په پردي چاپیریال کې مورنۍ ژبه/ پوهندوی آصف بهاند

د کوچنیانو ادبیات او زدکړه

لومړۍ برخه

«دماشومانو ادبیات، څېړنه او ارزونه»

د سیمینار په مناسبت

ټاکل شوې ده چې«دماشومانو ادبیات، څېړنه او ارزونه» تر سر لیک لاندې، د افغانستان په جلال آباد ښار کې، دختیزې سیمې لیکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې له خوا علمي سیمینار جوړ شي. د دې سیمینار مسولینو له ما نه هیله کړې چې دې سیمینار ته یوه مقاله ولیکم. دا مقاله د هغو په غوښتنه لیکل شوې.

زموږ په وطن او ټولنه کې د جګړې اور او ویر، په لسګونو سونامي ګانې رامنځ ته کړې او بې شمیره غمیزې یې په میراث پریښې دي، داسې چې زموږ څو نسلونه یې د اور خوراک کړل او هغه چې د دې سونامي ګانو له مرګونو څپو نه نیم ژواندي پاتې دي له بیلابیلو ستونزو سره لاس ګریوان دي. د جګړې او له جګړې د را زیږیدلو سونامي ګانو د زور او تاو په وجه یو شمیر وطنوالو خپل کلي کورونه، نغري، هدیرې او هر څه په ځای پریښودل، بهر ته یې یوازې د سر د خلاصون په تمه مخه کړه.

تللي خلک په بهر ملکونو کې له رنګارنګ ستونزو سره مخ شول، چې تر ټولو لویه غمیزه او ستونزه یې د نورو ټولنو د کلتورونو تر فشار لاندې او ډیر ځلې د کورنیو د مشرانو د بې غورۍ په وجه د مورنۍ ژبې او په عام ډول د خپل کلتور د ډیرو برخو له لاسه ورکول دي.

د بهر میشتو افغانانو له ژوند نه چې کوم ښکلی انځور دننه په افغانستان کې د خلکو د ذهن په ګالري کې رسم شوی دی، دا سم او ښکلی نه دی، نه یې منفي اړخ سم دی او نه یې مثبته خوا. ژوند په هر ځای او هره ټولنه کې چې وي، منفي او مثبت اړخونه لري او زموږ افغانانو د ناکامۍ یو دلیل دا دی چې هر چیرې او په هر څه کې ډیر اِفراط او تفریط کوو.

په پرمخ تللو هیوادونو کې ژوند رنګینۍ لري، خو ستونزې یې هم ډیرې او چاقې دي. په هغو ټولنو کې د اِنتګریشن(integration)یا په ټولنه کې جذبیدل او د هغو له قوانینو سره ځان برابرول، لږې نه، ښې ډیرې ستونزې لري؛ هغه هم یو ه شرقي او د بیلې عقیدې درلودونکي انسان ته. په افغانستان غوندې یو چاپیریال کې زیږیدلی، را لوی شوی انسان ته او بیا په اروپا غوندې یوې ټولنه کې ټول عمر ژوند کول، داسې یوه بوټي ته ورته وګڼئ چې له ګلانو او رنګینیو نه یې ازغي او بد رنګي زښته ډیره ده.

په داسې ټولنو کې زیږیدلي او زیږیدونکی نسل ته که مشران پام و نه کړي، هماغسې لویږي لکه د هغې ټولنې وګړي او دا نوي ورغلي خلک تر څو چې ځان له هغې ټولنې او د هغو له قوانینو سره ځان جوړوي، یا د لیونتوب پولې ته ور رسیدلی وي او یا هم دومره وخت ورباندې تیر وي چې نور د کهولت خزان وهلي بڼ ته ور ننوتی وي.

په دې لیکنه کې د همدغو ترخو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره کوم تصویر چې زه له افغانستان نه د باندې د افغان ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، مورنۍ ژبې د زدکړې، د فرهنګ د ساتلو او د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې وړاندې کوم، همدا اوس وایم چې منفي اړخ یې ډیر دی. ما دې څوک د ډیر خوشبین او ډیر بد بین په تور نه رنګووي، دا یو تریخ واقعیت دی او لکه د سقراط جام، اوس افغانانو ته ور په برخه دی.

کله چې یو ماشوم، کوچنی یا تنکی زلمی د وطن پریښودلو ته اړ کیږي، نو د باندې له وطن نه، که لرې وطن وي که کوم نږدې هیواد، په لومړي ګام کې د مورنۍ ژبې زکړه، ساتل او پالل ور ته ډیر اړین وي او وروسته له هغه نه په مورنۍ ژبه باندې ورته د مطالعې او د کوچنیانو د ادبیاتو لوستل مطرح وي.

په وطن کې د ټوپک د شپیلۍ د سُر کیدو، د جګړې د اور د تودیدو او ځینو نورو دلایلو پر بنا ډ ډیری افغانانو منډه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وه، چې شمیر یې میلیونونو تنو ته رسیده.

په ایران کې خو یې په ډیرو ځأیونو کې افغان کوچنیانو او ځوانانو ته، ښوونځي او پوهنځي ته د تګ اجازه هم نه ورکوله او د ژوند په هر چاره او هر ځای کې دوی ته د «آشغال» خطاب شوی، کیږي او که چیرې کومې سلنې ماشومانو کوم ټولګي ته د تک چانس تر لاسه کړی هم وی، په داسې چاپیریال کې به و چې یو توری به هم د دوی د ژبې او عقیدې، تاریخ او جغرافیې هلته نه و. د مورنۍ ژبې، ښو یا په خپله خوښو زدکړو او یا د ماشوم پالنې، روزنې او د کوچنیانو د ادبیاتو خو لا پوښتنه هم باید و نه شي.

ایران ته که افغان د کار له پاره تللی دی او که د سر ساتلو په موخه، په هر حالت کې دی دومره په عذاب شوی چې په پای کې د کوم مظلوم افغان له ذهن او ضمیر نه دا غږ را پورته شوی دی چې فیروز کندوزي نومي سندرغاړي بیا په خپل خواږه غږ زمزمه کړی هم دی:

ورک دې شي ایران

ورک دې شي ایران د غم لړلوتومنوسره       ژوند مې په کې تیرکړ دم د یوجوړه جامو سره

ورک دې شي ایران، په ایران کې مې زړه تنګ دی

هر شرکت ته لاړ شم، په نصیب کې مې کُــلنګ دی

پوه په ګناه نه یم، د مهندس را سره جــنــګ دی

میاشت مې پوره نه وي، بیا روان یم بسترو ســره

ورک دې شي ایران دغم لړلو تومنو سره         ژوند مې په کې تیرکړ دم د یو جوړه جامو سره

ورک دې شي ایران، کـار یې ټول په غم لـــړلی دی

هر ځوان ته چې ګورې، په ژوندینې د ګور مړی دي

حــال پوښتنه ی مه کړه ، د مزله ګردو وهلـی دی

څوک لارو کې مړه شول، څوک سودا کوي ګوروسره

ورک دې شي ایران د غم لړلو تومنو سره         ژوند مې په کې تیر کړ دم د یو جوړه جامو سره

په پاکستان کې هم د پاکستاني قوانینو په چو کاټ کې او په افغانانو باندې د حاکم اِفراط له وجې په هغو کتابونو او درسي موادو کې چې دوی استفاده ور نه کوله، داسې څه نه شته چې ماشوم دې له پر مختللو علومو او عصري ژوند سره آشنا کړي. هغه کتابونه او درسي مواد چې ما لیدلې دي هلته درسي پروګرام داسې برابر کړای شوي و چې تر مثبتو موادو منفي په کې ډیر ځاي پر ځای شوي وو. همدې موادو ته په کتو سره، په دې اړوند ما د ۲۰۱۲ کال په پیل کې د یوې مقالې په ترڅ کې داسېلیکلي وو:

«هلته په افغانستان کې زموږدکوچنیانواوزلمیانوپه غوږونوکې دښوونکي دغږپرځای، دقومندان آمرانه چیغې آزانګې کوي.اوس زموږماشومانواوزلمیانوته د الف اوب دزدکړې پرځای دډزو کولو لارښوونه کیږي،دا دی زموږسرنوشت اودادی زموږښوونه اوروزنه. په ګاونډیوهیوادونو کې چې کوم ښوونځي اوپوهنځي پرانستل شوي وو،هغه هم دسیاست اومذهب په رنګ رنګول شوي وو.هلته هرې مذهبي اوسیاسي ډلې هڅه کوله چې خپل افکاراوعقاید تدریس کړي اودخپلونظامي اهدافودترسره کولوله پاره،په لومړي ګام کې دماشومانو اوتنکیوزلمیانوپه ذهنونوکې دجګړې،وسلې او وژنې مفاهیم ځای پرځای کړي.ددغو ښوونځیواوپوهنځیوپه درسي کتابونوکې هیڅکله زده کوونکوته دخپل وطن تاریخ،ملي ګټو،تمدن اوعلمي پرمختګونوپه باب، څه نه لیکل کیدل،مورنۍ ژبه اوملي کلتور اصلاً مطرح هم نه وو. ددغوښوونځیوپه یودرسي کتاب کې مې ولوستل:

«ت = توپک،

ج = جهاد،

م = مجاهد،

ټ = ټانک،

و = وژل،

او…»

هلته په پاکستان کې ډیره سلنه ماشومان او کوچنیان د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو له پاره له هر ډول روزنې ښوونځي او کتاب نه لرې، په کوڅو کې سر ګردان ګرځیدل. د داسې کوچنیانو ښه انځور د افغانستان د خلکو په درد دردیدلی لیکوال، ژورنالست او کالم لیکونکي نور البشر نوید ډیر ښه وړاندې کړیدی. د انسانیت، ماشومتوب او کوچنیتوب له ټولو حقونو محروم یو افغان کوچنی، چې پلار یې د جهاد په نامه، نیابتي جګړې کې وژل شوی دی، د اسلام نور ارکان، سواد، د کوچنیانو ادبیات او … خو لا څه کوې، چې کلمه یې هم نه ده زده. یوه ورځ مې په پیښورکې دیوې مجلېپه لومړي مخ باندې پردغه سرلیک سترګې ولګیدې:

«ما له کلمه نه راځي»

په ډیره بیړه مې دنظر وړمخ راواړاوه،هلته له دووعکسونوسره، یو مضمون اومرکه چاپ شوې وه، چې یوه برخه یې دا ده:

نوم: زین الدین،

دپلارنوم: غواص،

عمر: پنځلس کاله،

علاقه:کندوز،ګورتیپه،

حال:فارست پلوسي کیمپ،پیښور،

ملاقات:نورالبشرنوید …

… یوه ورځ یوخیرن خیچن ماشوم دفترته راننوتو،په غاړه کې یې دکپړې تیلۍ وه،په هغې کې دسپیلنو دانې وې،په لاس کې یې په یوه ډبي کې دسکروانګارو.له تیلۍ نه یې دانې پرانګار واچولې،لوخړې شوې،ببوزی یې ورته وواهه.یوبل ورته وویل:ما،ما،ما لوخړې مه کوه.دهغه زړه لکه چې مات شو.دویم چت ته په شپږدیرش پونکوراختلي ماشوم ته یې په بې ارزۍ وکتل.ما ورته اشاره وکړه.هغه سمدستي څودانې په انګار کې واچولې،مامنع کړواو ورته ومې ویل:په موږ به د چا نظرولګي؟ د نظرشوي خلک خوتاسویاست چې بې کوره،بې وطنه،بې یاره،بې دلداره شوي یاست.هغه ودریداوما یې دریم چت ته په شپږدیرش پونکودراختلوکفاره ادا کړه.هغه تلو،ما منع کړو.خبره واوره! هغه ګم سم ودرید.ما ورته ووې:

ــ ته دکوم ځای یې؟

ــ زه،زه د کند ز یم.

ــ دلته کینه!

زما خواته د کند ز ولایت د ګورتِیپې شهزاده،دښاردلوګیوخیرن ناست و.دغه وخت یوبل افغان مهاجرراغی.سپینه ـ ښکلې پاکه ږیره،تک سپین پګړی په سرکړی،تک سورسپین مخ،ما دغه سپین ږیري ته ووې: راشه ستا وطنداردی.هغه څوورځې وړاندې ماته ویلي وچې:زه دکند زدولایت یم،په سوونوجریبه زمکه لرم،یوزوی مې په سعودي کې دی.هغه له خپل وطندارسره یوڅوخبرې وکړې اوبیا یې ورته ووې چې:اوس ښه سړي له راغلې،هغه ماته اشاره وکړه اوولاړو.زما مخې ته د کند زولایت شهزادګان ناست وو،یوشهزاده چې په مخ کې یې نن هم دخپل وطن … توب سره وواوپه پټکي یې دوړه نه وه؛ بل شهزاده دسپیلنوشهزاده وچې د خپل وطن سره یې په مخ کې سوزیدلي وو.په وړوو لاسونوکې یې اور نیولی و،په سپوږمۍ مخ یې دپیښوردلوګوتورکي وو،په سترګو کې یې درنجوپه ځای، یآس اوارمان و،دافغانستان د شهید زوی و،موراودوو ماشومانو له پاره یې سوال کولو،ډوډۍ یې غوښته،دخپل وطن مُلا ورته ویلي ووچې داسلام جنګ دی،ورشئ یودبل سرونه مات کړئ.د اسلام اودوطن په نوم لکونه افغانان قتل شوي.یوطرف ته افغان شهید شو،بل طرف ته یې افغان ته دشهادت مرتبه واخیسته.زما سره دافغانستان دهغه شهید زوی ناست و،دچا پلار چې د اسلام له په لار کې شهید شوی دی.ما له هغه نه آخري ټپوس کړی واوزه یې ګونګی کړی وم:

ــ بچی تا له کلمه درځي؟

ــ کلیمه؟نا،ما له کلمه نه راځي.

ــ بچی،مونځ درځي؟

ــ مونځ؟مونځ نه راځي.

زه داسلام دشهید زوی نه دووآخري سوالونوپه خپله یوسوال کړم …»

د لومړۍ برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...