له ماشومانو سره مو څه ډول خبرې وکړو؟

لیکوال شمس الدین حسیني –

ژباړن: حمیدالله حمیدي –

ماشوم د مور او پلار لپاره د خدای پاک یو لوی نعمت دی.
ماشوم د کورنۍ هغه څراغ دی، چې د کورنۍ د ټولو غړو سترګې پرې روښانه وي.
که د نن ورځې ماشوم ته سالمه روزنه ورکړل شي، د سبا ورځې ټولنه به هم بې له شکه، چې یوه سالمه ټولنه وي.
ماشوم مو په سالمه روحیه وروزئ، تر څو روښانه راتلونکې ولري او ټولنه مو هم سالمه وي.

په دې لیکنې کې له ماشوم سره د خبرو کولو پر لارو چارو غېږېدلي یو، چې په هره لاره مو یې په تفصیل سره خبرې کړې دي.
څه باید وکړو؟

۱- له ماشوم سره د خبرو کولو طریقه مو باید مودبانه، آرامه او له مینې ډکه وي.
داسې کلمې وکاروئ، چې په اورېدلو و ارزي.

هیڅکله هم له ماشوم سره د خبرو کولو په وخت کې داسې کلمې مه کاروئ، چې ماشوم په طردد کې واچوي او بې ارزښته وي.

د خبرو کولو پر وخت چیغې مه وهئ، هڅه مه کوئ ماشوم په خبرو کولو وشرموئ، ځکه تاسو د خپلو ماشومانو لپاره الګو(مخ بېلګه) یئ.

۲- که کوچنیان تل منفي خبرې لکه: «نه»، «مه کوه»،«مه ځه» واورئ معلومه خبره ده، چې د دوی عکس العمل به هم منفي وي، نو هڅه وکړئ، چې تر خپلې وسې پورې مثبتې کلمې وکاروئ او که بیا کله اړتیا پېښېږي کېدای شي د «نه» هم وکاروئ، چې د کارولو پر ځای به یې لاندې په لکینه کې خبرې وکړو.

۳- د دې پر ځای چې کوچنیان مجبور کړئ د بېلګې په توګه: «همدا اوس باید تلوېزیون بند کړې» جمله وکاروئ ښه دې چې له دې ډول کلمو څخه کار واخلئ:
اوس د دې وخت دی، چې…
لطفآ…
موږ باید…
را ځئ، چې ټول…
ته ضرورت لرې چې …
او یا هم دې ته ورته نور.

۴- تل یوه خبره تر سر مه نیسئ، چې له هر بلې خبرې وړاندې او وروسته یې ورته تکارار کړئ.
که غواړئ، چې ماشومان ستاسو خبرو ته غوږ کېږدي، نو د ماشومانو د خبرو ښه اورېدونکي اوسئ.

۵- ماشومانو ته مو د زده کړو ترمنځ د لوبو کلو وخت هم ورکړئ، تر څو ماشوم مو له هر ډول شرایطو سره روږدی شي.

ورته و وایئ:

کله مو چې درس ویل خلاص شول کولای شئ لوبې وکړئ.

۶- هغه څه ته چې اړتیا ده تر څو ماشومان یې تر سره کړي او یا هم ستاسو غوښتنه ده، چې په خپلو ماشومانو یې تر سره کړئ، په ډېره ښه لهجه یې پوه کړئ او دې ته یې راضي کړئ، تر څو په خپله خوښه او پوره لېوالتیا سره یې وکړئ، له زیاتو « وکړه» او «مه کړه» کلمو څخه کار مه اخلئ.

۷- که د خپلو ماشومانو لپاره د «نه» کلمې د ویلو اړتیا ولیدل شي، ښه خبره ده، چې له هرې دې جملې څخه، چې بچیه دغه کار باید ونه کړې، ورسته یوه داسې جمله هم وکاروئ، چې په کې د «کول» کلمه هم راغلې وي د بېلګې په توګه ورته و وایئ:
بچیه دغه کار وکړوه، خو دغه کار بیا مه کوه.
د مثال په ډول: «ته اوس نه شې کولائ تلوېزیون روښانه کړې، خو کله چې درس ویل خلاص کړې، بیا کولای شې تلوېزیون وګورې.

د تخت پر سره خېزونه مه وهه، دا تخت دې خوب لپاره دی، نه د خېزونو لپاره.»
په ونه کې مه خېژه جمله مه ورته وایئ

ورته و وایئ « کېدای شي د ونې د ختلو په وخت کې درته زیان ورسېږي.؟»

۸- هڅه وکړئ د ماشومانو ډیری مثبت ټکي په نظر کې ونیسئ.
په منفي ټکو یې زیات تمرکز مه کوئ او بابېځه یې وګڼئ.
د بېلګې په توګه ورته و وایئ:

«د فلاني کار د کولو لپاره له ډېرې ښې لارې کار اخلې.»
یا
«دغه څه چې ته یې کوې ماته ډېر خوند راکوي.»
واړه منفي ټکي یې زیات مه را برسېره کوئ، ځکه له کوچنیانو څخه د لویو کسانو په څېر تمه نه ده په کار.

۹- کوچنیان مو شرمګیر مه اموخته کوئ.
هېڅ کله هم له هغوی څخه ګېچ کوونکې او بې ګټې پوښتنې مه کوئ.

پړه اچوونکې پوښتنې: «دغه کار چا تر سره کړی؟»

داسې پوښتنې چې په ځواب یې تاسو خپله پوهېږئ:

«څو ځله مې درته وېلي وو، چې…؟» او یا « ته ولې داسې کارونه کوې؟»

۱۰- ماشومانو ته مو کلمې او عبارتونه ور زده کړئ، تر څو وکولای شي، چې له دې کلمې، عبارتونو او جملو په کارولو سره خپل احساسات بیان کړي او د دې پر ځای، چې غلي کېني او هر څه په زړه کې وساتي ښه ده، هغه څه چې په خپل زړه کې یې لري په خوله و وایئ.

۱۱- کله، چې غوائ د ماشومانو ناوړه کړنې مو اصلاح کړئ مجبور یئ، چې احساسات یې ومنئ، د بېلګې په ډول هغوی ته و وایئ:
« کېدای شي له ما نه خپه شې خو زه اجازه نه درکوم چې ..»
یا « پوهېږم، چې په غوسه یې، خو زه نه پرېږدم، چې خپله خورکۍ دې و وهې او یا د کور وسایل خراب کړې.»

۱۲- که ماشومان مو له تاسو څخه د یوه شي غوښتنه کوي او غواړي له تاسو سره خبرې وکړې، خو تاسو وزګار نه یئ د «نه» کلمه مه ورته کاروئ.
هغوی ته و وایئ «اوس نه شم کولای ځواب درکړم او په دې اړه د پرېکړې کولو لپاره وخت ته اړتیا لرم.»
«اوس نه شم کولای تصمیم ونیسم.»
د مینې او همدردۍ لپاره مو له خپلو ماشومانوسره له دې ډول جملو څخه کار واخلئ:
کله، چې آرامه شوې راشه په دې اړه به خبرې وکړو.
کېدای شي په دې اړه ته په حقه وې بچیه.
پوهېږم، چې له دې کاره ته خوشاله نه یې ، خو غواړم دغه څه درک کړې.
ولا ته ښه نظر لرې.
چغې او ژړاوې هېڅ ستونزه نه حل کوي او هغه څه ته دې نه شي رسولای، چې ته یې غواړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...