسې افغانان چې د خپل وطن، خپل کلتور او خپل هر څه ته په پام سره، د کوربه هیوادونو له ټولو مثبتو امکاناتو نه په استفادې سره خپلو ټولو مثبتو تجربو نه استفاده کوي، پر ځان فشار راوړي، حتی له خپل معاش نه خپلو بچو سره د مرستې زمینه برابروي، څو کوچنیان او ځوانان زدکړې تر لاسه کړي.

بله خبره دا ده چې په اروپا، امریکا او ځینو نورو پرمخ تللو هیوادونو کې د مورنۍ ژبې مسآله ډیره سلنه په خپله د افغانانو په علاقې او هڅو پورې اړه لري. په یو ډیر تازه  ګزارش کې مې ولوستل چې څه ډول افغانانو ته په ځینو هیوادونو کې په مورنۍ ژبې د ژباړن د نه شتون په وجه د کیس په اړوند ضررونه رسیدلي دي، دا په دې چې د محکمې په لړ کې مثلاً دري ژبې ته ایرانی ژباړن راغواړي بیا د قاضي او د دوسیې والا په منځ کې نا پوهیدنه یا سوتفاهم رامنځ ته کیږي او پایله یې د مهاجر له پاره منفي وي. د کانادا په هیواد کې افغانانو، په ډیر زحمت سره، د کانادا هیواد مقامات په دې قانع کړي دي چې پښتو او دري ژبې د کانادا په رسمي دفاترو کې داسې ثبت او ومنل شي چې د اړتیا په وخت کې هر چا ته په خپله مورنۍ ژبه ژباړن را وغواړي.

کوم معیارونه چې د کو چنیانو د ادبیاتو په برخه کې په نړیواله کچه منل شوي او مراعاتیږي، د هغو په چوکاټ کې هیڅ څوک نه شي کولای و وايي چې افغانان به په بهر کې خپلو بچو ته کتابونه برابر کړي وي، یا به یې د مطالعې زمینه ور ته برابره کړې وي او یا به یې کوم ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبه د خوب په وخت کې کوم کتاب لوستی وي. د ماشومانو او کوچنیانو له پاره په اروپا کې په کتابي او چاپي بڼه زما له نظره څه نه دي تیر شوي، په ویبپاڼو کې د کوچنیانو له پاره څه شعرونه او کیسې لیکل شوي او ژباړل شوي دي چې د لاندې ښاغلو نومونه د یادونې وړ دي:

۱ــ احمد ولي اڅکزی، د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یې کیسې او شعرونه لیکلي دي،

۲ــ ښاغلي ملک   پرهیز د ډنمارکي لیکوال هنس کریستین اندرسن څو کیسې ژباړلې دي،

۳ــ ښاغلي یوسف هیواد دوست د ډنمارکي لیکوال هانس کریستین اندرسن څو کیسې ژباړلي دي،

۴ــ آصف بهاند د ډنمارکي لیکوال هانس کریستین اندرسن څو کیسې ژباړلي دي.

که چیرې د کوم ماشوم مور یا پلار د خوب په وخت کې، کوم افغان ماشوم ته د آرامه خوب په موخه، کوم کتاب یا کومه کیسه لوستې وي، هغه به هم د کوربه هیواد په ژبه وي، نه د ماشوم په مورنۍ ژبه. د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره ډیر د پاملرنې وړ کار د ننه په افغانستان کې شوی او هیله ده چې دا کار نور هم په مثبت لوري تعقیب او وغځول شي.

د دویمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...