کتاب او کوچنيان/ آیا مطالعه د ماشومانو وخت ضايع کوي؟

(درېيمه برخه)
ژباړه: احسان الله عابد

ځيني ميندي او پلرونه په دې باور دي چي اولادونه يې يواځي درس ووايي او د کتاب ويلو وختونه معلوم کړي، يا هم تردې کم خلګ وي چي داسي تصور کوي.
کتاب ويل د يوه مکتب د خپروني په څېر دئ، او بايد په نظر کي ونيول سي چي مور او پلار بايد د خوب او استراحت وخت، او د کوچني د درس ويلو مېز يا ځای ياداښت کړي، او د ليکلو او ازدادي مطالعې لپاره ځای معلوم او وټاکي.

په غربي هيوادونو کي پرمختګ، کتاب لوستل يو د دوی له مهيمو خپرونو څخه دي، چي د کوچنيانو لپاره معلوم وي. په دې هيوادونو کي د هر کوچني څخه غوښتل کيږي چي هره شپه يو داستاني کتاب ولولي، د درسي مطالعې لپاره هم بېل وخت ورته ټاکي، د ښونځۍ په اولو کلنو کي که نه سي کولای چي دا کار بشپړ کړي، مور او پلار دي د دوی لپاره دغه کار وکړي، تر څو ورځي يو په بل پسې يې عدت وګرځي.

البته دغه موضوع بايد د يوې لوبي او مسابقې په ډول حل سي، ترڅو کوچنی تکليفي او اجباري بڼه غوره نه کړي، او کوچنيان د مطالعې څخه خسته نه سي، په دې هيوادونو کي د مکتب مسؤلين په دې باوري دي چي د مطالعې اهميت مخکي تر دې چي ښوونځۍ شروع کوي وپېژني.

کتاب لوستونکي ميندي، کتاب ويونکي اولادونه لري.

که چيري د مور او پلار څخه وپوښتو، هغوی هغه اولادونه چي مطالعه کوي او د کتاب ويلو سره ډېره مينه لري، نسبت هغه ته چي نه يې وايي زيات پر ګران وي. ولي له بدمرغه ځيني والدين سته چي نه سي کولای خپل اولادونه د کتاب، کتاب ويلو يا مطالعې سره اشنا او ورسره عادت کړي.

يوه کارپوه طيبه دې کار ته په اشاره چي د کوچنيانو مطالعه دوی د مشرانو څخه زده کوي، او په ډېر “جم او جوش” سره يې وايي.
که چيري کورنۍ يا هغه والدين چي د مطالعې تابع وي او د کتاب ويونکي وي، طبعآ کولای سي ددې انتظار وکړي چي اولادونه يې د کتاب او کتاب ويلو روتيا او د هغوی سره علاقه پيداکړي.

ټکی: د مناسب کتاب انتخاب يو له مهيم ترينو ډولونو د مطالعې سره د کوچنيانو اشنايي ده، او مرسته کوي چي دغه عادت د دوی په وجود کي د يوه شکل په څېر ځای ونيسي.

ځيني په دې باور دي چي لومړنی شرط د کوچني د علاقې، د کتاب او مطالعې سره دادئ چي کورنۍ او بلخصوص مور او پلار د کتاب او کتاب لوستلو په ارزښت پوه وي او دغه منځنۍ تګلاره کوچنيان په يوه عادت تبديلوي.
په دې علاه دغه نقطه بايد نالوستې ونيسو، کوچنيان د اړيکو له لاري د کورنۍ د نورو غړو ، او خصوصآ د مور څخه نوي طريقې زده کوي، او په فکر کي يې نيسي.

کارپوه طيبه، د کتاب لوستلو او مطالعې لپاره د ميندو تعقيب او رول ډېر مهم بولي. ځکه چي مور له خپل زوی سر ه په ډېر صميمانه او عاطفي ډول چلنده کوي.
مور چي خپل زوی ته کتاب وايي، دغه تګلاره  بايد د عاطفي اړيکو لپاره د کوچني لپاره انتخاب کړي. په دې ډول کتاب ويل د فعاليتي کار خوند زوی ته معرفي او وښووي. او د خپل زوی د سن او فکر سره سم کتاب انتخاب کړي او ورته ويې لولي.

البته مور بايد له هغه وخت څخه چي زوی يې ډېر کوچنی وي، کولای سي چي د هغه لپاره کتاب ويل شروع کړي په دې ډول لکه يوه کارپوه چي ويلي دي” مِيندي بايد خپلو اولادونو ته جزابي کيسې ووايي تر څو کوچنی له کيسې ويلو سره علاقه مند سي، تر څو په بل اړخ کي يې کوچنيان تکرار ډېر خوښوي، مور کولای سي چي په داسي ډول کوچني ته کتاب ووايي، البته په دې شرط چي خپله هم د کتاب ويلو او تکرار څخه خوند واخلي”

که چيري مور دومره سواد نه درلود ، بيا کولای سي چي پلار يې هم دا ډول کار ورته وکړي، ترڅو کوچنی له کتابو ويلو سره عادت او علاقه مند سي.

نور بيا…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...