ماشومان ولې خپل نوکونه زدویي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

په رواني اختلالاتو کې تر ټولو بد یې یو هم دا دی، چې ځینې ماشومان خپل نوکونه زدویي او دا یو ډول عادتي ناروغي بلل کېږي.

د ګوتو زبېښل هم په ماشومانو کې یوه عادتي اختلال دی، چې د نوکونو زدولو ته ورته والی لري.

نن سبا په لس سلنه ماشومانو کې د نوکانو د زدولو ناروغي لیدل کېږي، چې دغه ناروغي په هلک او نجلۍ کې کوم ځانګړی توپیر نه لري مانا دا چې کېدای شي هلک او نجلۍ دواړه له دې ناروغۍ سره مخ شي.

دغه ناروغي معمولأ له دوه کلنۍ تر څلور کلنۍ پورې پیدا کېږي، چې د ګوتو زبېښل هم له دې ناروغۍ سره ډیر ورته والی لري، او په همدې سن کې کوچنیان خپلې ګوتې هم زبېښي.

لومړۍ مرحله داسې پیلېږي، چې ماشوم په لمړي وخت کې د خپلو نوکانو څنډې په خپلو غاښونو پټ کوي، وروسته یې په خپلو ګوتو پرې کوي او بیا یې خولې ته کوي او ژوییې.

دا چې ولې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي په لاندې ډول به یې واضح کړو.

د دې ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، خو اروا پوهانو دا په ګوته کړې ده لکه څنګه مو چې مخکې وویل، په ماشومانو کې د نوکانو زدویل یو رواني اختلال دی او دغه اختلال هغه وخت پیدا کېږي، چې ماشوم د ډار، یوازېتوب او خوارځواکۍ احساس وکړي.

له مور او پلار څخه د لرې والي، د شپې په تیاره کې ډارېدل ماشوم له دې ډول ناروغۍ سره مخ کولای شي.

که ماشوم ته په خپل وخت سره د مور او پلار او یا هم د نورو نېږدې کسانو مرسته ونه رسېږي، ډیره کله ماشوم په دې ډول ناروغیو لکه د نوکانو زدولو باندې اخته کيږي. له یوې اونۍ، یوې یا څو میاشتو تکرار څخه وروسته ماشوم له دغه اختلال سره عادت کېږي او د یوه دایمي عادت په توګه یې بدلېږي

که څه هم، چې د دې ناروغۍ اصلي عامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، دغه ناروغي یو ډول ارثي هم ده، که په کورنۍ کې مور او یا هم پلار په کوچنوالي کې دغه څه تر سره کړي وي او یا هم په دې ناورغۍ باندې اخته شوي وي لرې نه ده، چې ماشوم یې هم پر خپل وخت او معلوم سن کې په نوکانو زدولو باندې اخته شي. نو له مور او پلار څخه په ارثي ډول او یا هم هغه ماشومان چې په خپلو کې سره لوبې کوي او یو کس یې په دې ناروغۍ اخته وي کېدای شي بل یې پېښې وکړي، ځکه ماشوم تل د نورو تقلید کوي او پایله کې یې د نوکانو زدول عادت ګرځي.

دغه ناروغي په هغه ماشومانو کې، چې د مور شېدې یې کمې خوړلې وي او یا هم په لومړیو کلونو کې د مور په څنګ کې پاتې شوي وي کمه لیدل کېږي.

د نوکانو زدولو جانبي عوارض:

که څه هم چې په لومړي سر کې ماشوم د خپلو نوکانو له زدولو څخه خوند اخلي او د آرامۍ احساس ور سره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره ورته ګڼ شمېر عوارض پېښوي د بېلګې په توګه: په خپل نفس یې اعتماد کمېږي، یوازېتوب اختیاروي او په لوړ سن کې بیا د یو ډول  ذهني، اجتماعي او وظیفوي ستونزو سره مخ کېږي.

د نوکانو زدولو جسمي عوارض:

د نوکانو زدولو جسمي عوارض دا دي، چې د ماشوم د ګوتو په سرونو کې زخمونه پیدا شي، مکروب په کې ځای ونیسي او ان ډيره کله د نوکانو او ګوتو د شکل د تغیر سبب هم ګرځي.

د نوکانو د زدولو ناروغي ډېر کله په هغه ماشومانو کې پیدا کېږي، چې د وینې له کمښت سره مخ شي که په ماشوم کې د وینې د کمښ نښې نیښانې ولیدل شي باید ډاکټر ته وښودل شي. دغه ناروغي هغه وخت زور نیسي، چې ماشوم د یوه ډاروونکي فلم په کتلو، د یوه سخت فکري کار په کړلو لکه درس ویل باندې مشغول وي.

د نوکانو د زدولو درملنه:

دا چې دغه ناروغي د څو میاشتو او یا هم څو کلونو په اوږدو کې منځ ته راغلې ده نو مور او پلار هم باید دغه ډول توقع ونه لري، چې ګواکې په څو ورځو کې دې د دغې ناروغۍ  درملنه وشي. ځکه که دوی په دومره کم وخت کې د دغسې عاجلې درملنې توقع ولري او په څو وروځو یې درملنه کومه پایله ور نه کړي کېدای شي د ماشوم له درملنې لاس واخلي.

که ستاسو ماشوم په دې ډول ناروغۍ اخته وي د یوه مور او پلار په توګه باید دغه ټکي په پام کې ونیسئ.

۱- د دې ناروغۍ په درملنه کې تر ټولو لومړی خپله ناروغ له ځانه سره مرسته کولای شي ورسته د کورنۍ غړي او له هغه ورستۍ د دې برخې پوهان.

۲- د درملنې کړنلاره او مشورې ورکول د دې ناروغۍ د درملنې اصلي عوامل دي.

۳- د ماشوم نوکان د امکان تر حده باید لنډ وي، تر څو ماشوم یې د زدولو لپاره تحریک نه شي مانا دا چې په غاښو ور نه شي.

۴- مور او پلار، چې کله د ماشوم نوکان اخلي ښه خبره ده، چې هغه د خبرو  له لارې وهڅوي، چې نوکونه ونه زدویي. د بېلګې په توګه ورته و وایي، که یوه اونۍ د خپل نوکان ونه زدویې هرو مرو به دې پارک،سینما، رسټورانټ او یا هم ستا د خوښې وړ ځای ته بیایم.

۵- هېڅ کله هم هڅه مه کوئ، چې د ماشوم نوکونه د نوکانو په رنګ رنګ کړئ، ځکه له یوې خوا دغه کار له ماشوم سره په درملنه کې مرسته نه کوي بلکې کېدای شي ماشوم د نوکانو د زدولو په وخت کې دغه څه وخوري او مسموم شي.

 ۶- د نوکان چسپ کول یا تړل هم په دې برخه کې د درملنې لامل نه ګرځي، بلکې کېدای شي، چې د ماشوم د نوکانو بڼه تغیر وکړي. که تاسو د ډېر کم وخت لپاره هم دغه څه تر سره کړئ کېدای شي د ماشوم ګوتې مو کږې شي.

۷- ماشوم مو په دې دلیل، چې ولې خپل نوکان زدویي د نورو په مخ کې او یا هم یوازې مه تنبه کوئ. ښه خبره دا ده چې له ماشوم سره په یوازې سر د دې ناروغي په جانبي او جسمي عوارضو خبرې وکړئ او پر زیانونو یې پوه کړئ. که دغه کار له مور او پلار پرته د هغه چا په وسیله وشي چې دنده یې ده او یا هم په دې برخه کې معلومات لري او درملنه یې کړې وي ښه پایله ورکوي.

۸- دا چې دغه ناروغي په تدریجي ډول منځ ته راغلې ده، نو د درملنې لپاره یې هم باید بېړه ونه شي او له پوره حوصلې کار واخیستل شي.

۹- کېدای شي ماشوم د یو ډول اختلالاتو له امله د نوکانو زدول شروع کړي او یوه یا دوه اونۍ دوام وکړي، خو که دغه کار تر دوو اونیو زیات دوام وکړي باید درملنه یې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...