په مورنۍ ژبه د زده کړې حق او اړتيا

لیکوال: امید حیران –

په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشومانو طبعي حق، او په مورنۍ ژبه زده کړې شونتيا برابرول د دولت قانوني مکلفيت دى .

د افغانستان د اساسي قانون د ١٦ مادې پربنسټ پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي اوله بلې خوا د اساسي قانون په ٤٣ مه ماده کې په څرګندو ټکو کې راغلي دي ، چې دولت مکلف دى په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او تامين لپاره اغېزمن پروګرام طرح او پلى کړي .

د بشر د حقونو نړيوالې اعلاميې په ٢٦ مه ماده کې داسې راغلي ،چې ميندې او پلرونه حق لري ،د خپلو ماشومانو لپاره يې د ښوونې اوروزنې ډول غوره کړي.

همدارنګه دماشومانو د حقوقو تړون (سي آر سي ) په ٣٠ مه ماده کې وايي، چې ماشوم بايد له خپلو حقونو بې برخې نشي ،ترڅو له خپل کلتور څخه خوند واخلي او خپل مذهب ومني او په خپلې مورنۍ ژبې سره د ژوندانه چارې سرته ورسوي ،د ګوټېګن د پوهنتون پوهاند اېبر هارد پخپله څېړنه کې وايي : په هېواد کې مېشتو قومونو بچيانو ته که په مورنۍ ژبه زده کړې اماکانات برابرشي د هغوى په شخصيت جوړولو کې به خورا لويه ونډه ولري .

نو په داسې حال کې پښتنو ماشومانو ته چې په کابل کې اکثريت دي، په خپلې مورنۍ ژبه دزده کړو پروګرام پلي کول د ملي يووالي له ټينګښت او د محروميتونو له منځه وړلو سره لويه مرسته کولى شي، ترڅو نورور قومونو سره د سيالۍ جوګه شي .

د ١٣٥٧ لمريزکال د غويي د کودتا سره جوخت د روسانو د يرغل پرمهال په سلهاوو زره پښتانه کابل ته راکډه شول د ښوونځيو ماشومان يې د ازموينې پرمهال نه يوازې په دري ژبه دازموينې جوګه نه و، بلکې هغه مهال به ،چې يوه ښوونکى په تخته د ازموينې سوالونه وليکل ،پښتو ژبو زده کوونکو ددې وس نه درلود چې پوښتنې د آزموينې په پاڼه کې وليکي، دغه زده کوونکي پدې اړکېدل چې له ګاونډ ناست دري ژبې زده کوونکى نه يې پخپل پاڼه کې وليکي .

وروسته ترليکلو به خپل ځاى کې په ډېرې ناهيلۍ او وارخطايي سر به ناست وو ،کله چې به ښوونکى وپوښتل چې ولې سوالونو ته ځواب نه ليکئ ؟ زده کوونکى به په ډېرې ناهيلۍ سره دتل لپاره مخه ښه وکړه ،چې د کابل په سلګونه ښوونکي ددې خبرې شاهدان دي .

د مهايم پوهنتون د ټولنپوهنې د څانګې پوهاند(هارتر موت ارېسر ) وايي : له خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې څخه د يوه تنکي بچي محرومول ددې سبب ګرځي چې ماشوم د عقلي ذهني روحي ،اخلاقي ،او داروايي عقدو ښکار شي او د افراط او تفريط خواته وخويېږي .

يوبل الماني څېړونکى (هانس مالف) په ٢٠٠٤ م کال کې په ويوه څېړنه کې ،يوه خورا مهم ټکي ته نغوته کوي ،چې يو ماشوم تر شپږکلنۍ پورې پخپله مورنۍ ژبه ١٣ زره لغاتونو پورې د زده کولو وړتيا لري .

چې په هر دوهم ساعت کې د يونوي لغت زده کولو ته چمتو دى .

خو د بدبختۍ او افسوس ځاى دى ،چې د کرزي ددولت يوه ډله لوړ پوړ, چارواکو او نن هم د پورته ياد شوو نړيوالو حقونو اود اساسي قانون په ٤٣ ماده باندې سترګې پټوي او د افغانستان معصومو ماشومانو سره لوی خیانت کوي. د اساسي قانون ٤٣ مادې د پلي کېدو دومره سیاسي چلند کوي .

همدارنګه د پوهنې وزارت ښوونيز نصاب اومې مادې سره چې ښوونه او روزنه بايد په مورنۍ ژبه وي دا ټول هغه قانوني او حقوقي مسایل دي چې څوک باید ترې سترګې پټې نکړي.

يو شمېر د ملي ګټو، يووالي ، پښتوضد او ايران پلوه عناصر او کړۍ يې په عملي کېدو حساسيت ښي او ډول ډول پلمې او ناندرې کوي.

چې دا ډول خلک زه د ملي خاينانو څخه هم په ټيټ پوړ کې ګڼم .

اوس ځينې افغان لوړپوړو چارواکو ښه چل زړه کړى، هغه داچې کله د پښتنواو پښتو د حقونو د ورکړې خبره کېږي نو ځينې تش په نوم افغانان (؟) او ايران پلوه متعصبې کړۍ او ګوندونه وايي چې دا  چاره ملي يووالي ته زيان رسوي خو کله چې د نورو د حقونو خبره راشي، بيا همدوي وايي چې ملي يووالي پرې ټينګېږي، هر څوک ملي يووالي پخپله ګټه تعريفوي خو سړي نه پوهېږي چې د ملي يووالي د سيوري لاندې پښتانه نور څومره خپل حقوق دلاسه ورکوي؟.

حال داچې په مورنۍ ژبې زده کړه ملي يووالي ته زيان نه، بلکې ملي يووالی نور هم ټينګوي چې بېلګي يې په ځينو آروپايي هېوادونو کې لرو.

داچې په مورنۍ ژبې زړه کړه کومه د تعصب خبره نده او نه کوم سياسي رنګ لري، بلکې يوه علمي ،اکاډميکه او حقوقي موضوع ده او د هر ماشوم فطري حق دي چې پخپله مورنۍ ژبې زده کړې وکړي ځکه يو ماشوم د يوې دوهمې ژبې زده کړې پرمهال خپل نمايي ذهني ځواک له لاسه ورکوي، د زده کړې پرمهال د نيمګرتيا احساس کوي او د رواني غوټو، بې زړه توب او چوپتيا سربېره په ټولګي کې ځان خجالتي او يوازې احساسوي.

څرنګه چې په مورنۍ ژبه زده کړه قرآن عظيم الشان ، د هېواد اساسي قانون، نړيوالو اعلاميو، د يونسکو د مديرانو جرګواو نړيوالو قوانينو په مورنۍ ژبې زده کړو باندې ټينګار کوي.

نو کله چې اسلام مبارک دين، اساسي قانون، بشر حقونو نړيوالې اعلامې او يونسکو دا اجازه راکړې او خلک هم غواړي چې اولادونه يې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او شرايط هم برابر دي، نو بيا ستونزه په څه کې ده ؟

ولې  د هېواد په لر او بر کې ځینو مشخصو قومونو ته دا حق نه ورکول کېږي؟ د پوهنې وزارت په نسبي هڅو د اپروسه په کابل کې څه ناڅه د پلي کېدو په حالت کې وه او يو ښه مېکانېزم يې هم ورته جوړ کړي و، چې لومړي به نوي ښوونځي جوړوي بيا به د پښتو ټولګي بېلاوي د ماشومانو د پېژندپاڼو او سوانحو پام کې نيوالو سره،  د کابل په احمدشابابا مېنه کې يوڅه پلې هم شوه، خو د پوهنې د اوسني وزیر لخوا د نامعلومامو دلایلو په سبب دا پروسه په ټپه ودرېده.
نو د پوهنې وزير بايد جرئت وکړي، کلک هوډ او پاکې ارادې سره سر له ننه په پلازمېنه کابل کې  په پښتو ژبه د زده کړې لارې چارې برابرې کړي او هيچا څخه پدې ملي پروسه کې وېره ونکړي او نه چاته اجازه ورکړي چې ددې  قانوني پروسې خنډ وګرځي.
زه پښتو ژبه ځکه يادوم چې نورو ژبو ته  نسبي دا حق ورکړل شوی، خو پښتو ته دا حق ندی ورکړل شوى او محکومه ژبه ده، خو زه بيا يوازې د پښتو يادونه هم نه کوم زه وايم چې په بلخ،فارياب، جوزجان ،فاريان او سرپل کې هم بايد په ازبکي ژبه ښوونځي جوړ شي. د بده بخته زموږ ازبک ورونه  او په ځینو ځایونو کې دري ژبي ورونه هم په بله ژبه زده کړې کوي چې بايد په ازبکې يې وکړي چې لومړنۍ زړه کړې يې قانوني حق دى .

خو لومړى بايد داکار د پلازمېنې کابل نه پيل شي.

خوبيا هم يادونه کوم چې داکومه د تعصب خبره نده، بلکې يوه علمي او اکاډميکه مسله ده چې د ټولې نړۍ پوهانو پرې هوکړه کړې .

او که څوک ورته سياسي رنګ ورکوي دا دهغوئ خپله ستونزه، موږ په پای کې د حکومت، بشر حقونو کمېسیون او یونسکو څخه هیله کوو چې افغان ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبې د زده کړې شونتیا برابرې کړي.

درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...