غرور(لنډه کیسه) لیکوال: نصیر احمد احمدي

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره –

حميد زوړ دسترخوان ور واخيست، خلاص يې کړ، د ډوډۍ څو وچې ټوټې يې خولې ته واچولې، د اوبو غوړپ يې پسې وکړ، اوږد وغزېد، چت ته يې وکتل، تور کاږه لرګي پرې پراته ول.

يو دم د کوټې دروازه وټکېده، حميد ولاړ شو، په انګړ کې هيڅوک نه و، يواځې يوه خړه مرغۍ د ديوال پر سر ناسته وه.

حميد وټوخل…
مرغۍ وويل:

_وه هلکه! ته ناروغه يې؟

حميد حيران شو، په وارخطايي يې مرغی ته وکتل، په ويره يې وويل:

_ته خبرې کوې؟

مرغۍ وخندل:

_مه ويريږه! زه يوه جادويي مرغۍ يم، دا څو ورځې وينم چې ته په بد حال يې، د خوړو له پاره څه نه لرې، جامې دې هم شکيدلې دي، داسي ښکاري چې وضع دي ښه نه ده.

حميد په ژړغوني غږ وويل:

_ستا خبره سمه ده، زه هيڅوک نه لرم، پلار او مور مې پخوا مړه شويدي، اوس په دې زړه جونګړه کې يواځي ژوند کوم، هيڅ هم نه لرم.

مرغۍ والوته، د حميد تر مخ د نيالګي پر يوه وچ ښاخ کېناسته، ورو يې وويل:

_غم مه کوه! خدای به هر څه سم کړي!

بيرته يې خړ وزرونه ورپول، له نيالګي پورته شوه، ورو يې وويل:

_ په ما پسې راځه!

حميد په مرغۍ پسې روان شو، دواړه د سيند غاړې ته ورسېدل، ښکلی ځای و، سيند رڼې اوبه درلودې، يوې خواته ګڼې ونې ولاړې وي، تر ونو لاندي يو لاس شنه واښه راشنه ول او د وښو په مينځ کې يو ښکلی کوچينی کور ښکاريده.

مرغۍ کور ته ور ننوته، حميد هم پسې روان شو، کور دوې ښکلې کوټې درلودې ، غولی پر سرو غاليو فرش و، په ورسيو پسې سپينې پردې راځوړنده وې، يوې خواته يو ښايسته کټ ايښی و، ګلداره توشک پرې هوار و، سر ته يې سپينه قات شوې پاکه بړستنه پرته وه.

مرغۍ ورسۍ ته نږدې په ښايسته ګلدان کې د ولاړ سره ګل پر څانګه کېناسته، ورو يې وويل:

_ته به نور غريب نه يې !

بيا يې د کوچينې ميز پر سر ايښې ښکلي دسترخوان ته اشاره وکړه، په خوند يې وويل:

_هاغه دستر خوان هوار کړه!

حميد همداسي وکړل!

مرغۍ وويل:

_دا يو جادويي دستر خوان دی، هر خوراک چې دي زړه وي نو ويي غواړه!

حميد د وچې ډوډۍ خواست وکړ، پر دسترخوان دوه تودې ډوډۍ پيدا شوې.

حميد په حيرانی ورته کتل.

مرغۍ په خندا وويل:

_هر څه چې دي زړه غواړي غوښتی يې شې

له دې سره والوته او له کوټې ووته.

خوار او ډنګر حميد په لنډ وخت کې سور او سپين شو، ده به دسترخوان ته د ډول ډول خوراکونو فرمايش ورکاوه، دسترخوان به تل له وريجو ، سرو کړو چرګانو، ډول ډول کبابونو، مختلفو ميوو او هر رنګه خوړو ډک و. حميد به ټوله ورځ له دسترخوان څخه مختلف خوراکونه غوښتل، ده به پاخه شوي خوراکونه بازار ته وړل او هلته به يې پلورل، هلک په لنډ وخت کې پيسه داره شو، وروسته يې نوکران ونيول، د پاچايانو غوندي يې هسکه او ښکلې ماڼۍ جوړه کړه، ځمکې يې واخيستې او په سيمه کې تر ټولو شتمن شو.

دی به ډير وخت پر اس سپور ښکار ته تلو، يا به په خپلو ځمکو ګرځېده، خپل دهقانان به يې تر پام لاندي ول.

کال ووت، يوه ورځ د ماڼۍ دروازه وټکېده، نوکر احوال راووړ چې په دروازه کې يو بيوزله هلک ولاړ دی او غواړي چې د کور خاوند وويني.

حميد په نه زړه هغه ځان ته ور وغوښت. شيبه وروسته د ماڼۍ په لوی سالون کې يو ډنګر هلک ودرېد، هغه شکيدلې زړې جامې اغوستې وې او د خيرات غوښتنه يې کوله.

حميد په غوسه وويل::

_زما له غريبانو څخه بد راځي، تر اوسه مې چاته يوه روپۍ هم نه ده ور کړې، ځکه نو ته هم د مرستې تمه مه راته لره او له دې ځايه لاړ شه!

هلک په خواره خوله وويل:

_د خدای له پاره! يتيم يم، د خوړو له پاره هيڅ هم نه لرم.

حميد په غوسه چيغه کړه!

_له دې ځايه ورک شه!

ناڅاپه تيز باد راوالوت، د ماڼۍ ښيښې ولړزېدې، په اسمان کې تالنده او بريښنا شوه، حميد ستر ګو ته لاس ونيو، يودم چوپه چوپتيا شوه، کله چې يې بيرته له سترګو لاس ليرې کړ، نو خوله يې وازه پاتې شوه، خوار هلک په هماغه مرغۍ بدل شوی و، نه ماڼۍ وه اونه هم نوکران، ځمکې او جايدادونه، د حميد يخنی وشوه، ځان ته يې وکتل، هماغه يو کال پخوانی شکيدلی کميس يې په تن و، خوار او ډنګر ښکاريده، هيڅ هم نه وو ور پاتې.

دا وخت يې د مرغۍ غږ واورېد:

_ته بايد دومره نه واۍ مغروره شوی
حميد يو دم وژړل او په ژړا کې يې وويل!

_ توبه مې ده! بيا به داسي نه کوم، مابيرته شتمن که!

خو مرغۍ الوتې وه او له ليری د حميد پخوانی زړه جونګړه ښکاريدله.

پای

۲۰۱۰

———————————-

د ښاغلي احمدي نورې لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...