د ماشوم هيله/ زلفانه

زه لا وړوکی يم، ماته پلاستيکي وېروونکي څېزونه مه راوړه، چې له خولې يې د نفرت سکروټې اوري، زه د خوراک لپاره هم څه نه غواړم، ځکه هوښياران وايي، چې په ګېډه وږي خو په حکمت ماړه اوسئ.
زه هيڅ هم نه درنه غواړم.

ماته به مې خپل پلار چې زه يې له غېږې محروم نه وم، هغه مهال به يې راته ويل:
زویه! ته باید ډېر لوړ استعداد ولرې، ته باید زدکړه وکړې، چې د همدغه هنر په مټ په همزولو کې مشهور شې.

هغه مهال چې زما پلار زما راتلونکې ته خوشبين و، هغه مهال چې زه به يې په تندي مچي کړم او زما په تنډه کې يې د راتلونکې روښانه انځور ليد.

افسوس چې زما پلار د وخت تور مخو قصابانو رانه واخيست، زه، مور او وړوکی ورور يې يواځې پرېښودو.
زه هماغه ماشوم یم، خو د تقدیر کرښې مې بدلې شوې، اوس د کورنۍ سرپرستي راتر غاړې ده، د بوټونو رنګولو ته مې ملا تړلې ده، تر څو يوه مړۍ ډوډۍ په لاس راوړم، کله چې له مور سره د الکين تيتي رڼا ته کېنم، نو د پلار د وخت خبرې مې رايادې شي، مور سره يې شريکې کړم، خو مور مې په خوله لاس ږدي او وايي، چې دېوالونه غوږونه ولري هسې نه ستا خبرې تر قصاب جلاد پورې ورسوي، مور مې سلګۍ ونيسي، وړوکی ورور مې په هم په ژړا سر شي، خو زه حيران دریان يم، چې کوم لورته قدم واخلم.

نورکله خو به مې د جومات تر مخې بوټونه پالیش کول، چا به پنځه افغانۍ راکړې او چا به هغه هم له ځان سره يووړلې.

مور مې اوس د جومات خواته هم نه پرېږدي، هغه تېره ورځ پوليسو د جومات تر مخې ماين کشف کړ، مهربانه مورکۍ راته وايي، چې نور بوټونه مه رنګوه، هسې نه چې جومات کې دې رانه د مرګ پرښته واخلي.

زه اوس د ژوند په څلور لارې کې يواځې يم، څه وکړم، حيران یم، کوم لور ته روان شم، د ماشتوب ټولې هيلې مې په خوب بدلې شوې..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...