ژوندي ګلونه او موږ/ ليکوال: محب الله آرمل

د برېتانيا يو ليکوال و البته نوم يې رانه هېر دی چې دوه شيان يې ډېر خوښېدل يو ګلونه او بل ماشومان، دې ليکوال ته کوم کس يوه ګېډۍ ګلان ور وړي و او ورته ويلي يې و، چې ستا ګلونه خوښ دي نو دا ډالۍ واخله. ليکوال ورته ويلي و : هو، ګلونه مې خوښ دي، مګر په ګلدانونو کې او ماشومان مې خوښ دي په خپلو کورونو کې چې د امن او امکاناتو په ساحه کې ژوند ولري.

د اېټالوي ادب بنسټګر او شاعر دانتې وايي: درې شيان له جنته را پاتې د ورځې ګلان، د شپې ستوري او د ماشوم سترګې.

په غالب ګومان چې روسي ليکوال ماکسيم ګورګي ماشومان د دې نړۍ ژوندي ګلونه بللي و.

په نړۍ کې د ماشوم حقوق مالوم دي، د ماشوم پالنه، روزنه، خدمت او د دوی ستونزو او اړتياو ته رسيده ګي … پلار او مور د خپل ژوند تر ټولو غټې لاسته راوړنې بولي. اوسني پوهان هم پدې اند دي چې د يوې کورنۍ تر ګردو غټ مسئوليت د اولادونو ښه روزل دي.

مګر په افغانستان کې ډېر کم شمېر کورني دي چې دا موضوع ورته مهمه ده، باقي ټولې کورني په اولادونو سبق يوازې ددې لپاره وايي چې ګواکي پيسې به وګټي، دا هم يوه ښه دليل کېدای شي خو اصلي موخه بايد دا وي چې د ماشوم راتلونکې روښانه وي، د خپل شتون او خپل وجود په اهميت پوهـ وي، فکري خپلواکي ولري، په اوسنۍ پېچلې ساينسي نړۍ کې ژوند وکړای شي، د اوسني وخت په تقاضا پوه وي، ټولنې ته ګټه ورسوي او …

خو موږ، په تېره پښتنو د ماشوم حقوقو ته څومره توجه کړې ده ؟ آيا د دوی د زدکړو غم مو خوړلی؟ د دوی د امنيت او ذهني بلوغ فکر مو کړی ؟ ماشوم ته مو د راتلونکي لوی سړي په سترګه کتلي؟ کوم کوم ټولنيز اخلاق مو ورته ښودلي ؟ د وطن مينه او د انسانيت اهميت مو ورزدکړی؟ د ده له احساساتو سره مو څنګه برخورد کړی؟ … دا شان په لسګونو پوښتنې شته چې کېدای شي موږ يې له ځوابولو عاجز وو.

په اصل کې په افغاني ټولنه کې ماشومان محروم دي او خپلو حقونو او اړتياو ته لاس رسي نه لري، داسې ډېر يتيم ماشومان مې ليدلي چې رمې پيايي، بوټونه رنګوي، سخت کارونه کوي… خو برعکس د کاکا زامن يې بيا درسونه وايي او د ژوند له اوليه امکاناتو برخمن دي.

له دې ژونديو ګلابونو سره موږ په ريښتيا چې بې انصافي کړې ده. که مو په تنکي ماشومتوب کې ادب ندی ورښودلی او په لوينې يې بې ادبې کړې، ويلي مو دي چې خدای هدايت ندی ورته کړی، خدای دې هدايت ورته وکړي. موږ تر اوسه دا خبره نه منو چې د ښه اولاد روزل د والدينو د وس خبره ده، مجيد قرار يو ځای ليکلي وو: ((موږ لا پدې وياړو چې پښتانه يو آيا دا زموږ په وس کې وو چې پښتانه پيدا شو او که خدای پښتانه پيدا کړي يو؟ هغه کار چې زموږ په اراده پورې هېڅ اړه نلري نو ولې پرې ووياړو؟)) خو موږ داسې ځکه کوو چې د وياړ لپاره هېڅ لاسته راوړنه نلرو که موږ وطن جوړ کړی وای. که موږ صنعتي پرمختګ کړی وای، که موږ لوستي وای…

همدا اوس د افغانستان ۷۵٪ سلنه کسان نالوستي دي، دا سمه ده چې تاريخ مو پنځه زره کلن دی خو له جګړو، له وژنو، ړندولو، ښځو تښتولو، زنداني کولو… پرته نور څه پکې نشته البته ښه توبونه به هم ولري خو منفي موضوعات تر مثبتو هغو پکې ډېر تکرار شوي او بيا مهمه داده چې څه مو لرل هغه د هماغه وخت وو، راشي پدې فکر وکړئ چې اوس څه لرو!

خبره د ماشوم د حقونو ده تاسې په وردګو کې د سيد آباد د پښې او ورپسې د ننګرهار په بهسودو کې د يو کورنۍ د آتو کسانو د قتل چې پنځه يې نازک او تنکي ګلونه ماشومان وو شاهدان ياست، د وردګو پېښه د دولت کسانو وکړه او د ننګرهار پېښه نا مالومو وسلوالو، باوري يم چې نه به د وردګو د پېښې مجرمین سزا ووينې او نه به د ننګرهاريو ماشومانو قاتل پيدا شي، دغه صحنې دومره تکرار شوې چې نور يې نه د زغملو يو او نه مو جدي حساسيت پارولی شي، په يوه بده پېښه پسې وروسته بله داسې پېښه وشي چې مخکنۍ هغه مو له ياده وباسي.

حلارې کومې دي؟

له دې ناورين د خلاصون چاره څه ده ؟ زه چې څومره مطالعه لرم او چې څومره پرمختللې ټولنې مې لوستې، چې څومره مې تېر نړيوال تاريخ کتلی، چې څومره د نورو مذهبونو او کلتورنو په اړه معلومات لرم … دې پايلې ته رسېږم چې د اولاد روزل مهم دي پداسې ډول چې ښه فکر ولري، عاطفه او د وطن مينه ولري جنايت قتل، وژنه، غلا … او نور بد عمال ورته د زغملو نه وي، دغه شان په خپل ځان او نفس باوري وي او ددغه شان ماشوم روزلو وس والدين او ښوونکي لري.

بله چاره داده چې د پوهنې سطحه او د لوستو کسانو فيصدي لوړه شي، په نړيوال ميعار برابره پوهه زده کوونکو ته ورکړل شي، اوس خو داسې کسان شته چې له پوهنتون فارغ دي او املا يې نده زده وطن دوستي او فکري خپلواکي خو لرې خبره ده. چې کله مو تر نيمايې زيات نفوس په پوهه سنبال وي او ورسره د دين او وطن مينه هم وي دا ناورين له منځه تلای شي .

درېيم د خلکو يوالی دی، وطن يوازې په پوهه هم نه جوړيږي چې مينه نه وي او هېواد وال يو بل ته لاسونه ورنکړي، له تعصوبو نو لاس وانخلي او ملي فکرونه ونلري ناشونې ده چې د جنګ له بد مرغۍ خلاص شو، پدې برخه کې ملا امامان خاص رول لري خو له بده مرغه چې د دوی ګټه په نالوستې او لانجمنه ټولنه کې ده، رسنۍ او اکاډيميک مرکزونه که هغه ښونځي دي که پوهنځي هم کولی شي د خلکو په فکر کې مثبت عمال ځای کړي، پدې وروستيو کې په ځينو بهيرونو کې دا نوښت شوی چې په يوه خاصه فکري موضوع به لکچر وړاندي کيږي. پدې لړ کې روشنګري چې مشري يې محمديار يار کوي بيخي په ډېرو ستاينو ارزي که دغسې پروګرامونه زيات شي هم بيخي مهم رول لوبولی شي.

څلورمه چاره يې د دولت په لاس کې ده،، موږ داسې ډېر وليدل چې مجرم ونيول شي په زندان کې نور هم چاغ شي او بېرته آزاد شي، يا پيسې تېرې کړي د عدام پرځای بندي شي او بل ځل چې لږ نور کار هم وکړي نو د بند شل کلنه موده يې دوه يا يوه کال ته رالنډه شي، که دوه دولت د فساد په اړه جدي مبارزه وکړي نو د هېواد په هر اړخيزو ګټو سربېره په امنيت هم فوق العاده اغېز کولی شي .

هر رنګ چې وي دولت اړ دی چې د ماشوم خيال وساتي، نن او سبا يې تضمين کړي، هغه بې سرپرسته ماشومان چې يا سوال کوي او يا هم درانه کارونه خو ښونځي نه وايي دولت مسئول دی چې غمه يې وخوري او کنه همدا کسان نه يوازې دا چې راتلونکې يې تياره ده، بلکې د لسګونه نورو کسانو ژوند ته هم ګواښ پېښوي ځکه دوی د خپل ژوند په اوږدو کې دومره منفي برخوردونه او تحديدونه وينې چې ټول عمر به يې هېر نشي او چې کله لوی شي نو بيا خپل انتقام له نورو کسانو اخلي .

يادونه : دغه ليکنه لومړی ځل په اوربند مجله کې خپره شوېده.

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...