پل» یو کلن شو/ پوهندوی آصف بهاند

د چا به هیر، د چا به یاد وي

زه چې قدم اوچتوم، «پل» یادومه

2

یو کال مخکې، خدای په همدې ورځ د افغانستان د میډیا پر کورنۍ باندې یو ماشوم ولوراوه او د نوي زیږیدلي ماشوم له پاره مشرانو د «پل» نوم غوره کړ.

د دې ماشوم د زیږیدو زیری په لومړي ځل د «تاند» له ستوني را ووت. د ۲۰۱۵ کال د مارچ په دویمه بیټه د تاند مسولینو د «پل» د زیږیدو زیری دویمه داسې خپور کړ:

«د یو شمېر لیکوالو په نوښت د ماشومانو او کورنیو لپاره تاند د پل په نوم ځانګړې ویبپاڼه خپره کړه.

په دې ویبپاڼه (http://pal.taand.com) کې د ماشومانو لپاره کیسې، شعرونه، د کورنیو لپاره د ماشوم د روزنې په اړه لیکنې او نور مطالب خپرېږي. ګوندي پل ویبپاڼه د ماشوم د روزنې په برخه کې له کورنیو سره مرسته وکړي.

تاند هیله لري چې لیکوال به هم د ماشومانو لپاره ځانګړې لیکنې او دغه راز د ماشوم د روزنې اړوند موضوعات په خپله دې ویبپاڼه کې خپاره کړي.»

2څنګه چې ما(آصف بهاند) د خوشالۍ دا زیری ولوست، نو مې خپلې ټولې ورځنۍ چارې و درولې، خپلې لاس لاندې لیکنې او مطالعې مې یوې خوا ته کیښودې او د «پل» د زیږیدو د خوشالۍ له پاره د یوې ډالۍ په فکر کې شوم. ټوله ورځ مې هڅه وکړه او د «پـــل، د افغانانو میډیا په آسمان کې نوی ستوری» تر سر لیک لاندې مې یوه مقاله ولیکله او د «پل» د زیږیدو د ډالۍ په ډول مې په هماغې ورځې خپره کړه. د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«لومړني پل ته په کتو سره زه وینم چې دا پل ښه په ځای ایښودل شوی دی او هیله لرم چې زموږ د وطن ستونزې او ټولنیز ګردونه یې بیرته تر خاورو لاندې نه کړي، امید دی چې داسې ونه شي، ځکه چې د وخت غوښتنه همداسې ده چې دا پل د «ترکستان» پر لوري نه دی اوچت شوی، بلکې د یوې هیلې او یو امید پر لوري جګ کړای شوی دی او دا امید او دا هیله نوی نسل دی.

دا پل به زموږ د ټولنې په ګردجن او له واورو او خټو ډک چاپیریال کې په داسې نښې بدل شي چې اوسنیو میندو پلرونو ته او نوي نسل ته د نوي ژوند نوې لار په نښه کړي او په چټکۍ سره به پر مخ ځي. د نوي نسل له پاره او د روښانه راتلونکې له پاره.

تر هغه ځایه چې زما څیړنې یې ښيي، د نوي «پل» قلمي همکاران، با تجربه، زړه سواندي او مسول خلک دي چې پخوا یې هم په دې برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي.

زه په زغرده ویلای شم چې دا د تاند او د پل او د هغوی د قلمي همکارانو هغه ستره پانګونه ده چې ثمر به یې لس کاله وروسته، شل کاله وروسته او یو نسل وروسته وڅکل شي.

د ماشومانو پالنه، روزنه او کوچنیانو ته د ادبیاتو په نامه یو څه رامنځ ته کول او مخ کې ایښودل، له ډیر پخوا نه اړینه موضوع وه او کله چې د نوي ژوند او نوې تکنالوژۍ ګامونه ګړندي او نور هم چټک شول، دا غوښتنه لکه خواړه په ورځنۍ اړتیا بدله شوه او دا دی تاندوالو او د هغوی نورو همکارانو وکولای شول چې په دې «پل» سره دا تشه ډکه کړي.»

د «پل» یو کلن سفر ته په کتو سره زه په زړورتیا سره او په زغرده توګه ویلای شم چې کومې هیلې او غوښتنې چې د پل کورنۍ، د تاند مسولینو، د پل موسسینو او چلوونکو کړې وې، هغه له سلو څه چې تر زرو سلنې نه هم زیاتې تر سره شوې دي او دا بریاليتوب په لومړي ګام کې د تاند مسوولینو ته، د پل موسسیونو ته، د پل چلوونکو ته او د پل درنو او نه ستړي کیدونکو لیکوالو له پاره هغه ستره لاس ته راوړنه ده چې حد ټاکل ور ته ګران کار دی.

که د «پل» ښکلي بڼ ته څوک سر ورښکاره کړي، له ورایه په دې پوهیږي چې «پل» په تیر یوه کال کې له تمې ښه او له امید نه زیات په ښه لار او سمه خوا اوچت کړای شوی دی. د «پل» چلونکي او د «پل» لیکوالان په ډیر زړه سوي سره، د کمکي «پل» لاس ونیو او په داسې لارو یې وګرځاوه او بلد یې کړ، چې باید شوي وای او داسې وشول چې زما له امید او هیلو نه هم لا وړاندې او ښه.

یو کال وړاندې د پل د زیږیدو په ویاړ ما د خپلې مقالې په یوه برخه کې د «پل» له پاره داسې هیلې څرګندې کړې وې:

«… زما هیله دا ده چې پر افغان ماشوم او افغان کوچني او افغان میندو او پلرونو باندې او د افغانستان په راتلونکې باندې د زړه سوي په خاطرټولو هغو فرهنګیانو چې په دې باب کار کړی او یا د کار هوډ لري، د انفرادي کار تر څنګه، خپلې هلې ځلې د «پل» په چوکاټ کې سره همغږې کړې او د «پل» پر لاره په یوه غږ وړاندې لاړ شي.

د دې نوښت تر څنګه د «پل» مسوولینو سره ښايي چې د کوچنیانو د روزنې، ساتنې، پالنې، سواد زدکړې، لیک لوست زدکړې، ښوونې روزنې او په پای کې د کوچنیانو د ادبیاتو د برخې فعالین سره منسجم کړي، ویې هڅوي چې نویو کارونو او نویو مسوولیتونو ته له دوی سره اوږه ورکړي او د زمان له غوښتنو سره سم خپل کار تر سره کړي.

د «پل» چلوونکو او قلمي همکارانو ته زما مصلحت دا دی چې دوی په خپل نه ستړي کیدونکي کار سره و کولای شي د پر مخ تللي ژورنالیزم په چوکاټ کې د خپلو ملي، وطني ګټو او کلتور په نظر کې نیولو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پاللو روزلو او په هغو کې د هنري ذوق د را پیدا کولو او روزلو په برخه کې او میندو پلرونو ته د مالوماتو او لارښوونو په ورکړه کې، ورځ تر بلې مثبت ګامونه اوچت کړي.»

او دا دی دا کار او دا هیلې په ډیر بریالیتوب سره تر سره شوې. د «پل» یو کلن سفر او یوې کلنې تجربې وښوده چې زما وړاند وینې او امیدونه تر سره شول او د «پل» سفر ماشومانو ته، کوچنیانو ته میندو پلرونو ته کورنیو ته دومره څه ورکړل او دومره څه یې ور ته وکړل چې زما د امید په خورجین کې او زما د هیلو په دایره او ځولۍ کې نه ځایږي.

هغه وعده چې یو کال وړاندې ما د تاند له مسولینو، د «پل» له موسسیونو او چلوونکو سره کړې وه ، هغه مې د نورو قلموالو په څیر تر سره کړې، د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو په باب مې څیړنیزې مقالې ور ته لیکلي دي او له هغه نه ور آخوا مې د کوچنیانو له پاره د مشهور ډنمارکي لیکوال، هانس کریستین اندرسن پنځه ډیرې په زړه پورې کیسې له ډنمارکي ژبې نه پښتو ته وژباړلې او په «پل» او ځینو نورو ویبپاڼو کې مې خپرې کړې.

زه د «پل» د بڼ د وړې دنیاګۍ د یوه بڼوال او چپراسي په توګه، د «پل» لومړنۍ کلیزې ته داسې خوشاله یم لکه د خپل زړه د کترو کلیزې ته. که «پل» نن  یو کلن ماشوم دی، د سبا ځوان به وي، د بلې ورځې پلار او د راتلونکو ویاړ، هغه څه چې «پل» په دا یو کال کې تر سره کړل، د هغه په ونج کې یې زه له اوسه ویاړ ګڼم.

د کوچني «پل» د لومړۍ کلیزې په مناسبت «تاند لالا» ته، د پل موسسینو ته، د پل چلونکو ته، د پل ټولو با مسولیته زړه سواندو قلموالو ته او ځان ته، د زړه له کومې مبارکي وایم. د «پل» د لاس نیونې او په سم لوري یې د لارښوونې او د اوسنۍ کلیزې د لمانځلو په برخه کې، که د واړه او ماشوم «پل» له خولې او ژبې څه اوریدل غواړئ، هغه به داسې وي:

«زه ماشوم «پل» په خپله وړه ژبه له «تاند لالا» او خپلو ټولو هغو مشرانو او قلموالو نه مننه کوم چې زما لاس نیوی مو کړی، ما ته مو کیسې، شعرونه او ترانې لیکلي دي، زما پالونکو او روزونوکو ته مو لارښوونه کړې ده چې زما ساتل، پالل او لارښوونه په څه ډول وکړي او د راتلونکي ژوند له پاره مو ښې او سمې لارې را وښودې، بیا هم مننه او ټولو ته درناوی»

که وپتیل شي چې د پل په بڼ کې د را ټوکیدلو ګلانو پر ښکلا، خوشبوییو یا ازغیو باندې څه و لیکل شي، زه یې داسې انګیرم چې پر هر کرل شوي او را ټوکیدلي ګل باندې او د هغه ګل او بوټي پر ښکلا او ازغو باندې باید جلا مقالې او لا جلا کتابونه ولیکل شي؛ د همدې دلیل له مخې زه دلته د پل پر محتویاتو او قلموالو نه څه وایم او نه یې نومونه یادوم او د اوس له پاره یې ډیر لوړ او ښه ارزوم.

د اوسني نسل او راتلونوکو نسلونو د ښې روزنې د نهضت د یو غړي په توګه هیله لرم چې زموږ د نن ورخې د پل نومي ماشوم پلونه او قدمونه په راتلونکو کې نور هم قوي مظبوط اوګړندي شي، علمي شي او په سمه خوا یې لارښوونه وشي، څو وکولای شي د افغانستان د میډیا په کورنۍ کې د کورنیو د مشرانو، ځوانانو او په تیره کشرانو، یعنې د کوچنیانو او ماشومانو د لار ډیوې رول ولوبوي.

د چا به هیر، د چا به یاد وي

زه چې قدم اوچتوم، «پل» یادومه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...