د ماشوم له عمر سره سم کارونه/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

لیکوال: شیدا فروغي –

د ماشومانو توانمندي هغه که هلک وي او یا هم نجلۍ له هغه پورته ده، چې تاسو فکر کوئ. کله، چې یو ماشوم وکولای شي په کمپیوټر کې لوبه وکړي، په اسانۍ سره کولای شي، چې د کالیو مینځلو ماشین هم روښانه کړي.

خو یو څه باید په پام کې ونیول شي، چې د ماشوم سن ته په کتو سره باید هغوی ته کار وسپارل شي.
هغه کارونه، چې د دوو کالو ماشومان یې باید وکړي:

دوه کلن ماشومان کولای شي، چې په کوټه کې د لوبو ګډ وډ سامانونه ټول کړي، چرک شوي کالي د کالیو مینځلو په ماشین کې واچوي، د مېزونو د سر پاکول او د مېز پر سر د کتابونو او کتابچو منظمول.

معلومه خبره ده، چې ماشوم به دغه کارونه هم په سمه توګه تر سره نه شي کړای، خو زموږ موخه پر دوه کلن ماشوم باندې د دې کارونو له کولو داده، چې ماشوم د دغه راز کارونو له کولو خوند واخلي.

هغه کارونه، چې له څلورو تر پنځو کلنو ماشومانو پور یې تر سره کولای شي.

د دغه سن ماشومان کولای شي، چې د خپل خوب بستره ټوله کړي، د کثافاتو ستل په مخصوص ځای کې خالي کړي، د انګړ ګلونو ته اوبه ورکول او دغه راز پلاستیکي لوښي پرېمینځي.

هغه کارونه، چې د ۷ او اتو کلونو ماشومان یې تر سره کولای شي.

جارو کول، د مېز پر سره د لوښو منظمول او ټولول، په انګړ کې د ونو د پاڼو جارو کول او دغه راز کولای شي، چې د خوب کوټه هم پاکه کړای شي.

هغه کارونه، چې د اتو او ۹ کلونو تر عمره ماشومان یې باید تر سره کړي.

دوی کولای شي، له برېښنایي جارو څخه ګټه واخلي، د خپلې کورنۍ لپاره برګر جوړ کړي، له هر وخت ډوډۍ خوړلو وروسته د ډوډۍ مېز پاک کړي، خپل کالي او د کور موټر ومینځي، د کالیو توکمې وګنډي او دغه راز د خپلې کورنۍ لپاره سهارنۍ برابره کړي.

هغه کارونه، چې د لسو او یا هم له هغه څخه د پورته سن ماشومان یې کولای شي.

د ظرف شویۍ له ماشین څخه د ظرفونو را اخیستل، له تناب څخه د مینځل شویو کالیو را ټولول، له خپلو وړو وروڼو او خویندو څخه ساتنه او دغه راز کولای شي له خپلې مور سره د اشپز خانې په پاکولو کې مرسته وکړي.

باید په یاد ولرئ، چې پورته ذکر شوي موارد یوازې د انتظار تر بریده پورې دي، نه داسې ، چې په اجباري ډول باید تر سره شي.

څه فکر کوئ، چې ماشومانو ته باید د یوه کار په بدل کې پيسې ورکړل شي؟
دا یو بې ځایه فکر دی.

ځکه د کور د ډېرو کارونو تر سره کول د ماشومانو له مسوولیتونو څخه شمېرل کېږي، چې باید بې د پیسو له ورکولو څخه یې باید تر سره کړي او روږدي شي.

دا سمه ده، چې ماشومان باید ونازول شي نه د کوم کار په بدل کې، ځکه که ماشومانو ته په ډېر کم عمر کې پیسې ورکړل شي، ان کله کله ماشوم د پیسو څخه د ګټې اخیستلو په چل هم نه پوهېږي، نو لازمه نه ده، چې ماشومان له کار سره د پیسو په بدل کې روږدي نه کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...